د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د نړیوال جام سفر په بري پیل کړ، انګولا ته یې د دوه ګولونو په توپیر ماته ورکړه

د عکس سرچینه، Afghanistan Football Federation
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي نیوز
افغان لوبډلې انګولا ته د شپږو مقابل کې څلورو ګولونو وروسته د دوه ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او له دې سره یې د نړیوال جام سفر په بري پیل کړ.
دافغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د فوټسال نړیوال جام اتلولیو په لومړۍ لوبه کې له پیله د خپل لومړني سیال انګولا خلاف ښه پیل درلود او په لومړۍ نیمایې کې یې پنځه ګولونه وکړل چې د دغه بري مهم بنسټ یې کېښود.
انګولا په لومړۍ نیمايي کې دوه ګولونه درلودل، وروسته افغانستان په دویمه نیمايي کې یو او انګولا دوه ګولونه وکړل.
په دې لوبه کې ټولټال لس ګولونه وشول چې شپږ یې د افغان ملي لوبغاړو لخوا وو.
په دغې نړیوال جام کې د افغان لوبډلې ګډون او بیا دا بری له ځانګړي تاریخي اهمیته برخمن دی.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې سر روزونکي مجید مرتضايي هم له لوبې وروسته پخپله لومړۍ وینا کې دا بریا تاریخي وبلله "په نړیوال جام کې د افغانستان لومړۍ بریا وه. واقعن سخته لوبه وه. خو د لوبغاړو توانايي لوړه ده. ما ډېره توقع درلوده خو د نړیوال جام فشار هم و. موږ ګول واهه، انګولا ګول واهه خو په پای کې مو لوبه ښه اداره کړه".
"له ارجنټاین سره د افغانستان لوبه به تر ټولو ښکلې وي. ځکه زه پوهېږم چې زموږ لوبغاړي د پیاوړو لوبډلو پّه مقابل کې ښه لوبه کوي".
د افغانستان لخوا لومړۍ ګول فرزاد محمدي وکړ ورپسې دویم ګول امېد قنبري، دریم ګول حسېن محمدي، څلورم ګول مهدي نوروزي او پنځم ګول هم اکبر کاظمي وکړ.
د دوییمې نیمایي په وروستۍ دقیقه کې د محمد مرادي ګول د افغانستان په ګولونو یو ګول لا اضافه کړ.
د فوټسال نړیوال جام دغو سیالیو په اړه څومره پوهېږئ؟
د فوټسال نړیوال جام پرون (شنبه) د نړۍ له لر او بره ۲۴ هېوادونو تر منځ پیل شو چې د افغانستان ملي لوبډله یې هم برخه ده.
دا جام سږ کال د افغانستان په ګاونډ ازبکستان کې کېږي، د افغانستان فوټسال ملي لوبډله بیا په لومړي ځل تر داسې سترو سیالیو رسېدلې چې د نړۍ ۲۴ غوره لوبډلې پکې لوبېږي.

د عکس سرچینه، Afghanistan Football Federation
دا د فوټسال لسم نړیوال جام دی، د دغې لوبې په تېرو سیالیو کې برازیل د ډېرو جامونو له ګټلو سره مخکښ دی.
افغان لوبډله د فوټسال نړیوال جام په دویېمه ورځ نن (یکشنبه) د افغانستان پر وخت مازیګر مهال له انګولا سره لوبه وکړه، په همدې ورځ درې نورې لوبې هم د نیوزیلنډ -لیبیا، اسپانیا -قرغستان، ارجنټاین او اوکرایین تر منځ پلان دي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې روان کال د اسیا ملتونو جام سیالیو کې له لوبېدو او غوراوي پړاو وروسته تر دغه ځایه رسېدلې ده.
افغان لوبډلې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د فوټسال د لویو وچو جام 'فوټسال کانټينېنټل' سیالیو کې هم ښې لوبې وکړې او د روزونکي به وینا یې 'لوبغاړي له ډېر ښه موراله او حوصلې سره نړیوال جام ته تللي دي."
په دغو سیالیو کې افغان لوبډلې له ګواتیمالا او نیوزیلنډه لوبې ګټلې وې خو دوه نورې لوبې یې وبایللې.
دوه میاشتې مخکې د فېفا لخوا په خپره شوې درجه بندۍ کې افغان لوبډلې د نړۍ د دېرشمې غوره لوبډلې مقام ګټلی و، وروستۍ ځینو مهمو بریاوو دې لوبډلې ته د لا ډېرو پام اړولی دی.
لوبډلې او ګروپونه

د عکس سرچینه، Afghanistan Football Federation
د فوټسال په روان نړیوال جام کې ګډون کونکي ۲۴ لوبډلې په شپږو ګروپونو وېشل شوې چې افغانستان پکې په دریېم (سي) ګروپ کې دی.
افغانستان، ایران او تاجکستان د سیمې له هېوادونو د ګوتو په شمېر درې لوبډلې دي چې تر دغه نړیوال جامه یې ځانونه رسولي دي.
اول ګروپ
د نړیوال جام په اې ګروپ کې د کوربه ازبکستان، هالنډ، پراګوای او کاسټاریکا لوبډلې له یوه بل سره لوبېږي.
دویم ګروپ
په دغه ګروپ کې برازیل، کیوبا، کروېشیا او تایلنډ له یوه بل سره مخ دي.
برازیل چې د دغو سیالیو یوه بریالۍ لوبډله لري، روان نړیوال جام کې هم خپل سفر د کیوبا خلاف د صفر په مقابل کې د لسو ګولونو په ستر توپیر په بریا پیل کړی.
دریېم ګروپ
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په دغه ګروپ کې ده او له آنګولا، ارجنټاین او اوکرایېن سره لوبې لري. افغان لوبډله نن د سپتمبر پر ۱۵مه لومړۍ لوبه له انګولیا، د سپتمبر په ۱۸مه له ارجنټاین او د همدې میاشتې ۲۱مه له اوکرايين سره لوبېږي.
څلورم ګروپ
په دغه ډله کې کې د اسپانیې، قزغستان، نیوزیلنډ او لېبیا لوبډل د یوه بل پر وړاندې زور ازمویې.
پنځم ګروپ
په دې ګروپ کې پرتګال، پانامه، تاجکستان او مراکش لوبډلې دي.
شپږم ګروپ
په دې ډله کې د ایران، وېنزویلا، ګواتیمالا او فرانسې لوبډلې له یوه بل سره مخ دي.
د فېفا (فوټبال نړیوال فدراسیون) لخوا په اعلان شوې مهالوېش کې ښکاري چې هره ورځ څلور لوبې پلان دي، او پایلوبه به یې د اکتوبر پر شپږمه نېټه وي.
د فوټسال لومړۍ نړیوال جام په ۱۹۸۹ زېږدیز کال کې شوی و او له هغه مهال راهیسې تر ټولو ډېر پنځه نړیوالې اتلولۍ برازیل ګټلې چې وروستۍ هغه یې په ۲۰۱۲م کال کې وه.
له برازیل وروسته دوه نړیوال جامونه اسپانیې، یو ارجنټاین او یو پرتګال ګټلی دی.

د عکس سرچینه، Afghanistan Football Federation











