د ايران ځانګړی استازی: هيله لرو په افغانستان کې يو ځواکمن حکومت جوړ شي

د افغانستان لپاره د ايران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي پلازمېنې کابل ته له رسېدو وروسته ويلي چې د "ګډ کار لپاره ښه چانسونه شته، هيله لرو افغانستان کې چې اوس د خپلو خلکو په لاس کې دی يو داسې ځواکمن حکومت جوړ شي چې د ټولو په خوښه وي".

ښاغلي قمي په کابل هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل، د دې لپاره افغانستان ته راغلی، چې ''څنګه کېدای شي د ایران، افغانستان او سیمې په کچه رغنده همکاري رامنځته شي. ''

نوموړی وايي، ''امنیت او اقتصادي همکاري او اړیکي ''هغه موضوعات دي، چې دی به یې په هکله خبرې وکړی.

له دې مخکې کابل کې د ایران سفارت په یوه پیغام کې ویل شوي، ښاغلی کاظمي به کابل کې د ''طالبانو له لوړ پوړو چارواکو '' سره وویني.

''سمیه ییز مسائل، کډوالي، بشردوستانه مرستې او د یوه ټولګډونه حکومت رامنځته کېدل '' هغه موضوعات بلل شوي چې د ایران سفارت په وینا ښاغلی کاظمي به له طالبانو سره پرې وغږیږي.

له دې مخکې د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي و، ''د ګاونډیو هېوادونو تر منځ دغه ډول تګ راتګ و او دوام به وکړي. ''

د یادونې ده، چې د اکتوبر وروستیو کې د ایران په کوربتوب په مجازي بڼه د افغانستان ګاونډیانو غونډې ته طالبانو نه وو بلل شوي، خو طالبانو د افغانستان په هکله دا غونډه مهمه بللې وه.

له هغې غونډې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل، ''ایران په افغانستان کې له ټولو اړخونو سره تماس کې دی. ''

نوموړي په تهران کې له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره ګډې خبري غونډې ته وینا کې وویل، د افغانستان چارې په دقت څاري، بشري مرستو ته دوام ورکوي او دا هغه څه دي چې د ده په وینا د کډوالۍ مخه نیسي.

همدا تېره اونۍ د کډوالو لپاره د ناروې کومېټې (این ار سي) مسوولینو وویل، هره ورځ له څلورو تر پنځو زرو افغانان د خپل سر خوندي کولو لپاره له افغانستانه ایران ته تښتي.

یاده کومېټه اټکل کوي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته تر اوسه یوازې ایران ته د رسېدلو افغان کډوالو شمېر درې سوه زره کسانو ته رسېږي، چې په وینا یې د ژمي له رانژدې کېدو سره به دې شمېر کې لکونه نور کسان هم زیات شي.

د دې کومېټې مشر جان ایګیلانډ ایران ته د یوه سفر ترڅ کې وویل، دوی په ایران کې له افغان کډواولو سره مرسته کوي، خو ایران په یوازې سر د دومره ډېرو کډوالو پالنه نه شي کولای.