افغانستان کې وروستی امریکايي قومندان: د جنرال عبدالرازق د وژنې په اړه زموږ چوپتیا ناسمه وه

د عکس سرچینه، REUTERS
په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو وروستی قومندان وايي، د کندهار د مشهور امنیه قومندان عبدالرازق له وژل کېدو یې داسې تجربه اخیستې، چې په غزه کې د اسرائیلو په جنګ کې ترې کار اخیستل کېدای شي.
د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په ۱۸مه سکاټ مېلر د کندهار ولایت له امنیه قومندان جنرال عبدالرازق سره ګډه غونډه درلوده، چې د طالبانو نفوذي بریدګر پرې ډزې وکړې او په ترڅ کې عبدالرازق او برید کوونکی ووژل شول.
ښاغلی مېلر، چې اوس د امریکا د پوځ متقاعد جنرال دی، له دغې وژنې پنځه کاله وروسته په خپل "لینکډېن" اکونټ کې لیکلي، د هغې ورځې پېښې د افغانستان لپاره بدې پایلې درلودې.
د ده په خبره، جنرال رازق نه یوازې د افغان امنیتي ځواکونو، بلکې په ټول هېواد کې یو "الهام بخښونکی" قوماندان ګرځېدلی و.
ښاغلی مېلر وايي، طالبانو د اطلاعاتو په فضا کې ډېر ښه ګام اخیسته. لومړی یې دا اوازې خپرې کړې، چې ګواکې دوی یو لوړ پوړی امریکايي چارواکی په بریالیتوب سره وژلی او بیا یې له دې هم ورهاخوا ګام کېښود او وویل چې "امریکايي ځواکونو په ځانګړي ډول زه یې د برید د عامل په توګه یاد کړی وم یعنې چې موږ د رازق د وژلو مسؤول یو."

د عکس سرچینه، Social Media
ښاغلي مېلر لیکلي، که څه هم د طالبانو دا ادعا "بې بنسټه" وه، خو ډېر ژر یې په جهادي رسنیو او ټولنیزو شبکو کې پراخ پوښښ ترلاسه کړ، چې په پایله کې یې د امریکايي ځواکونو پر وړاندې د "پراخې غوسې" څپې راپورته شوې او ډېر شمېر یې د غچ اخیستو په پار په مرګ ګواښل شوي وو.
جنرال مېلر ټینګار کوي، چې له رازق سره یې له ډېرو کلونو راهیسې کار کړی او "مثبتې" اړیکې یې ورسره لرلې.
"هرڅوک چې ما له نژدې پېژني، پوهېږي، چې رازق او زه په افغانستان کې د جګړې له پیل راهیسې یو بل پېژنو او مثبتې اړیکې مو درلودې. "
نوموړی وايي، هغه مهال د افواهاتو پر وړاندې چوپتیا هغه هم د دودیز بنسټ له مخې چې "بې ځایه ادعاګانو ته په ځواب ویلو سره وده مه ورکوئ" یوه " تېروتنه" وه، چې په پایله کې یې د نړیوالو ځواکونو پر وړاندې د ګواښونو د ډېرېدو لامل شو.
میلر زیاتوي، د هغه مهال راتلونکو ورځو کې دوه بریدونه وشول چې یو د چک سرتېری او بل د امریکا سرتېری په کې ووژل شول.

د عکس سرچینه، AFP
د متحده ایالاتو پخوانی پوځي قوماندان وايي، هغه درسونه چې د دې پېښې اړوند افواهاتو سره له چلن څخه زده شول هغه د اسرائیلو اوسنۍ جګړه کې او نور جګړو کې ترې کار اخیستلی کېدای شي.
نوموړی وايي، د امکان په صورت کې د حقایقو په خپرولو سره باید د معلوماتو تشه په چټکۍ ډکه شي او د امنیتي دلایلو لپاره د معلوماتو ساتل ډېری وخت برعکس اغېزه لري.
دوهم، دا اعلانات نه دي چې رېښتونې ووسئ د ښو او بدو د ښودلو اراده ولرئ. هر وخت د اعتماد وړ اوسئ.
دریم دا چې نن ورځ د خلکو نظرونه په چټکۍ سره اوړي او جوړېږي، چې کېدای شي دا وژونکي واوسي او بدلون یې ستونزمن وي. نو د باور وړ جوړښت ته اړتیا ده، چې کله کله باید د پېښې له ځایه معلومات به څو دقیقو کې خپاره شي او دا کار سرعت او زړورتیا ته اړتیا لري.
سکاټ مېلر وايي، موږ په منځني ختیځ کې د یوې غمجنې او څو اړخیزې جګړې شاهدان یو چې "د نړۍ نورو سیمو ته د خپرېدو لوړ ظرفیت لري" او په دې برخه کې معلومات مهم دي.











