سور صلیب: ماینونو تېر یو کال افغانستان کې نږدې ۱۱۰۰ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د عکس سرچینه، Getty Images
د سره صلیب نړیواله کمېټه یا 'ایسيارسي'، چې له څو لسیزو راهیسې افغانستان کې د جګړې له قربانیانو سره مرسته کوي وايي، افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو له منځه وړلو پروګرامونه ډېر بریالي نه وو.
د دې کمیټې په بیان کې راغلي چې که څه هم اوس افغانستان کې جګړه نشته خو د ماینونو او ناچاودو توکو له امله خلکو ته ډېره مرګ ژوبله اوړي.
بیان زیاتوي دې ستونزې د ماشومانو ژوند ته لوی خطر پېښ کړی او د ماین چاودنو ډېر قربانیان هم ماشومان دي .
د سره صلیب کمېټې د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۲ کال د جون له میاشتې د ۲۰۲۳ کال تر جون پورې د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنې له امله ۶۴۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په بیان کې راغلي چې دا شمېر ولسي وګړو ته د ټولې اوښتې مرګژوبلې چې ۱۰۹۲ تنه ښودل شوې، شپیته سلنه ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
سره صلیب ماینونه او ناچاودي توکې د ولسي وګړو ژوند ته یو رښتینی او دوامداره خطر بللی او غوښتنه یې کړې چې د دغه خطر مخنیوي لپاره باید په بیړه هڅې لا پراخې شي.
سور صلیب وايي له کله چې د طالبانو واکمنېدو سره افغانستان کې جګړه تر ډېره پای ته رسېدلې د ماینونو او ناچاودو توکو تلفات هم ډېر شوي دي.
د دې ادارې د ناچاودو توکو له منځه وړلو د یوه کار پوه محمد ناصر حیدري له قوله ویل شوي چې د تلفاتو د ډېرېدو یو لامل دادی چې اوس خلک هغو سیمو ته تلی شي چې د جګړې په کلونو کې نه شوای ورتلی.
نوموړي د ماینونو او ناچاودو توکو د خطر په تړاو بې خبري یوه لویه ننګونه بللې، داسې ننګونه چې د ښاغلي حیدري په وینا سور صلیب یې د نورو همکارو بنسټونو په مرسته د له منځه وړلو هڅه کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
سره صلیب د طالبانو له واکمنیدو وروسته له افغانستان سره د مرستو کمېدو ته هم اشاره کړې او زیاتوي چې د مرستو یوناڅاپي کمي د ماینونو له منځه وړلو هڅې هم په ناڅاپي ډول ټکنۍ کړې دي.
افغانستان هغه هېواد دی چې د نړۍ په کچه تر ټولو ډېر ماینونه او ناچاودي توکې په کې شته او هره میاشت لسګونه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان کې د ملګرو ملتونو دماین پاکولو د دفتر مشر پاول هزلوپ تېره میاشت بيبيسي ته ویلي وو چې د ماینونو او ناچاودو توکو له اړخه د پراخې مرګ ژوبلې یو لامل اقتصادي ستونزې دي.
نوموړي ویلي وو ځینې کسان په تېره ماشومان د مجبورۍ له امله اوسپنې را ټولوي چې ویې پلوري، خو ناچاودې توکي په لاس ورځي او په دې توګه خونړۍ پېښې رامنځته کېږي.











