تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ترکیه کې زلزله: ډېر خلک اوس هم د اوسېدو مناسب ځايونه نلري
له هغې زورورې او ويجاړوونکې زلزلې اوس څه د پاسه يوه مياشت تېرېږي، چې ترکيه او سوريه کې یې له ۵۰ زرو ډېر خلک ووژل. ځپل شوې سيمه اوس په بې مخينې کچې د بې کورۍ له خورا بد کړکېچ سره مخامخ ده.
د ملګرو ملتونو پرمختيايي پروګرام، يو ان ډي پي، اټکل کوي، چې يوازې ترکيه کې لږترلږه يو نيم ميليون خلک لا هم د ناورين سيمه کې دي، او د استوګنې هېڅ ځای نه لري.ريښتينې شمېرې ښايي له دې هم لوړې وي.
د بي بی سي منځني ختيځ خبرياله انا فوسټر د ترکيې جنوبي سيمو کې ګرځېدلې، چې وګوري ژوندي پاتې شوي سرپناوې څنګه مومي.