حسن کاظمي قمي: 'سږ کال د هلمند په سیند کې د ایران د حقابې مسلې ته حل راوباسو'

    • Author, سید ولي
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي له یوه ایراني ټلویزیون سره په تازه مرکه کې ویلي، د هلمند په سیند کې د ایران د حقابې مسله یې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د تعامل له لومړیتوبونو څخه ده.

هغه زیاته کړې، پلان لري چې سږ کال دغې مسلې ته یوه حللار را وباسي.

ښاغلي کاظمي قمي په دغه مرکه کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په اډانه کې د پرځېدلي جمهوریت مهال متخصصان د ستونزو او د هلمند سیند تړون د نه پلي کېدو لامل ګڼلي دي:

"موږ په ځلونو طالبانو ته ویلي، د جهموریت مهال هغه متخصصان چې لا هم برحاله دي، ستاسو د اعلانېدونکو سیاستونو خلاف عمل کوي، نو ځکه هغه پایله نه تر لاسه کېږي چې تمه یې کېږي. باید ډاګیزه یې ووایم؛ دغه متخصصان د جمهوریت مهال له هغو چارواکو سره اړیکه لري چې له بهرنیانو سره تړلي دي."

هڅه مو وکړه د ښاغلي کاظمي قمي د تازه څرګندونو په اړه په افغانستان کې د طالبانو د حکومت غبرګون ولرو، خو هغوی له موږ سره په دې تړاو هغه ټویټ د خپل دریځ په توګه شریک کړ چې د تېرکال په جنورۍ کې د ښاغلي قومي او د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي تر لیدنې وروسته خپور شوی دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو د وزارت په دغه ټویټ کې ویل شوي، حکومت یې د ۱۳۵۱ کال د تړون له مخې د ایران د اوبو حق ته ژمن دی، خو دا چې د ورښتونو د کموالي او وچکالۍ له امله اوبه کمې شوي؛ دا یو واقعي عذر دی، نو هیله من دي چې د ورښتونو په زیاتېدو سره به دا ستونزه هواره شي.

د هلمند د سیند په اوبو کې د ایران د حقابې مسله له ډېر وخت را هیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ مهمه جنجالي مسله ده چې دواړه لوري یې مسوولیت یو پر بل ور اچوي.

ایران تل وايي، افغانستان یې په بشپړ ډول حقابه نه ور کوي، خو افغان لوری بیا وايي، ایران تل له خپل حق څخه زیاتې اوبه تر لاسه کړي او هڅه کوي لا نورې اوبه تر لاسه کړي.