تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایراني سرچینې: طالبان او ایراني چارواکي به د هلمند په اوبو کې د ایران د حق په تړاو مذاکرات وکړي
رپوټونه وايي، ايران ته د طالبانو تللي لوړ پوړي پلاوي او ایراني چارواکو ترمنځ هوکړه شوې چې د هلمند په اوبو کې د ایران د حق آبه په تړاو خبرو ته سره کېنې او دې مسئلې ته د حل يو لار وباسي.
د ايران د فارس خبري آژانس په وينا د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر سره په يوه ناسته کې طالب پلاوي ایراني لوري ته ډاډ ورکړی چې حکومت يې د ديارلس سوه او يو پنځوسم لمريز کال تړون په ګډون، د ایران د حق ابې په اړه ټولو نړیوالو تړونونو ته ژمن دى.
طالب چارواکو د بهرنيو چارو د چارسمبالي وزير امير خان متقي په مشرۍ ايران ته د تللي دغه پلاوي د خبرو پايلو ته خوشبين دي او هيله څرګندوي چې د دوى د رسميت پېژندنې په برخه کې اغېزناک ثابت شي.
خو د ایران د ولسمشر په ګډون ایراني لوړ پوړو چارواکو په تېر کې ټېنګار کړی چې طالبان باید ټول ګډونی حکومت رامنځته کړي.
د طالبانو د بهرنيو چارو چارسمبالی وزير ملا امير خان متقي چې په رسمي سفر ايران ته تللي وايي د دغه هېواد له چارواکو سره يې د سوداګرۍ، نفتي موادو، ټرانزيټ او امنيتي برخه کې خبرې کړې دي.
د طالبانو په دغه پلاوي کې د ملا امير خان متقي سربېره د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنيف، د سوداګرۍ او صنايعو چارسمبالي وزير نورالدين عزيزي او يو شمېر نور طالب چارواکي هم شامل دي.
ښاغلی متقي وايي، د دغه هېواد د بهرنيو چارو د وزير حسين امير عبداللهيان او د افغانستان لپاره ايران د ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي تر څنګ يې له يو شمېرو نورو ايراني چارواکو سره کتلي دي.
دی وايي "زموږ کوښښ دا دی چې له ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکي ولرو او غواړو افغانستان داسې متوازن سياست ولري چې له چا سره په ټکر کې رانشي او کړنې يې د چا په ضد تعبير نشي".
نوموړي هیله وښووده، چې دا سفر به ښې پایلې ولري. ښاغلي متقي زیاته کړه: ''زموږ هڅه دا ده، چې د سیمې او په ځانګړې توګه له ګاونډیو سره ښه اړیکي ولرو. افغانستان د سویلي او مرکزي اسیا تر منځ د اتصال ذریعه شي، دغه راز ایران هم کولای شي تاجکستان، ازبکستان او نورو هېوادونو ته د (سوداګرۍ لپاره) د افغانستان له (له لارې) ګټه واخلي. ''
که څه هم هغه د هلمند سیند اوبو کې د ایران د حق او په دې هکله د ایران او افغانستان تر منځ شته ستونزو په هکله څه و نه ویل، خو د ایران دولتي خبري اژانس فارس په رپوټ کې ویل شوي، دې غونډه کې وپتیل شوه، نژدې راتلونکي کې به د طالبانو اړوند چارواکي له ایراني چارواکو سره وګوري.
د فارس په وینا په دې تړاو به ټولې مسئلې حل شي.
فارس لیکي، د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د ایراني دیپلوماتانو وژل کېدو موضوع ته په اشارې سره د دیپلوماتیک مرکزونو امنیت د طالبانو حکومت مسوولیت وباله.
د یادونې ده، هغه دیپلوماتان په مزار شریف کې وژل شوي وو، چې هغه مهال یې د دواړو هېوادونو تر منځ ترینګلتیا رامنځته کړې وه.
ایران هم تر اوسه د نورو ګاونډیو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
ایران حکومت په تېر کې پر طالبانو غږ کړی، چې ټولګډونه حکومت رامنځته کړي.
د ایراني رسنیو خبري پوښښ
ايران ته د طالبانو د پلاوي دا سفر، د دغه هېواد په رسنيو کې هم پراخ خبري پوښښ موندلى.
دا چې دغه هېواد کې د طالبو دې سفر ته په کومه سترګه کتل کېږي، زموږ همکار سميع الله موسى زي ايراني رسنيو کې خپرو شويو شننو او مطالبو ته لنډه کتنه کړې.
ایراني دانشجو ورځپاڼې لیکلي، که ایران او طالبان سره جوړ شي نو دا چاره به په افغانستان کې د ایران موقعیت پياوړی کړی.
خو دا ورځپاڼه لیکي دا چې امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو د طالبانو حکومت په رسمیت و نه پيژاند، نو اوس طالبانو په سیمه کې د امریکا رقیبانو ته مخه کړې ده.
دا ورځپاڼه زیاتوي دا سفر د مشروعیت تر لاسه کولو لپاره یوه هڅه ده.
تجارت نیوز ورځپاڼې بیا لیکلي د افغانستان کانونه ښايي د ایران لپاره د ښې اقتصادي ګټې یوه سرچینه وي.
دې ورځپاڼې د کانونو کمېسیون د یوه چارواکي له قوله لیکلي که ایران وکولی شي د ا فغانستان په لویدیځ کې کانونه استخراج کړي، نو ایران به ډېره ګټه تر لاسه کړي.
تجارت نیوز زیاتوي د طالبانو د پلاوي له سفر سره مهاله افغانستان ته د ایراني کان کېندونکو د سفر ګنګوسې ډېرې شوې دي.
افتاد یزد ورځپاڼې بیا د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو مسلې په اړه لیکلي چې ایران په اسلام آباد کې د اسلامي همکاریو سازمانو هغې هوکړې ته ځان ژمن بولي چې وايي، د دې سازمان غړي هېوادونه به په دې برخه کې همغږۍ پرېکړه وکړي.
خو د یوه کارپوه له قوله یې ویلي چین ، روسیه اود ایران په ګډون ورته نږدې هېوادونه د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلو ته ځان چمتو کوي.
ایران ورځپاڼې د ایراني ولسمشر هغې خبرې ته په اشارې سره چې ویلي یې وو طالبان باید ټولګډونه حکومت جوړ کړي، ویلي دا مسئله د ایران لپاره ستراتیژيک ارزښت لري، خو په ورته مهال ایران هڅه کوي د طالبانو له حکومت سره اقتصادي اړیکي پیاوړې کړي.
د دې ورځپاڼې په نظر د ایران او افغان همکاري کولی شي افغانستان کې د افراطیت مخه ونیسي.