امریکا پر طالبانو د ویزو نور محدودیتونه اعلان کړل؛ طالبان وايي بندیزونه د اړیکو پرمختګ خرابوي

بلېنکن

د عکس سرچینه، Getty Images

امریکا له زدکړو او په نا دولتي موسسو کې له کار د افغان ښځو او نجونو د راګرځولو غبرګون کې د طالبانو پر "ځینو مشخصو اوسنیو او پخوانیو غړو" د ویزو نور محدویتونه اعلان کړي دي.

د امریکا بهرنیو چاور وزارت ویلي دغو محدودیتونو کې پر طالبانو سربېره د غیر دولتي وسله والو ډلو غړي او نور هغه کسان هم شامل دي چې فکر کېږي د "محدودوونکو سیاستونو له لارې د افغان نجونو او ښځو د ځپلو مسوول او یا پکې ښکېل دي."

دغه وزارت یوه اعلامیه کې ویلي "ښايي د دغو اشخاصو د کورنیو نږدې غړي هم د ویزو په دغو محدویتونو کې هدف وګرځول شي."

په اعلامیه کې د چا نوم نه دی اخیستل شوی او دا هم نه ده روښانه شوې،‌ چې له غیر حکومتي وسله الو او نورو اشخاصو یې هدف څوک دي.

د امریکا دغې پرېکړې ته د طالبان بهرنیو چارو وزارت په غبرګون کې ویلي چې د امریکا دا ډول کړنې د اړیکو پرمختګ مخ کې خنډ جوړوي.

د بهرنیو چارو وزارت په وینا پاڼه کې راغلي " د یوه مسئوول حکومت" په توګه د خپلو خلکو ټولو حقونو ته ژمن دي او له ټولو ستونزو او بندیزونو سره سره یې " ډېر کارونه" کړي دي.

طالبانو له امریکا غوښتي چې د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي او دوی هم چمتو دي چې د اختلافي مسایلو په اړه ورسره بحث وکړي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د امریکا په اعلامیه کې په ځانګړې توګه د ښځو پر کار او زدکړو د طالبانو د بندیزونو یادونه شوې او ویل شوي چې دغو بندیزونو ټولنه او اقتصاد کې د ښځو او نجونو د ګډون وړتیا محدوده کړې.

په اعلامیه کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له خولې ویل شوي چې ګواکې "طالبانو د دې پرېکړو له لارې یو ځل بیا د افغان ولس د هوساینې په اړه بې غوري ښودلې ده."

هغه زیاته کړې چې "د طالبانو کړنو تر دې دمه له یو میلیون زیاتې د ښوونځي نجونې او پېغلوټې له ټولګیو بې برخې کړې، ډېرې ښځې له پوهنتونو پاتې او بې شمېره افغان مېرمنې له کاري ځواک بهر دي."

د ښاغلي بلېنکن اعلامیه کې دا اندېښنه هم ښودل شوې چې دا شمېر به د وخت تېرېدو سره لوړ شي او پایله کې به یې افغانستان کې وار له مخه ناوړه بشري وضعیت لا نور ترینګلی شي.

Kabul

ښاغلي بلېنکن ویلي "طالبان تر هغې د نړیوالې ټولنې د درناوي او ملاتړ تمه نشي لرلی چې پخپله یې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو ته درناوی نه وي کړی."

هغه زیاته کړې چې د نړۍ لروبر له خپلو متحدانو سره پر دې کار کوي‌ چې طالبانو ته واضح او روښانه کړي چې کړنې یې په ګرانه بیه پرېوځي او نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د ښه کېدو لار پرې تړي.

طالبان وايي نړۍ سره ښې او پر متقابل درناوي ولاړې اړېکې غواړي،‌ خو نور باید د دوی په وینا د افغانستان کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.

دوی د ښځو د زدکړو او کار په اړه وايي چې د شریعت رڼا کې ورته د یوې حل لارې په موندلو کار کوي.‌

د طالبانو د کابینې ګڼ غړي د پخوانیو بندیزونو له امله بهر ته سفر نه شي‌ کولای.‌ ټاکل شوې وه څو میاشتې وړاندې له ملګرو امنیت شورا د طالب مشرانو د سفر پر بندیزونو کومې پرېکړې ته ورسېږي،‌ خو داسې ښکاري چې پایلې ته نه دي‌ رسیدلي.‌