د امریکا بهرنیو چارو مخکینی وزیر هنري کیسینجر د ۱۰۰ کالو په عمر مړ شو

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا بهرنیو چارو پخوانی وزیر هنري کيسینجر د ۱۰۰ کالو په عمر په کنټیکاټ ایالت کې مړ شو. ده د امریکا مخکینیو ولسمشرانو ریچارډ نېکسن او ګیرالډ فورډ په حکومتونو کې د امریکا بهرني سیاست کې مخکښ رول درلود.
کیسینجر ایسوشیټس نومي سیاسي فکري مرکز چې ښاغلي کیسینجر تاسیس کړی و، د نوموړي مړینه تائید کړې، خو د هغه د مړینې لامل په هکله یې څه نه دي ویلي.
هاینتز الفرډ کیسینجر د جرمني په باواریای ایالت کې د ۱۹۲۳ کال د مې پر ۲۷مه د یهودانو یوې متوسط قشر اړوند کورنۍ کره زېږېدلی و. کیسینجر او کورنۍ یې په ۱۹۳۸ کال کې پر جرمني د نازیانو واکمنۍ پر مهال امریکا ته وتښتېدل. نوموړي د محصلۍ په دوره کې په یوه کار ځای کې د کارګر په حیث هم کار کاوه، خو عسکري خدمت ته له جلب وروسته د اکاونټینګ یا حسابدارۍ په برخه کې ترې زدکړې نیمګړې پاتې شوې.
هغه په ۱۹۴۳ کال کې د امریکا تابعیت له ترلاسه کولو وروسته درې کاله د دې هېواد په پوځي خدمت کې تېر کړل او د دکتورا تر حده د لوړو زدکړو وروسته یې په هارورډ پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو څانګه کې د تدریس دنده پیل کړه.
مخکیني ولسمشر ریچارډ نېکسن په ۱۹۶۹ کال کې ښاغلی کیسینجر د امریکا ملي امنیت سلاکار وګوماره او له هغه وروسته نوموړي د دې هېواد په بهرني سیاست او حکومت کې پراخ نفوذ وموند.

د عکس سرچینه، Reuters
تر لسیزو پورې د امریکا په دیپلوماتیک ډګر کې د ښاغلي کیسینجر رول خورا جووت او کله، کله ناندریز هم و.
نوموړي پراخې هڅې وکړې، چې له کبله یې د امریکا او شوروي اتحاد تر منځ اړیکي تر یوه حده له کنګل حالته ووتل او له چین سره راشه، درشه ښه شوه.
کیسینجر له ویتنامه د امریکايي ځواکونو ایستلو له سختو پلویانو یو و او په ۱۹۷۳ کال د همدې کړکېچ لړ کې د اوربند لپاره د خپل رول له کبله د سولې نوبل جایزه ورکړل شوه.
ده ته د نوبل جایزې ورکړې ناندرۍ راپورته کړې، د نوبل کمېټې دوو غړو استعفاوې وکړې او د ویتنام لي دوک چې د هماغه کال بله جایزه ورکړل شوې وه، د جایزې له اخیستو انکار وکړ.
نوموړي په ۱۹۷۳ کال کې له ګاونډیانو سره د اسرائیل جګړې پای ته رسولو کې هم مهم رول درلود.
یو شمېر کسانو بیا له دې کبله پر ښاغلي کیسینجر سختې نیوکې کولې چې د دوی په اند له شوروي سره سیالي د بشري حقونو پرتله ورته زیاته مهمه وه او په نړۍ کې د ځینې داسې رژیمونو پلویتوب هم کاوه، چې له زور زیاتي یې کار اخیست او په دې کې د چیلي واکمن اګوستو پینوشې حکومت هم شامل و.
که څه هم ښاغلي کیسنجر په ۱۹۷۷ کال کې رسمي دنده پرښوده، خو د یوه صاحب نظر په حیث یې پریمانه کار کاوه او امریکايي ولسمشرانو او کانګرېس غړو ترې په اړوند مسائلو کې د نظر پوښتنه کوله.










