افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی د افغان ښځو مرستو ته د ډله ییزې ژمنتیا په لټه کې دی

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی د پاکستان، جرمني او سوېزرلنډ په سفر وتلی دی.

یاد وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلی توماس وېسټ پرون "یکشنبه" د جنورۍ په ۲۹مه خپل سفر پیل او د فبرورۍ تر څلورمې نیټې به په یادو هېوادونو کې ناستې او غونډې ولري.

نوموړی به دغو هېوادونو ته د سفر په لړ کې له شریکانو، یو شمېر بشر دوستانه مرستندویه بنسټونو او ځینو افغان فعالانو او مشرانو سره د افغانستان په اړه سلا مشورې وکړي.

ښاغلی وېسټ دمګړۍ پاکستان ته رسېدلی او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي‌ استازي محمد صادق خان سره یې کتلي دي.

محمد صادق خان پر خپل ټویټر لیکلي: "موږ افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په تړاو ژور بحث وکړ. ما د افغانستان له حکومته د پاکستان په ملاتړ او له افغان ولسه په بشري ملاتړ ټینګار وکړ. "

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي "د طالبانو وروستیو فرمانونو نړیواله ټولنه له غیر عادي ننګونو سره مخ کړې په داسې حال کې چې موږ د افغانانو د ملاتړ او ګټو په لټه کې یو."

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، استازی به یې له خپلو سیمه ییزو او نړیوالو شریکانو سره د طالبانو وروستیو کړنلارو پر وړاندې په یوه ګډ او جامع غبرګون کار وکړي چې د افغان نجونو او مېرمنو حقونو او مرستو ته د لاسرسي لپاره ډله ییزه ژمنتیا تر لاسه کړي.

د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي دا سفر له هغه وروسته تر سره کېږي چې په افغانستان واکمنو طالبانو د ښځو د کار او زدکړو پر وړاندې له پخوانیو بندیزونو ور ها خوا روانه اونۍ نور بندیزونه اعلان کړل.

طالبانو د تېرې شنبې په ورځ خصوصي پوهنتونونو ته په لېږلي مکتوب کې له دوی غوښتي چې د کانکور په ازموینه کې د ښځو نوم لیکنه تر "امرثاني" ونکړي، دې ډلې تازه د کندهار د عامې روغتیا او پوهنې ریاستونو ته سپارښتنه کړې چې له ښځینه کارکوونکو سره یې باید د تګ او راتګ پر مهال محرم وي.

دا دوه هغه برخې دي چې تر دې دمه پکې د ښځو دنده په بشپړ ډول نه ده بنده شوې، خو له دې وروسته له محرم سره د تګ امر به ځينو ته په دې برخه کې هم کار لا ډېر ستونزمن کړي.

په همدې مهال د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد په کانکور کې د نجونو نه ګډون په اړه د طالبانو پرېکړه دیکتاتوري او جاهلانه ګڼلې.

هغه د ټوېټونو په یوه لړۍ کې دا هم ویلي "د ښځو د زدکړو ځنډولو ‌پرېکړه د مهمو طالب مشرانو په مشوره نه ده شوې".

په طالبانو د دوی د ځينو پرېکړو او تګلارو پر وړاندې نیوکې او غبرګونونه مخ په ډېرېدو دي او په ښکاره د امریکا د دغه لوړ پوړي چارواکي سفر هم دې حالت ته د مناسب ځواب موندلو په موخه پلان شوی.

طالبانو بیا بیا ویلي چې وضع شوي ډېری محدودیتونه یې د دوی په اصطلاح تر "امر ثاني" پورې دي او په وینا یې د نویو کړنلارو او مناسب چاپېریال پر برابرولو یې کار روان دی.