د چین فضايي بېړۍ له سپوږمۍ نه نادرې ډبرې راوړې

د ویډیو تشریح، د چین فضايي بېړۍ له سپوږمۍ نه نادره ډبرې راوړې

د چین فضايي بېړۍ له سپوږمۍ نه بېرته ځمکې ته راستانه شوې، چې د سپوږمۍ له لیرې نا کشف شوي اړخ څخه یې لومړنۍ نمونې له ځانه سره راوړي دي.

چانګ اي ۶ د سې‌شنبې په ورځ د منګولیا په دښته کې له هغه ماموریت وروسته چې شاوخوا دوه میاشتې یې دوام وکړ او له خطرونو ډک و، راکوزه شوه.

ساینسپوهان په لېوالتیا د چانګ اي ۶ فضایي بېړۍ بېرته راستنېدو ته په تمه دي، ځکه چې د سپوږمۍ نمونې کولی شي د سیارو رامنځته کېدو په اړه کلیدي پوښتنې ځواب کړي.

چین یوازېنی هېواد دی چې د سپوږمۍ لیرې خوا ته یې کښته فضايي بېړۍ واستوله او د لومړي ځل لپاره یې په ۲۰۱۹ کې استولې وه.

د یادونې وړ ده چې له ځمکې د سپوږمۍ لیرې خوا ته رسېدل ستونزمن دي، نه یوازې د هغې د فاصلې له امله، بلکې د هغې ستونزمنې خاورې، د لویو کریټرونو څخه ډک او د څو هوارو سطحونو له امله هم ستونزمن دي.

ساینسپوهان د دې لږ کشف شوي اړخ سره لېوالتیا لري په دې هیله چې دا د یخ نښې و لري چې د اوبو ، اکسیجن او هایدروجن استخراج لپاره کارول کېدی شي.

د چانګ ۶ ماموریت د یوه داسې هېواد لپاره د ویاړ سرچینه ده چې سپوږمۍ ته یې خپل ماموریتونه ګړندي کړي او د خپل سیال، متحده ایالاتو پام یې ځان ته اړولی دی.

دولتي رسنیو ښودلې چې چارواکو د منګولیا په داخلي دښته کې د چانګ اي -۶ کیپسول له ښکته کېدو وروسته په ویاړ سره د چین بیرغ لګولی.

د چین ولسمشر شي جين پينګ هم د چانګ اي-۶ ماموريت د قوماندې مرکز کارکوونکو ته مبارکي وويله.

شي جين پينګ وويل، هيله لري چې دوی به د ژورې فضا سپړلو ته دوام ورکړي او "د بشريت د ګټو او د ملت د پياوړتيا لپاره د کايناتو د اسرارو په افشا کولو کې نويو پړاوونو ته ورسېږي."

CGTN

د عکس سرچینه، CGTN

د عکس تشریح، د ژوندۍ خپرونې یوه صحنه ښیې چې فضايي بېړۍ داخلي منګولیا ته ښکته کېږي
CGTN

د عکس سرچینه، CGTN

د عکس تشریح، دا سپوږمۍ ته د چین شپږم ماموریت دی او د سپوږمۍ لیرې خوا ته دوهم ماموریت دی

چانګ اي-۶ فضايي بېړۍ د مې په لومړیو کې له فضايي مرکزه وتوغول شوه او څو اونۍ وروسته په بریالیتوب د سپوږمۍ جنوبي قطب ته څېرمه په یوه خوله کې ځای پر ځای شوه او ماموریت یې ۵۳ ورځې دوام وکړ.

د چین د مرکزي ټلویزیون د معلوماتو له مخې، دغه بېړۍ به بیجینګ ته ولېږدول شي، او هلته به راوړل شوې نمونې ترې واخیستل شي.

دا سپوږمۍ ته د چین شپږم ماموریت دی او د هغې لیرې خوا ته دویم. دا هم د یادونې وړ ده چې دا بېړۍ په چینایي افسانه کې د سپوږمۍ الهې "چنګ اي" په نوم نومول شوې.

بېړۍ د خاورو او ډبرو د راټولولو لپاره د برمې او روبوټیک بازو څخه کار اخیستی، د سطحې ځینې عکسونه یې اخیستي او د چین بیرغ یې لګولی.

د سکاټلنډ لپاره شاهي ستورپوهه کیترین هیمنز هیله لري چې نمونې به د دې نظریو ازموینې کې مرسته وکړي چې څنګه سپوږمۍ ۴،۵ میلیارده کاله دمخه رامنځته شوې-البته د ځمکې له خورا لومړنۍ بڼې سره د ټکر په پایله کې.

هغې بي‌بي‌سي ته وویل: "په بریالیتوب دا ډول ښکته کېدل خورا په زړه پوري دي. په سپوږمۍ کې جیولوجي فعالیت په بشپړ ډول د نژدې اړخ او لیرې اړخ ترمنځ توپیر لري، دا یو ډول لوی راز دی، چې موږ ولې دا توپیرونه وینو؟".

هیمنز هیله لري چې څېړونکو ته راوړل شوي نمونې به دوی سره د سپوږمۍ د مرکز په جوړښت پوهېدو کې مرسته وکړي. "ایا دا له ځمکې سره ورته والی لري ایا دا کولی شي زموږ نظریه تایید کړي چې ځمکه او سپوږمۍ په تېرو وختونو کې یو شان وو؟".

بیجینګ په تېرو لسیزو کې له متحده ایالاتو او روسیې سره د یوځای کېدو په هڅه کې پر خپل فضایي پروګرام لویه پانګونه وکړه.

دا هم په پام کې لري چې تر ۲۰۳۰ پورې سپوږمۍ ته د انسان ماموریت واستول شي او په راتلونکي کې د سپوږمۍ په جنوبي قطب کې د اډې د جوړولو پلان لري.

متحده ایالات هم په پام کې لري چې د خپل ارټیمیس ۳ ماموریت سره تر ۲۰۲۶ پورې سپوږمۍ ته ستورمزلي بېرته ورستانه کړي.

ځینې شنونکي په دې باور دي چې راتلونکې فضايي سیالي به نه یوازې سپوږمۍ ته د انسانانو د لېږلو په اړه وي، بلکې د دې په اړه وي چې څوک به د سپوږمۍ سرچینې کنټرول کړي.