تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو پلاوي له چینايي چارواکو سره قطر کې لیدلي؛ ایران کې د افغانستان ګاونډيان سبا غونډه کوي
داسې حال کې چې سبا چهارشنبه د ایران پلازمېنه تهران کې د چین او روسیې په ګډون د افغانستان ګاونډیو هېوادونو غونډه د طالبانو له ګډون پرته پیلېږي، د طالبانو حکومت چارواکو د قطر پلازمېنه دوحه کې د چین بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، نن سهار د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د چین بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي او 'د افغانستان پر سیاسي او سوداګریزه راکړه ورکړه ' یې ورسره خبرې کړي دي.
ښاغلی مجاهد وايي، په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې درې ګونې کمېټې به جوړیږي چې په وینا یې ''یوه به یې سیاسي او دیپلوماتیک موضوعات تعقیبوي، بله به د افغانستان او چین همکاریو او تفاهماتو رامنځته کولو لپاره کار کوي او دریېمه هغه به په ځانګړې توګه د اقتصادي مسایلو او په افغانستان کې د چینايی پروژو عملي کېدو او د استخراجاتو برخه کې د چین همکاریو په تړاو فعالیت کوي. ''
له دې مخکې په قطر کې د طالبانو دفتر ویاند محمد نعیم په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال ملا برادر اخوند د چین بهرنیو چارو له وزیر وانګ یې سره دوحه کې لیدلي دي.
ښاغلي نعیم په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د دوی پلاوی له چینايي چارواکو سره په لیدنه کې د اقتصادي، پانګونې او نورو موضوعاتو په هکله غږېدلی دی.
بل لور د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده وايي، سبا به تهران کې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه پیل شي، چې روسیه او چین به هم پکې له انلاین لارې ګډون ولري.
د ښاغلي خطیب زاده په وینا د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي به د دې غونډې پرانیستنه وکړي.
د ایران بهرنیو چارو وزرات ویاند وايي، د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او پاکستان بهرنیو چارو وزیران به غونډه کې حضور ولري او د چین او روسیې بهرنیو چارو وزیران به له انلاین لارې دې غونډه کې ګډون وکړي.
له دې مخکې طالبانو له بي بي سي سره خبرو کې تایید کړه، چې دوی د افغانستان ګاونډیانو په دې غونډې ته نه دي بلل شوي، خو په وینا یې دا غونډه د افغانستان لپاره ګټوره ده.
ښاغلی خطیب زاده زیاتوي:
''سبا به د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي هم دې غونډې ته پیغام واستوي. ''
ایران کې د افغانستان په هکله غونډه 'د افغانستان په هکله د مسکو مشورتي فارمټ ' غونډې له تر سره کېدو یوه اونۍ وروسته کېږي.
د مسکو په غونډه کې د طالبانو، روسیې، چین، پاکستان، هند او ایران په ګډون د لسو هېوادونو استازو ګډون کړی و.
له دې مخکې کابل کې د ایران سفارت له لوري په یوه ټویټر پیغام کې وویل شول، د ایران په کوربتوب دې غونډه کې مهمه موضوع د افغانستان راتلونکي په هکله د بحثونو پر دوام غور کول دي.