د یوناما مشره: چین او روسیې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي له ګومارنې سره مخالفت کړی

د عکس سرچینه، un
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي استازولۍ (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا، د دې سازمان امنیت شورا غونډې ته د خبرو پر مهال په دوحه کې د یوې بلې داسې غونډې پر اهمیت ټینګار کړی، چې طالبان هم پکې ګډون وکړي.
د دې غونډې یو مهم هدف د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ګومارنې په تړاو غور او پرېکړه کول و، چې د امنیت شورا په مخکینۍ غونډه کې د ټولو غړو یوه خوله نه کېدو له کبله دا موضوع نیمګړې پاتې شوې وه. په دې غونډه کې هم د یادې موضوع په هکله وروستۍ پرېکړه و نه شوه.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې غونډه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر (یوناما) د ماموریت تمدید او دغه راز په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په هکله هم خبرې وشوې. اغلې اوتونبایوا د دې غونډې پر مهال خبریالانو ته وویل، چین او روسیې د افغانستان چارو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان له لوري د ځانګړي استازي له ګومارلو سره مخالفت کړی او ویلي یې دي یوازې په هغه صورت کې به توافق وکړي، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت یو نوی ځانګړی استازی ومني.
د طالبانو حکومت وايي، په افغانستان کې د (یوناما) شتوالی بسنه کوي او د نوي استازي ګومارنې ته اړتیا نه شته.
روزا اوتونبایوا په ورته مهال خبریالانو ته وویل، د طالبانو مشرتابه یوه برخه د مسائلو حل او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو پراختیا غواړي، خو په وینا یې وروستۍ پرېکړه له یوه بله ځایه د صحنې له شا راځي.
په غونډه کې د امنیت شورا بېلابېلو غړو استازو افغان ښځو او نجونو ته د زدکړو او کار حق ورکولو په هکله خپله دریځ تکرار کړ.
غونډې ته په وینا کې د فرانسې استازي وویل، د افغانستان امنیتي وضعیت اوس هم په داسې حال کې پاتې دی، چې د اندېښنې وړ دی. هغه وايي: ''اجازه نه ورکوو چې افغانستان د نړیوالو ترهګرو په مرکز بدل شي، داعش او القاعده ډلې په افغانستان کې فعالې دي او د سیمې او نړۍ د هېوادونو لپاره یو ګواښ بلل کېږي.''
هغه زیاته کړه: ''د مخدره توکو کرکېله او تولید هم په افغانستان کې شته او دا هم زموږ له اندېښنو یوه ده.''
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په دې غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، په افغانستان کې د ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي کړکېچ پراخوالی په دې مانا دی، چې د امنیت شورا غړي په یوه خوله، د یوه بېړنیز او متحد ګام په توګه د ملګرو ملتونو په راتلونکو غونډو کې د افغانستان د راتلونکي په هکله پرېکړه وکړي، داسې پرېکړه چې د افغانانو ارمانونه ورسره پوره شي.











