تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بایډن اوکرایین ته د څلورو هوايي دفاعي سیستمونو ورکولو ژمنه وکړه
د امریکا ولسمشر جو بایډن د ناټو پوځي ټلوالې سرمنشي ینس سټولټنبرګ ته د امریکا د آزادۍ مېډال ور په غاړه کړ – په امریکا کې تر ټولو لوړ ملکي د ویاړ مېډال چې یو ولسمشر یې چا ته ورکولی شي.
دا مراسم په واشنګټن کې جوړ شوي چېرې چې د ناټو د ۳۲ غړو هېوادونو مشران، د دوی د ملګرو هېوادونو او اروپايي ټولنې مشران د دغې پوځي ټلوالې د جوړېدو د ۷۵یمې کلیزې د نمانځنې لپاره راټول شوي.
ولسمشر بایډن د دغې ټلوالې د تېرو ۷۵ کلونو په ستاینه پسې وویل چې کار لا هم پاتې او زیاته يې کړه چې د تاریخ اوسنی پېر د جَمعي یا ټولیزې پیاوړتیا غوښتنه کوي. هغه زیاته کړه چې د اوسنیو ۲۳ غړو هېوادونو دوه سلنه ناخالص کلنی تولید په دفاع لګېږي.
هغه اعلان وکړ چې واشنګټن او همټلوال به اوکرایین ته څلور اضافي د هوايي دفاع سیستمونه ورکړي.
هغه اوکرایین ته په اشارې وویل، پوتین د اوکرایین بشپړ لاندې کول غواړي تر څو یې ولسواکي بشپړه ختمه کړي او د کلتور يې له منځه یوسي او اوکرایین له نقشې پاک کړي.
هغه زیاته کړه چې "پوتین به په اوکرایین هم بسنه ونه کړي. تېروتنه مه کوئ: اوکراین کولی شي او پوتین به ایسار کړي."
بایډن سټولټنبرګ ته د امریکا د آزادۍ مېډال ور په غاړه کړ
د کنفرانس پرانیستې ته، د دغې ټلوالې سرمنشي، ینس سټولټنبرګ هم وویل چې د اوکراین ملاتړ له لګښتونو او خطرونو ډک دی.
د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار، جیک سلیوان هم د ناټو په سرمشریزه کې د اوکرایین د ملاتړ پیاوړي کولو پلانونه بیان کړل:
"په راتلونکو ورځو کې به ناټو په جرمني کې د یوې داسې نوي پوځي قوماندانۍ په ګډون د ملاتړ ګامونه اعلان کړي چې یو درې ستوریز جنرال یې مشري کوي او په اوکرایین کې به پوځیانو ته د روزنې، سمبالولو او استولو پروګرام پیل کړي. دا د ټولو همټلوالو داسې ژمنه ده چې غواړي په ګډه اوکرایین ته لږ تر لږه د څلوېښت مېلیاردو يورو په اندازه امنيتي مرسته په را روان کال کې ورسوي".
د اوکرايين ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي چې په دغه غونډه کې ګډون ته واشنګټن ته رسېدلی، له لویدیځو متحدینو غوښتي، چې د دوی د هوايي تجهیزاتو سمبالولو چاره ګړندۍ کړي، ځکه له څو میاشتو راهیسې د روسیې بریدونو زور اخیستی دی.
اوکرایین د ناټو غړی نه دی، خو له روسیې سره د جګړې له پای ته رسېدو وروسته یې د ژر تر ژره د منلو غوښتنه کړې ده.
د ناټو تلونکي سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، دا "حتمي" ده چې بالاخره به اوکرایین د ناټو غړی شي، خو د جګړې تر پای ته رسېدو وروسته.
روسیه په کلکه په ناټو تړون کې د اوکرایین له شاملېدو سره مخالفت کوي او وېره لري چې دا به د ناټو تړون ځواکونه د دوی خاورې ته لا نور ورنژدې کړي.
د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پسکوف بيبيسي ته ویلي، کریملین به د ناټو غونډه له "نژدې" وڅاري.
ښاغلي پیسکوف زیاتوي "دا یو داسې اتحاد دی چې په پرله پسې او ښکاره توګه یې اعلان کړی، چې موخه یې د جګړې په ډګر کې روسیې ته د ستراتیژیکې ماتې ورکول دي."
د ناټو دا سرمشریزه د امریکا د ولسمشر جو بایډن په کوربه توب جوړه شوې او دی به د ناټو تړون د مشرانو د درېیو ورځو غونډو او عامه پېښو کوربه توب کوي.
دا غونډه به د پنجشنبې په ماسپښین په یوې ګډې خبري غونډې پای ته ورسېږي.