بېټکوین څه شی دی؟ د ډیجیټلي پیسو مهم اصطلاحات او معنی یې

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES: WE ARE
وروسته له هغه چې بېټکوین سږکال د مارچ په پنځمه د لنډه وخت لپاره تر ټولو لوړه بیې ته ورسید یو ځل بیا د ډیجیټل اسعارو موضوع ته اړین پام ور واوښت.
خو ډیجیټلي اسعارو پورې تړلي اصطلاحات لکه بلاکچین (blockchains)، والېټ یا بټوه (wallets) او نوې راوتلې اصطلاح يي ټي ايف سي Exchange-traded funds) (ETFs)) چې ډېر کسان ورسره بلد نه دي.
خو اندیښنه مه کوئ.
که تاسو دا اصطلاحات د لومړي ځل لپاره اورئ، یا مو له یاده وتلي او بیا دریادولو ته اړتیا لرئ نو د ځینو معنی ګانې یې لاندې لوستلی شئ.
بېټکوین (Bitcoin)
پداسې حال کې چې ډیری کسان ممکن د ډیجټیلي اسعارو په راز خبر نه وي خو لږ تر لږه ډېرو به یې عمومي نوم یعنی بېټ کوین اوریدلی وي.
اوس دا بېټ کوین څه دی؟
بېټ کوین اصلا یو رمز یا پټ نوم دی چې د ډیجیټلي اسعارو یو ډول ورته ویلی شو د سنتي اسعارو لکه ډالر یا افغانیو خلاف بېټ کوین د متمرکزو مالي مرکزونو او بنسټونو لخوا نه کنترولیږي.
همدا ځانګړنه یې د دې لامل شوې چې بېټ کوین د هغو کسانو تر منځ لا زیات مینه وال پیدا کړي چې په مالي ازادۍ باور لري خو همدا ځانګړنه یې د ټیکاو نه لرلو لامل هم کېږي.
د ۲۰۲۴ کال په فبروري کې یې د بېټ کوین نرخ خورا ګړندۍ وده وکړه او دا د هغو کسانو لپاره ښه خبر دی چې بېټ کوین لري یعنی له مخکې یې پېرلي وو.
خو له دې مخکې بیه یې سخته را لوېدلې وه. دا هغه څه دي، چې د دې ډیجټیلي اسعارو له رامنځ ته کېدو راهیسې څو ځلې تکرار شوي دي.
بلاک زنځیر یا blockchains

د عکس سرچینه، Getty Images
ټول ډیجیټلي اسعارو د بلاک زنځیر یا blockchains ټیکنالوژۍ په مټ رامنځته شوي دي.
د ماهیت له مخې دا لکه کاغذ داسې دی چې د جدول په بڼه چمتو شوی او د ډیجیټلي اسعارو پېر او پلور په کې ثبت کېږي.
دا لکه د بلاکونو زنځیر په شان یو بل پسې تړل شوي یا نښلول شوي دي، چې نوم یې هم له همدې ځایه څخه اخیستل شوی دی.
دلته د ډیجیټلی اسعارو هر معامله په جلاتوګه د لویو شبکو په مټ کله چې د کمپیوټر د پروګرامونو په کارولو سره یادې معاملې مشخصې شي د همدې بلاکونو په زنځیرونو باندې ثبتیږي.
هغه څه چې د بېټ کوین شبکه دې چارې ته هڅوي هغه دا دي چې کله د اسعارو لېږد را لېږد یا پېر او پلور ترسره کېږي هغه څوک یې چې تر ټولو لومړی تائید کړي هغه بېت کوین ترلاسه کوي.
د احتمالي ګټې لرونکې دا بهیر چې د کان کیندنې په نوم هم یادیږي یو څه جنجالي هم دی ځکه په لنډ وخت کې بلاک زنځیرونو رامنځ ته کول یو څه زیاته کمپیوټري انرژي غواړي.
اوس راځئ چې وګورو چې "نیموالی" څه معنی لري.
تر ټولو لوړه کچه بېټ کوین چې کیدای شي استخراج یا را بهر کړلی شي ۲۱ میلیوني عدد دی چې ډیری یې دا مهال په گردش کې دي.
خو په هرو څلورو کلونو کې هغو کسانو چې په بریالي توګه د ډیجیټلي اسعارو بلاکونه جوړ کړي د بېټ کوین شمېرې یې نیمیږي.
راتلونکی نیمايي کیدل به یې ګمان کېږي چې د ۲۰۲۴ کال په پسرلي کې وشي.
د سوداګرۍ یا تبادلې وړ صندوقونه Exchange-traded funds (ETFs)
د تبادلې سوداګریز صندوقونه یو ډول مشترک یا ګډ صندوقونه دي چې پانګه اچوونکو ته اجازه ورکوي چې د څو دارایوو یا شتمنیو په ارزښت باندې شرط وتړي پرته له دې چې اړتیا وي خپله هغه وپيري.
دا صندوقونه لکه د بازار اسهام یا ونډې پیرل کېږي او پلورل کېږي. او ارزښت یې هم په عملکرد او خپله صندوقونو پورې تړاو لري.
دا صندوقونه د بېلګې په ډول کولی شي د سرو او سپین زرو د خښتو وي یا هم د ټکنالوژي او بیمې شرکت ګډه سرمایه وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ډیجیټلي اسعارو تبادله یا صرافي
د ډیجیټلی اسعارو تبادله یا صرافي داسې یو ځای دی چې پانګه اچوونکي کولی شي ډیجیټلي اسعار واخلي، وپیري او تبادله یې کړي.
لکه سنتي اسعار ډالر، افغانۍ او روپۍ چې په دودیزو صرافیو کې تبادله کېږي او معاملې یې پر سر کېږي دلته هم ډیجیټلي اسعارو پر سر معامله کېږي.
ډیجیټل والېټ یا بټوه (wallets)
ډیجیټل والټ هغه ځای دی چیرې چې پانګه اچوونکي خپل ډیجیټلي اسعار ساتي. لکه څنګه چې موږ په دودیز بټوه کې نغدې پیسې ساتو. یادهبټوه هم مجازي شتمنۍ لري.
ډیجیټل بټوه کې بیا دوه ډوله بټوې وي.
ګرم بټوه او سړه بټوه.
ګرمې بټوې له انټرنیټ سره تړلې وي. د بېټ کوین د چټک لېږد رالېږد لپاره ورته لاسرسی اسانه وي.
سړې بټوې فزیکي وسایل دي لکه ځانګړي یو اس بي USB ډرایوونه، چې د انټرنیټ څخه لرې د ډیجیټل اسعارو لپاره جوړې شوې او د اوږدې مودې او خوندي ډول باندې ډیجیټلي اسعار په کې زیرمه وي او ساتل کېږي.
ایتیریوم Ethereum
د ډیجیټلي اسعارو په لړ کې له بېټ کوین نه وروسته ایتیریوم دویم ځای لري. نښه یې هم د ایتر توکن دی. بلاک زنځیرونه یې بنسټ جوړ وي. دا بلاکونه د ډیجیټلي شتمنۍ ملاتړي دي.
د کار ډول یې هم لکه بېټ کوین داسې دی خو په ۲۰۲۲ کال کې زرغون سیستم ته دننه شو چې لږې زیرمې او انرژي کاروي.











