فوټسال څومره پېژنۍ؟

فوټسال

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي

فوټسال د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا لخوا منل شوې لوبه ده چې په انډور یا په سر پوښلي لوبغالي کې ترسره کېږي. د فوټسال کلمه اصلا هسپانوۍ ده چې فوټبال سالا (کوچنی فوټبال) څخه اخیستل شوې.

د فوټسال د میدان یا لوبغالي لوی والی د فوټبال له میدان سره توپیر کوي.

د فوټسال لوبغالي اوږدوالی د ۳۸ او ۴۲ مترو ترمنځ وي او پلنوالی یې بیا د ۲۰ او ۲۵ مترو په اندازه وي.

ګول یې هم کوچنی دی، اوږدوالی یې ۳ متره او لوړوالی یې ۲ متر دی (۳ په ۲ کې).

فوټسال د فوټبال په شان په چمن کې نه کېږي او یوازې په تړلو یا سر پټو ځایونو کلکه ځمکه کې چې ځانګړی میدان لري، کېږي.

فوټسال د فوټبال پرتله له کوچنۍ لوبډلې، سختې ځمکې، په ټیټ توپ سره کېږي، (تر ډېره پاسونه ټیټ او لنډ) وي.

په فوټسال کې د فوټبال په شان اف سایډ نشته. بله دا چې فوټسال د فوټبال پرتله ډېر چټک دی. وخت یې کم پاسونه لنډ او میدان کوچنی. د لوبغاړو شمېر هم کم.

د فوټسال هره لوبه ۴۰ دقیقې وي، یعنې ۲۰ دقیقې لومړۍ او۲۰ دقیقې دویمه نیمايي چې ټول ۴۰ دقیقې کېږي، په منځ کې ۱۵ دقیقې وقفه هم شته.

د فوټسال توپ د فوټبال په څېر سخت او بانسي نه دی او تر هغه یو څه نرم دی.

په وروستیو کې ډېر خلک فوټسال لوبه کوي لامل یې دا دی چې دا لوبه د فوټبال پرتله خورا خوندي او ساده ده. دا یوازې له توپ سره د لوبې کول نه دي، بلکې د توپ دقیق کنټرول او تخنیکي مهارت، ځیرکتیا ته هم وده ورکوي.

یو بل قانون چې په فوټسال کې موجود دی، دا دی، چې که یوه لوبډله په لومړۍ نیمايي کې له سیالې لوبډلې لس ګولونه مخکې وي، لوبه پای ته رسېږي.

که هره لوبډله، په هر نیمايي کې تر پنځو تېروتنو یا فاولونو، ډېر وکړي نو د سیالې لوبډلې له خوا به له ګول څخه د لس مترو په واټن کې د شوټ وهلو جریمې سره مخ شي.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله

فوټسال

د عکس سرچینه، AFF

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په لومړي ځل نړیوال جام ته رسېدلې چې د نړۍ ۲۴ غوره لوبډلې پکې لوبېږي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې روان کال د اسیا ملتونو جام سیالیو کې له لوبېدو او غوراوي پړاو وروسته تر دغه ځایه رسېدلې ده.

په جولای میاشت کې د فېفا لخوا په خپره شوې درجه بندۍ کې افغان لوبډلې د نړۍ د دېرشمې لوبډلې ځای ته ځان رسولی دی او ښايي وروستۍ مهمې بریاوې یې مقام لا نور هم لوړ کړي او په نړیواله کچه دې لوبډلې ته پام اوښتی دی.

څو اوونۍ وړاندې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د فوټسال د لویو وچو جام 'فوټسال کانټينېنټل' سیالیو کې هم ښې لوبې وکړې او له څلورو یې دوه مهمې لوبې وګټلې.

د فوټسال په نړیوال جام سیالیو کې چې په ازبکستان کې روانې دي، افغان لوبډله توانېدلې خپله لومړۍ لوبه له انګولا وګټي او په دویمه لوبه کې يې په لږ توپیر له ارجنټین ماته وخوړه. د ارجنټین لوبډله دا مهال په نړۍ کې دویم ځای لري.

د افغانستان دوه مخکنۍ لوبې په تاشکند کې وې خو درېیمه به یې په اندي جان ولایت کې وي. افغان لوبډله نن پنجشنې دغه ښار ته ورسېده.