د موسسو مخکېنۍ کارکوونکې: نارینه ګټيالی نه لرو، د طالبانو "ناعادلانه" پرېکړې اقتصادي ستونزو سره مخ یو

په افغانستان کې د طالبانو له لوري د نادولتي ادارو یا موسسو ځينې پر کور کېنول شوې کارکوونکې وايي، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوې دي. 

دوی د طالبانو حکومت دا پرېکړه "ډېره نا عادلانه" بولي او وايي چې دوی د کورنۍ یوازېنۍ نفقه ګټونکې وې او اوس اقتصادي ستونزو لار ترې ورکه کړې ده.

یوې یې له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، "په موسسو کې ښځينه کارکوونکو باندې د طالبانو بندیز په ما او زما په کورنۍ باندې ډېره بده اقتصادي اغېزه کړې. ځکه چې زه د کور یوازېنۍ سرپرسته یم"

دا زیاتوي، "موږ په کورنۍ کې ټول اته تنه یو. همدا یوازې زما معاش و چې د ګوزاره پرې کېدله، خو اوس راباندې ولاړ دی"

"زه د کور یوازېنۍ ګټیالۍ او اسره یم"

له دغو مېرمنو یې ځينو خپل پلار،‌ مېړه او یا د کور بل سرپرست له لاسه ورکړی او هېڅ نارینه ګټیالی نه لري. 

دا مېرمن هم وايي چې پلار یې مړ او مور یې ناروغه ده او د خپلې کورنۍ یوازېنۍ اسره همدا ده.

بشپړ خبرې یې په لاندې ویډيو کې اورېدلی شئ

ملګري ملتونه: د خپلې هېڅ ښځينه کارمنې پر ځای نارینه نه ګمارو

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې ویلي چې دوی به خپله هېڅ ښځینه کارکوونکې هم له دندو ګوښه نه کړي او له ځانه سره به یې وساتي.

د دې ادارې په خبره، "ټولو ښځينه کارکوونکو ته به خپله میاشتېنۍ تنخوا ورکول کېږي او د هېڅ یوې بست به هم نارینه ته ورنه کړای شي"

ملګرو ملتونو ټينګار کړی چې،‌"زموږ ټولې افغانې کارمنانې د دغه سازمان او د افغانستان خلکو لپاره مهم رول لوبوي"

خو په افغانستان کې د نادولتي ادارو ځينو نورو ښځينه کارکوونکو بي بي سي ته ویلي چې دوی ته ویل شوي، له کوره کار وکړي.

دوی اندېښنه لري چې "داسې هېڅ ژمنه نه ده ورکړل شوې چې که طالبان پر خپلې پرېکړې بیاکتنه ونه کړي نو دوی به بیا هم له کوره کار ته دوام ورکړای شي او معاش به ترلاسه کوي او که نه"

او وايي، "د جنورۍ میاشتې تر ۱۵ نېټې مو تنخاګانې حواله دي خو روښانه نه ده چې له دې وروسته به څه کېږي" 

د یادولو ده چې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت په یوه مکتوب کې له ټولو کورنیو او بهرنیو نادولتي‌ ادارو یا انجوګانې وغوښتل چې خپلې ښځينه کارکوونکې رخصت کړي او د کار اجازه ورنه کړي. 

په مکتوب کې اخطار ورکړل شوی و چې که له دې امره ‌څوک سرغړونه وکړي نو د فعالیت جواز به یې لغوه شي. 

د دې پرېکړې په غبرګون کې بېلا بېلو لویو او وړو مرستندویه سازمانونو په افغانستان کې خپل فعالیت وځنډاوه او ملګرو ملتونو وویل چې په دې اړه د طالبانو حکومت له مشرانو سره خبرې کوي.