تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
توماس وېسټ له پاکستاني چارواکو سره د طالبانو دفرمانونو پر اغېز غږېدلی
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، توماس وېسټ، د خپلو تازه رسمي سفرونو په لړ کې له وړمې ورځې راهیسې په پاکستان کې و.
هغه پرون ناوخته پر ټویټر وليکل چې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال سید عاصم منیر او د پاکستان د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر اسد مجید خان سره پر ترهګرۍ او امنیتي حالت غږېدلی.
هغه ليکلي چې له دغو چارواکو سره یې د نړیوالې همغږۍ پر اړتیا او حیاتي مرستو او تعلیم ته د مېلیونونو افغانانو د لاسرسي په اړه د طالبانو د فرمانونو پر خطرناکو اغیزونو هم غږېدلی.
هغه ليکلي چې د ملګرو ملتونو او نورو تطبيقوونکو د مهم کار د خوندي کولو لپاره يې د ملاتړ غوښتنه هم کړې.
د امریکا ځانګړي استازي دا هم ليکلي چې په پاکستان کې د مېشتو افغان مېرمنو له استازو سره یې هم خبرې کړې او زیاته کړې يې ده چې په افغانستان کې د ښځو په مشرۍ کورنۍ ځورېږي او نړیواله ټولنه يې باید اړتیاوو ته لومړيتوب ورکړي.
د ښاغلي وېسټ په وینا افغان ښځې او نجونې چې په کور کېنول شوې له سخت روحي او رواني ځور سره مخ دي په داسې حال کې چې له زده کړو او ګرځېدو هم منع شوې.
هغه د مېلیونونو افغانانو او کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو د کتلو هم ویلي.
د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي، محمد صادق، هم پر خپله ټوېټر پاڼه د دغو لیدنو په تړاو ليکلي وو چې هغه د طالبانو له حکومت سره د خبرو د روان ساتلو او د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو په رسولو کې د پاکستان پر ملاتړ ټینګار کړی.
ښاغلي صادق خان په یوه جلا ټویټ کې دا هم ليکلي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له یوه بل پلاوي سره هم په افغانستان کې د افغان کډوالو په حالت غږېدلی. هغه په تېره بیا په تېرو اتلسو میاشتو کې پاکستان ته د ورغلو افغان کډوالو یادونه کړې.
هغه ليکلي چې د افغان کډوالو حالت هلته اندېښمنوونکی دی او په بېلابېلو کچو کې يې باید اړتیاوې پوره شي.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي اسلام آباد ته د اروپايي ټولنې د یو پلاوي او له هغه سره یې د لیدو کتو خبر هم ویلي چې پکې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو پر رسولو هم خبرې شوې.
پاکستان، جرمني او سوېزرلنډ ته د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي توماس وېسټ د سفر له پیل وړاندې د امریکا بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼې کښلي "د طالبانو وروستیو فرمانونو نړیواله ټولنه له غیر عادي ننګونو سره مخ کړې په داسې حال کې چې موږ د افغانانو د ملاتړ او ګټو په لټه کې یو."
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، استازی به یې له خپلو سیمه ییزو او نړیوالو شریکانو سره د طالبانو وروستیو کړنلارو پر وړاندې په یوه ګډ او جامع غبرګون کار وکړي چې د افغان نجونو او مېرمنو حقونو او مرستو ته د لاسرسي لپاره ډله ییزه ژمنتیا تر لاسه کړي.