د ویتنام 'مچو اخيستونکې' ډبرې د ړنګېدو له ګواښ سره مخامخ دي

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

یوه رپوټ کې خبرداری ورکړلی شوی، چې د ویتنام د ها لونګ بېسمندر په منځ کې مخامخ ولاړې دوه مشهورې 'مچو اخیستونکې' ډبرې د ړنګېدو له ګواښ سره مخامخ دی.

د کوانګ نينه ولايت د ها لونګ بې سیمه کې سل ګونه کوچنيټاپوګان شته دي، چې په ۲۰۱۹ کال کې یې څلور میليونه سيلانيانځان ته ورجلب کړي وو.

د یادو ډبرو طبیعي جوړښت داسې دی، چې د سمندر منځ کې یو بل ته مخامخ ولاړې دي.

دا ډبرې له لرې داسې ښکاري لکه يو بل چې ښکلوي.

کارپوهانو د تېرجولای میاشت کې یوه رپوټ کې خبرداری ورکړی و، چې دا ډبرې د سمندر اوبو د کچې را ټیټیدو او د کب نیونکو کښتیو د ورنژدې کېدو له کبله د ړنګیدو له ګواښ سره مخامخ دي.

د ویتنام د جیوساینس او مینرالونو د انستیتوت مشر هو تیان چینګ وایي، ناقانونه کب نیونه او نامنظم ګرځندوی صنعت دې ډبرو ته زیان رسوي.

یاد انستیتوت وايي، هغه مهال چې دوی د یادو ډبرو په اړه څېړنه کوله د سیلانیانو یوه کښتۍ یوازې ۱۹ متره ورنه لرې ودرېده.

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

کارپوهانو یادو ډبرو د ځمکې په شاوخوا کې ژور درزونه لیدليدي او خبرداری یې ورکړی، که د ساتنې لپاره یې ګامونه وچت نه شي نو دا ډبرې به ړنګې شي.

دوی وايي:

"څرنګه چې د اوبو سطحه راټيټه شوې، د ډبرې لاندې ټوټې ښکاري، چې ورو ورو له منځه ځي، او که د ساتنې او پیاوړتیا لپاره یې سمدستي اقدامات ونه شي نو کېدای شي ړنګې شي. "

دا څېړنیز رپوټ له چارواکو غوښتنه کوي، چې د سمندر په دې لاره کې د کښتیو چکټیا په ساعت کې له ۵ څخه تر ۱۰ کیلومترو پورې محدوده کړي.

رپوټ زیات وي، ځایي کب نیونکو ته هم باید وویل شي چې د یادو ډبرو شاوخوا کب نیولو څخه ډډه وکړي ترڅو بنسټ ته یې زیان ونه رسېږي.