د جنرال رازق د ژوند وروستۍ شیبې په انځورونو کې

د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق تېره پنجشنبه د اکتوبر په اتلسمه نېټه کندهار کې د ناټو د لوی قومندان سکاټ مېلر سره تر غونډې وروسته ووژل شو. د نوموړي ورور تادین خان د کندهار امنیه قومندان وټاکل شو. د سرحدي پولیسو یوه سرتېري په سیمه کې د بي بي سي خبریال مامون دوراني ته د جنرال رازق د ژوند د وروستیو شېبو څو انځورونه استولي دي.

ر

د عکس سرچینه، سرحدي پولیس

د عکس تشریح، د کندهار د والي دفتر کې د تېرې پنجشنبې په ورځ د کندهار د امنیه قومندان جنرال عبدالرازق، د امنیت رییس جنرال مومن حسېن خېل او د ناټو لوی قومندان سکاټ مېلر تر ناستې وروسته جنرال رازق او جنرال حسېن خېل ووژل شول. انځور کې جنرال رازق او امریکايي قومندان یو ځای روان دي او والي ترې په یو څه واټن کې مخته روان دی.
ر

د عکس سرچینه، سرحدي پولیس

د عکس تشریح، په دغه انځور کې داسې ښکاري چې جنرال رازق امریکايي قومندان ته د څه شي ښودلو هڅه کوي. پر جنرال رازق له دې مخکې تر نږدې شل ځلو بریدونه شوي، خو دی ترې روغ وتلی و. وسلوالو طالبانو د اعلامیې خپرولو سره وویل، چې د دوی نفوذي کس جنرال رازق وژلی دی. د نوموړي تر وژلو وروسته ځینې خلک وايي، چې وسلوالو طالبانو ولې امریکايي قومندان نه واژه.
ر

د عکس سرچینه، سرحدي پولیس

د عکس تشریح، په دغه انځور کې امریکايي قومندان او د کندهار والي له جنرال رازق مخکې دي. دا د نوموړي د په نښه کولو شېبې دي. ویل کېږي نوموړی یو ډز زړه دوه تشي یا څنګ او یوه مرمۍ هم سر ته لګېدلی و. امریکايي چارواکو د جنرال رازق په وژنه خواشیني ښودلې او هغه یې نږدې ملګری بللی دی.
ر

د عکس سرچینه، Abdullah abdullah/facebook

د عکس تشریح، د افغان حکومت اجرایه مشر عبدالله عبدالله وایي، د کندهار د امنیه قومندان جنرال عبدالرازق په وژنه کې ناټو لاس نه لري. نوموړي د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا غونډه کې وویل، خو دا ګنګوسه چې پرېکند ملاتړ دا کار کړی زما په اند د دوښمن ژرندې ته اوبه ور کول دي.