تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا پر طالبانو د ویزو نور محدودیتونه اعلان کړل؛ طالبان وايي بندیزونه د اړیکو پرمختګ خرابوي
امریکا له زدکړو او په نا دولتي موسسو کې له کار د افغان ښځو او نجونو د راګرځولو غبرګون کې د طالبانو پر "ځینو مشخصو اوسنیو او پخوانیو غړو" د ویزو نور محدویتونه اعلان کړي دي.
د امریکا بهرنیو چاور وزارت ویلي دغو محدودیتونو کې پر طالبانو سربېره د غیر دولتي وسله والو ډلو غړي او نور هغه کسان هم شامل دي چې فکر کېږي د "محدودوونکو سیاستونو له لارې د افغان نجونو او ښځو د ځپلو مسوول او یا پکې ښکېل دي."
دغه وزارت یوه اعلامیه کې ویلي "ښايي د دغو اشخاصو د کورنیو نږدې غړي هم د ویزو په دغو محدویتونو کې هدف وګرځول شي."
په اعلامیه کې د چا نوم نه دی اخیستل شوی او دا هم نه ده روښانه شوې، چې له غیر حکومتي وسله الو او نورو اشخاصو یې هدف څوک دي.
د امریکا دغې پرېکړې ته د طالبان بهرنیو چارو وزارت په غبرګون کې ویلي چې د امریکا دا ډول کړنې د اړیکو پرمختګ مخ کې خنډ جوړوي.
د بهرنیو چارو وزارت په وینا پاڼه کې راغلي " د یوه مسئوول حکومت" په توګه د خپلو خلکو ټولو حقونو ته ژمن دي او له ټولو ستونزو او بندیزونو سره سره یې " ډېر کارونه" کړي دي.
طالبانو له امریکا غوښتي چې د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي او دوی هم چمتو دي چې د اختلافي مسایلو په اړه ورسره بحث وکړي.
د امریکا په اعلامیه کې په ځانګړې توګه د ښځو پر کار او زدکړو د طالبانو د بندیزونو یادونه شوې او ویل شوي چې دغو بندیزونو ټولنه او اقتصاد کې د ښځو او نجونو د ګډون وړتیا محدوده کړې.
په اعلامیه کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له خولې ویل شوي چې ګواکې "طالبانو د دې پرېکړو له لارې یو ځل بیا د افغان ولس د هوساینې په اړه بې غوري ښودلې ده."
هغه زیاته کړې چې "د طالبانو کړنو تر دې دمه له یو میلیون زیاتې د ښوونځي نجونې او پېغلوټې له ټولګیو بې برخې کړې، ډېرې ښځې له پوهنتونو پاتې او بې شمېره افغان مېرمنې له کاري ځواک بهر دي."
د ښاغلي بلېنکن اعلامیه کې دا اندېښنه هم ښودل شوې چې دا شمېر به د وخت تېرېدو سره لوړ شي او پایله کې به یې افغانستان کې وار له مخه ناوړه بشري وضعیت لا نور ترینګلی شي.
ښاغلي بلېنکن ویلي "طالبان تر هغې د نړیوالې ټولنې د درناوي او ملاتړ تمه نشي لرلی چې پخپله یې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو ته درناوی نه وي کړی."
هغه زیاته کړې چې د نړۍ لروبر له خپلو متحدانو سره پر دې کار کوي چې طالبانو ته واضح او روښانه کړي چې کړنې یې په ګرانه بیه پرېوځي او نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د ښه کېدو لار پرې تړي.
طالبان وايي نړۍ سره ښې او پر متقابل درناوي ولاړې اړېکې غواړي، خو نور باید د دوی په وینا د افغانستان کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.
دوی د ښځو د زدکړو او کار په اړه وايي چې د شریعت رڼا کې ورته د یوې حل لارې په موندلو کار کوي.
د طالبانو د کابینې ګڼ غړي د پخوانیو بندیزونو له امله بهر ته سفر نه شي کولای. ټاکل شوې وه څو میاشتې وړاندې له ملګرو امنیت شورا د طالب مشرانو د سفر پر بندیزونو کومې پرېکړې ته ورسېږي، خو داسې ښکاري چې پایلې ته نه دي رسیدلي.