'د جنرال رازق وژلو کې د پاکستان لاس نه و'

د عکس سرچینه، _
پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت پر څرګندونو خبر لیکلی چې د افغانستان هغه ادعا یې بې بنسټه بللې چې ویلي یې ول په کندهار کې د وروستي برید ترشا چې جنرال رازق او جنرال مومن حسېن خېل پکې ووژل شول د پاکستان لاس دی.
د ورځپاڼې په لیکنه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت خبرپاڼه کې لیکل شوي چې پاکستان په کندهار کې د وروستي برید په تړاو بې بنسټه تورونه ردوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د دغې ادعا د تایید لپاره دوی ته کره اسناد او معلومات نه دي ورکړل شوي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي افغانستان باید پر دې مسلې له پاکستاني لوري سره خبرې کړې وای تر دې چې په رسنیو کې یې د پاکستان ملامتول پیل کړل.
د برتانیان ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ په اړه یو مطلب لیکلی. ګارډین لیکلي یوه څېړنه ښيي چې په نړۍ کې د ماشومانو ترمنځ د ګوزڼ له منځه وړلو نړیواله هڅه، د واکسین ترسره کولو د ستونزو د پیدا کېدو له کبله ټکنۍ شوې.
د ورځپاڼې په لیکنه په یوې ۸۰ مخیزې ټولپوښتنې کې ویل شوي چې له تېر کال تر اوسه په افغانستان کې د ګوزڼ د ناروغۍ پېښې تر دوو برابرو هم لوړه شوې، ځکه جګړې ډېرې شوي دي او طالبان او اسلامي دولت نومې ډله داعش د واکسیناسیون مخه نیسي.
هندوستان ټایمز ورځپاڼې لیکلي د اسراییلو فضايي ادارې اعلان کړی چې هند له دوی سره د ۷۷۷ میلیون ډالرو په ارزښت قرارداد کړی چې له ځمکې هوا ته توغندي ترې واخلي.
د هند سمندري ځواکونو ویلي چې دا سیستم به د دوی له جنګي بېړیو د هوايي ضد بریدونو وړتیا لوړه کړي.
سعودي ګازیت ورځپاڼې خبر ورکړی چې فرانسوي چارواکي هڅه کوي د هغو مظنونو فرانسوي مسلمانو جنګیالیو اولادونه چې د سوریې کوردي ځواکونو له خوا ساتل کېږي، فرانسې ته ستانه کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ورځپاڼه لیکي وروسته له دې چې اسلامي دولت نومې ډلې داعش د پوځي فشارونو له کبله پراخې سیمې له لاسه ورکړې، فرانسه لکه نورو اروپايي هېوادونو په دې هڅه کې دی چې له مظنونو جنګیالیو او کورنیو سره یې او همدارنګه له هغو سره چې په بند کې دي او د عراق او سوریې له جګړه ځپلو سیمو غواړي فرانسې ته ستانه شي حل لار ومومي.
ورځپاڼه لیکي چې د ۴۰ میندو په ګډون نژدې ۶۰ ښځې او شاوخوا ۱۵۰ فرانسوي ماشومان په سوریه کې دي. ډېری ماشومان تر شپږو کلونو لږ عمر لري.
ایکونومیک ټایمز ورځپاڼې بیا خبر ورکړی چې پر چهارشنبه اتحاد هوايي کرښه کې یوې مساپرې د الوتنې پر مهال ماشوم وزېږاوه. دغه الوتکه چې ابوظبۍ الوتلې وه او جاکارتا ته تلله، خپله تګلیکه یې بدله کړې او د هند ممبی هوایي ډګر کې کښېناستلې ده. د دې مېرمن لور پیدا شوې.








