د فوټبال کلنۍ غوره جایزې؛ لیونل میسي د کال غوره لوبغاړی اعلان شو

د عکس سرچینه، Getty Images
د فوټبال نړۍ د غوره لوبغاړو د ټاکلو مراسم د دوشنبې په شپه (د جنورۍ ۲۵مه) په لندن کې د فوټبال نړیوال فدراسیون له خوا جوړ شوي وو.
په دې مراسمو کې ارجنټایني بریدګر لوبغاړی لیونل میسي د ایرلینګ هالنډ او کایلین ایمباپي پر وړاندې بریا خپله کړه او د فیفا د غوره لوبغاړي جایزه یې وګټله.
په دې توګه ۳۶ کلن میسي د درېیو ریکارډونو په لرلو سره، د کال د غوره لوبغاړي شو.
د کال د غوره روزونکي جایزه د مانچسټر سیټي سر روزونکي پېپ ګوارډیالا ته ورکړل شوه.
د کال د غوره ښځینه لوبغاړې په کټګورۍ کې، هسپانوۍ اتیانا بونماتي وتوانېده دا جایزه خپله کړي.
د غوره نارینه ګول ساتونکي په کټګورۍ کې، دا جایزه د مانچسټر سټي ګول ساتونکي او استازي وګټله، سږ کال د برازیل ایډرسن دا ویاړ په خپل نوم کړ.
د بریتانیا د ملي لوبډلې ګول ساتونکې او د مانچسټر یونایټیډ لوبغاړې مري ارپس، چې د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام ګټونکې وه، هم د کال غوره ښځینه ګول ساتونکې اعلان شوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
سارینا ویګمن د ښځو په برخه کې د ۲۰۲۳ کال تر ټولو غوره روزونکې شوه. هغې تېر کال د بریتانیا د ښځو ملي لوبډلې د نړیوال جام فاینل ته ورسوله او لوبډلې یې دویم مقام ګټلی و. ویګمن په څلورم ځل دا لقب وګاټه.
د ځوانمرده لوبې جایزه هم د برازیل ملي لوبډلې ته ورکړل شوه.
د ارجنټاین لوبډلمشر لیونل میسي - چې قطر کې یې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام هم وګاټه، وړاندې تر دې د بي بي سي د لوبو نړۍ د ستوري لقب هم ګټلی دی.
د بارسلونا دغه پخواني لوبغاړي ته د لوبو تاریخ کې د یوه لوی لوبغاړي په سترګه کتل کېږي.
په ۲۰۲۶ کال کې د فوټبال نړیوال جام د موسم په راتلو سره به، میسي ۳۹ کلن وي، خو هغه مخکې ویلي و چې د قطر نړیوال جام به یې له ارجنټاین لوبډلې سره وروستی کال وي.








