تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ترکيه کې له مرګونې زلزلې دوه کاله وروسته لا هم د نادرکو لټون کېږي
د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ پر شپږمه، کله چې دوو ویجاړونکو زلزلو د ترکیې جنوب سیمې ولړزولې او له ۵۳۵۰۰ زیات کسان یې ووژل، د ژغورنې نه ستړي کېدونکي عملیات پیل شول. خو دوه کاله وروسته، لا هم لسګونه کورنۍ د خپلو عزیزانو په لټه کې دي. په ورکو شویو کې لږ تر لږه ۳۰ تنه ماشومان دي.
کله چې زلزله وشوه څلور کلن امیر له خپلې کورنۍ سره په کور کې و. دوی د ترکيې په جنوب د انټاکيا سیمه کې د سوريې له پولې سره نژدې اوسېدل. د نوموړي د پلار او لس کلن ورو جسدونه د ودانۍ په کنډوالو کې وموندل شول خو د امير د جسد هېڅ نښه نه وه.
د نوموړي عمه نورسن کسيا چې له زلزلې دوه ساعته وروسته هلته ورسېده دوه اوونۍ د ژغورنې عملياتو پر مهال انتظار وه.
نوموړې وايي، "موږ فکر کاوه چې پيدا به يې کړو، يا لږ تر لږه د هغه د جامو ټوټه، د بدن برخه او يا کومه بله نښه به يې ومومو خو هېڅ هم پيدا نشول، نه په کنډوالو کې او نه د مړو په منځ کې."
دا له همغې ورځې راهيسې هڅه کوي چې خپل وراره پيدا کړي.
د پوليسو سره يې د نادرکۍ قضيه ثبت کړه، دری مياشتې وروسته چارواکو ورته زنګ وواهه او ويې ويل، هېڅ اسناد نشته او لومړنۍ عريضه ښايي ورکه شوې وي.
ټوله پروسه بايد له سره پيل شوې وی. په همدې مهال نورسن په دې هيله د خپل وراره عکسونه په ټولنيزو رسنيو خپاره کړل که چېرې څوک يې وپېژني. نوموړي همدا ډول د يتیمانو پالنې لسګونو ځايونو ته هم د خپل وراره په لټه پسې ولاړه.
د هغه د خور قبر يې د ډي اېن اې د بېلګې اخيستو لپار پرانيست خو دا هڅې هم بې پايلې شوې.
نورسن وايي، کله ناکله به ورته ځايي چارواکو ټليفون کاوه او پوښتل به يې چې امير څنګه دی؟ له دې ښکاري چې ښايي امير لا هم په رسمي توګه د نادرکه کسانو په لست کې نه وي ثبت شوی.
څومره ماشومان ورک دي؟
له زلزلې دوه کاله وروسته لا هم د نادرکه شويو کسانو د شمېر په اړه ضد او نقيض راپورنه شته دي.
د ۲۰۲۳ کال د اپرېل په میاشت کې، د هغه مهال د کورنیو چارو وزیر وویل، "د ۲۹۷ کسانو د ورکېدو دوسیې ثبت شوې وې، چې ۸۶ یې ماشومان وو."
د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې، د کورنیو چارو اوسني وزیر، علي یرلیکایا، اعلان وکړ چې "۷۵ د زلزلې قربانیان لا هم نادرکه دي، چې ۳۰ یې ماشومان دي."
بي بي سي ترکي ته د اپوزیسیون ګوند ويلي چې، دوی د ۱۴۰ نادرکه کسانو لست لري، چې ۳۸ یې ماشومان دي او دا لست يې ښاغلي یرلیکایا ته هم سپارلی چې په وينا يې هېڅ غبرګون يې نه دی ترلاسه کړی.
د ورکو شويو کسانو د پلټنې بنسټ ويانده سيما ګولېچ وايي، د کورنیو چارو وزارت هغه نادرکه کسان نه حسابوي، چې کورنیو یې په رسمي توګه مړه اعلان کړي.
له زلزلې وروسته، داسې تورونه راپورته شول چې ځینې ماشومان له کنډوالو ژوندي را ایستل شوي، خو بيا وروسته ورک شوي یا تښتول شوي دي.
چارواکي دا تورونه ردوي.
د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې، حکومت او د هغه ښي اړخي متحد د ورک شویو ماشومانو د څېړنې لپاره د پارلماني پلټنې غوښتنه رد کړه.
حکومت د ورکو کسانو لټون څنګه کوي؟
تېر کال، د طبیعي پېښو د مدیریت دولتي اداره (AFAD)، چې د کورنیو چارو وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي، د نادرکه کسانو د لټون لپاره یو کمیسیون جوړ کړ.
سیما ګولېچ، چې خپل ۲۴ کلن زوی یې هم ورک دی، په وینا، یاده اداره له بېلابېلو لارو د نادرکه کسانو د موندلو هڅه کوي.
نوموړې وايي، دوی د ډي اېن اې بېلګې سره پرتله کوي، د ناپېژندل شويو مړو عکسونه او معلومات څېړي، د څېرو پېژندنې له سيستم کار اخلي او د نادرکه کسانو عکسونه د پوليسو د ثبت شويو ريکارډونو سره پرتله کوي.
خو اپوزيسيون حکومت به بې غورۍ او ناغېړۍ تورنوي. دوی د بېلګې په توګه وايي، يوه نجلۍ چې د بل چا په نامه خاورو ته سپارل شوې وه، یو کال په ځنډ له خاورو ايستلو وروسته وپېژندل شوه.
اپوزيسيون کې د پارلمان غړې نرمين ييلدرم کارا وايي، "شاید لسګونه نور کسان هم تر ناسمو نومونو لاندې خښ شوي وي."
ځورونکې پېښې
آیشه انبارجي اوغلو، چې يوه خور او شپږ میاشتنی وراره یې ورک دی وايي، "هېڅ مناسب لټون ونه شو، دوی سملاسي کنډوالې پاکې کړې او موږ ونه توانېدو چې مخه یې ونیسو. "
دا وايي، دوه کاله تېر شول. اوس څه کېدی شي، یوه د هډوکو ټوټه به راوړي او و به وايي چې دا ستا د خور ده؟"
جانر یورداکول، چې خور، د هغې مېړه او څلور کلنې دوهګونې لوڼې یې ورکې شوې وايي،"موږ به ان په یوه کوچني هډوکي هم راضي شو، خو هېڅ ونه موندل شول."
د ترکیې په جنوب کې هغه ښارونه چې د زلزلې له امله ویجاړ شوي، له دې ته ورته کیسو ډک دي.
خو د ډېرو ورکو کسانو خپلوان لا هم د حقیقت په موندلو په لټون دي.
نورسن کيسا وايي، "تراوسه هېڅ ثبوت نشته چې امير مړ دی. زه به هېڅکله تسليم نه شم او خپل وراره به مړ اعلان نه کړم."