تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ناټو تړون جوړېدو ۷۵یم کال؛ مشران یې واشنګټن کې سره غونډېږي
د ناټو د ۳۲ غړو هېوادونو مشران، د دوی د ملګرو هېوادونو او اروپايي ټولنې مشران د دې بلاک د جوړېدو د ۷۵یم کال د نمانځنې لپاره په واشنګټن کې سره راغونډېږي. تمه ده چې د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.
ښاغلي زېلېنسکي له لویدیځو متحدینو غوښتي، چې د دوی هوايي تجهیزاتو سمبالولو چاره ګړندۍ کړي، ځکه له څو میاشتو راهیسې د روسیې بریدونو زور اخیستی دی.
د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي، د مې میاشت په نژدې یوه کال کې د ملکي مرګژوبلې له اړخه تر ټولو خونړۍ وه.
د ناټو مشرانو په ۷۵یمه سرمشریزه کې به پر اوکرایین د روسیې د برید او دفاع په اړه هم خبرې وشي.
اوکرایین د ناټو غړی نه دی، خو له روسیې سره د جګړې له پای ته رسېدو وروسته یې د ژر تر ژره د منلو غوښتنه کړې ده.
د ناټو تلونکي سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، دا "حتمي" ده چې بالاخره به اوکرایین د ناټو غړی شي، خو د جګړې تر پای ته رسېدو وروسته.
روسیه په کلکه په ناټو تړون کې د اوکرایین له شاملېدو سره مخالفت کوي او وېره لري چې دا به د ناټو تړون ځواکونه د دوی خاورې ته لا نور ورنژدې کړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د سه شنبې په ورځ د اوکرایین د غوښتنې په تړاو غونډه کوي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش د لویدیځو چارواکو سره یو ځای پر اوکرایین د روسیې توغندویز بریدونه غندلي دي.
د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پسکوف بي بي سي ته ویلي، کریملین به د ناټو غونډه له "نژدې" وڅاري.
ښاغلي پیسکوف زیاتوي "دا یو داسې اتحاد دی چې په پرله پسې او ښکاره توګه یې اعلان کړی، چې موخه یې د جګړې په ډګر کې روسیې ته د ستراتیژیکې ماتې ورکول دي."
د ناټو سرمشریزه او د بایډن برخلیک
دا اوونۍ د جو بایډن لپاره برخلیک ټاکونکې ده. له پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تر مناظرې دولس ورځې وروسته، ولسمشر بایډن د خپلې سیاسي بقا لپاره تر پراخ کورني او نړیوال فشار لاندې ټاکنیزې هلې ځلې کوي.
په روانه اوونۍ کې په واشنګټن کې د ناټو سرمشریزه ښايي د هغه لپاره لږترلږه د لنډمهاله بیا رغونې لپاره یوه لاره وي.
په تېرو څو ورځو کې، ښاغلي بایډن د خپلو منتقدینو پر وړاندې غبرګونونه ښوولي دي. نوموړي د هغو کسان پر وړاندې چې د ګوښه کولو هڅه یې کوي، هغوی ننګولي او وايي غواړي مخکې ولاړ شي.
هغه په وار وار ژمنه کړې چې خپل کمپاین به پر مخ وړي او د دویم کس ته د مشري سپارلو او لاس وهلو وخت پای ته رسېدلی دی. دا فشار به د ناټو په سرمشریزه کې هم موجود وي.
ښاغلی بایډن به د ناټو تړون مشرانو د درېیو ورځو غونډو او عامه پېښو کوربه توب وکړي. دا غونډه به د پنجشنبې په ماسپښین په یوې ګډې خبري غونډې پای ته ورسېږي.