په لبنان کې د پېجرونو چاودنو له امله د ۱۲ تنو وژل کېدل؛ حزب الله او ايران پړه پر اسرائيلو اچولې

د عکس سرچینه، EPA
د لبنان په بېلابېلو سیمو کې د حزبالله غورځنګ "سلګونه" غړي د پېجرونو په چاودنو کې ټپي شوي دي. دغه پېښې سې شنبې (۱۷ سپټمبر) رامنځ ته شوې دي.
د لبنان روغتیا وزیر ویلي، لږترلږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۲۷۵۰ نور ټپيان دي. د ځینو ټپيانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
ایرانۍ رسنۍ وايي، بېروت کې د ایران سفیر مجتبی اماني هم ټپي شوی دی.
حزب الله منلې چې په وژل شویو کې دوه د دوی غړي او یوه کوچنۍ نجلۍ ده.
بلخوا د سوریې د بشري حقونو سازمان چې مرکز یې په لندن کې دی وايي، په سوریه کې هم د حزبالله د وسله والو پېجرونه چاودلي دي.
د لبنان بېلابېلو سیمو کې له ځینو روغتونونو د خلکو د هلې ګولې تصویرونه خپاره شوي دي.
اټکل دا کېږي چې ښايي د مرګژوبلې شمېره لوړه شي.
حزب الله ته نژدې یوې امنیتي سرچینې اې اېف پي خبري اژانس ته ویلي، چې د دوی په اند اسرائیل د حزب الله د غړو پر وړاندې د فېجرونو چاودنو کې لاس لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دغو بريدونو په غندلو سره د دې پړه پر اسرائیلو اچولې ده. د دغه وزارت وياند وايي،"په لبنان کې د نن ورځې ترهګریز عملیات د صهیونیستي رژيم او د هغوی د لاسپوڅو له خوا ترسره شوي چې د ټولو اخلاقي او انساني اصولو، نړيوالو حقونو په ځانګړې توګه د نړيوالو بشردوستانه حقونو خلاف دي."
اسرائيلو تر دې مهاله په دې پېښه کې د لاس لرلو په اړه څه نه دي ويلي.

د عکس سرچینه، Reuters
پېجر څه شی دی؟
پیجر د مخابراتي اړیکو وسیله ده چې د راډیويي څپو له لارې لنډلیکلی متن او غږیز پیغام ور استول کېدای شي.
پېجرونه لومړی ځل په ۱۹۵۰مه او ۶۰مه لسیزه کې جوړ او خدمت ته وړاندې شول.
هر پېجر د تېلفون په څېر خپله ځانګړې شمېره لري.
د کیودو خبري اژانس د رپوټ له مخې تر ۱۹۹۶ کال پورې جاپان کې یوازې توکبو شرکت ۱ اعشاریه ۲ میلیون کسانو ته د پېجر په وسیله د لنډلیکلي پیغام یا مسج استولو خدمت وړاندې کاوه او په ټول جاپان کې یې د کاروونکو شمېر ۱۰ میلیونه کسانو ته رسېده.
د یادونې ده چې د ګرځنده تلېفون یا د موبایل خدمتونو له ودې سره نړۍ کې د پېجر کارېدل ورو ورو محدود شول.

د عکس سرچینه، Matt De Thomiere
د لبنان لومړي وزیر نجیب میقاتي سپارښتنه کړې چې ټپيانو ته دې سملاسي رسېدنه وشي.
مخکې رویټرز خبري اژانس لیکلي وو، چې په دغو چاودنو کې تر "زرو ډېر کسان" ټپي شوي او دا چې په ټپیانو کې د روغتیايي کارکوونکو په ګډون ملکي کسان هم شته.
حزبالله ته یوې نږدې امنیتي سرچېنې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د پېجرونو او ارتباطي وسایلو په چاودنو کې اسرائیل لاس لري.
پخپله اسرائیل لا په دې تړاو رسمي تبصره نه ده کړې.
خو د دغه هېواد د کورني امنیت سازمان شینبت لږ مخکې ویلي چې حزب الله د دوی د دفاع وزارت د یوه جګپوړي چارواکي د ترور ناکامه هڅه کړې ده.
د لبنان دولتي خبري اژانس دغه چاودنې بې ساری خصمانه ګام بللی، چې د دوی په وینا د بېروت سویلي څنډه او نورو سیمو کې د "پرمختللې ټېنکنالوژۍ" په کارېدو اخیستل شوی دی.
له دې سره د لبنان روغتیا وزارت له ټولو خلکو چې "پیجر" ارتباطي دستګاوې لري غوښتي، چې په سملاسي ډول یې له ځانه لېرې کړي.

د عکس سرچینه، social media
بېروت کې د ایران د سفیر ښځې د نوموړي د اېکس (پخواني ټویټر) یوه پیغام کې لیکلي، "مېړه مې ډاکتر مجتبی اماني لبنان کې د پېجر د چاودنې له کبله یو څه ټپي شوی، خو الحمدالله وضعیت یې ښه دی او په خېر تېره شوه."
لبنان کې د ایران سفارت هم د اېکس خواله رسنۍ لیکلي چې نوموړی "برسېرن ټپي" شوی دی.
ایران کې سپاه پاسداران ته ځینو نږدې رسنیو لیکلي چې د ښاغلي اماني لاس او مخ ژوبل شوي دي.
بېروت کې ځینو روغتونونو چې ټپیان وروړل شوي، د خلکو د وینې د بسپنې غوښتنه کړې ده.
پر خواله رسنیو بېلابېلو سیمو کې د دغو وسایلو د چاودنو او له دې کبله د اوښتو زیانونو عکسونه خپاره شوي دي.
عیني شاهدان وايي کرۍ ورځ یې امبولانسونه لیدل چې د تګ راتګ په حال کې وو.
دوی زیاته کړې چې ډېر کسان د بېروت سویل کې ټپي شوي چې حزبالله غورځنګ پکې پیاوړی حضور لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
اسرائیلي چارواکو سې شنبه وختي ویلي وو، چې خپل جګړهییز اهداف یې پراخ کړي او اوس هڅه کوي چې حزبالله سره د نښتو له کبله له شمالي سیمو بې ځایه شوي کسان بېرته خپلو مېنو ته ستانه کړي.
د لبنان د حزبالله او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ سرحدي نښتې تېر کال د اکتوبر اوومه غزه کې د جګړې له پیل راهیسې دوام لري.
د لبنان روغتیا وزارت وايي، په دغو نښتو کې تر دې دمه د دوی اړخ ته ۵۸۹ کسان وژل شوي چې ډېر یې د حزبالله غړي دي.
د اسرائیل حکومت بیا خپل اړخ ته د ۲۵ ملکي کسانو او ۲۱ سرتېرو د وژل کېدو پخلی کړی دی.












