شهباز شریف: دوښمنان د چین او پاکستان د ملګرتیا پراخېدل نه غواړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، پر چینايي انجینرانو برید کې د پاکستان هغه دوښمنان لاس لري چې نه غواړي د چین او پاکستان ملګرتیا لا پراخه شي.
نوموړي د کابینې غونډې پیل کې د وینا پرمهال ټینګار وکړ چینايي لوري ته یې ډاډ ورکړی چې د دې پېښې په اړه به څېړنې کېږي، په برید کې ښکېلو کسانو ته به سزا ورکول کېږي او تر هغه به ارام نه کېني چې ترهګري له منځه تللې نه وي.
"ددې پېښې تر شا د پاکستان د ټولو هغو دوښمنانو لاس دی چې نه غواړي د پاکستان او چین ملګرتیا پیاوړې او لا پراخه شي، بېلابېلو برخو کې زموږ همکاري بېجوړې ده. زه پخپله د چین سفارت ته ولاړم او تسلیت مې وړاندې کړ.
د چین ولسمشر ښاغلي شي جین پینګ او لومړي وزیر لیو کیانګ او د چین ملت ته مو د تسلیت پیغام رسولی او دا ډاډ مو ورکړی چې سملاسي به د دې دردوونکې پېښې په اړه څېړنې کېږي او پکې ښکېلو کسانو ته به سخته سزا ورکول کېږي. ټوله هڅه به وشي چې بیا داسې پېښه ونه شي او موږ د ترهګرۍ له منځه وړلو پورې ارام نه کېنو".
د چین حکومت له پاکستان غوښتي وو چې د تېرې سې شنبې ورځې ځانمرګي برید عاملان په چټکۍ ولټوي او پاکستان کې د چینایانو د ژوند د خوندیتوب لپاره عملي او اغېزناک ګامونه واخلي.
د تېرې سې شنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا قراقرم پر لویه لاره بشام سیمه کې برید کې پنځه چینايي انجینران ووژل شول.

د عکس سرچینه، X/SOCIAL MEDIA
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لېن ژیان له پېښې وروسته بیجېنګ کې خبریالانو ته وویل، دوی له اسلام اباده غواړي چې د چینايي وګړو د خوندیتابه لپاره ګامونه واخلي.
چین د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پاکستان کې لویې پروژې پلې کړې دي. له دې ډلې سي پیک یا چین پاکستان اقتصادي دهلېز د یادولو دی چې د چین د نړیوالې پروژې د کمربند یوه لویه برخه ګڼل کېږي. یو یې د داسو او بل یې د پاشا په نامه یادېږي. داسو بند د څه باندې ۴۰۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.
د تېرې اونۍ له برید وروسته چینايي کمپنیو پاکستان کې د یادو لویو بندونو کار د نامعلومې مودې لپاره وځنډاوه.
دا پروژې د پاکستان لپاره چې د انرژۍ له لوی کړکېچ سره مخامخ دی ډېرې مهمې بلل کېږي.
دې دواړو بندونو کې شاوخوا ۱۲۵۰ چینیان په کار بوخت دي.
داسو ته نژدې سیمه کې د ۲۰۲۱ کال جولای میاشت کې پر چیناييانجیرانو برید شوی و چې د نهو انجینرانو په ګډون ټول ۱۳ کسان پکې وژل شوي وو.
پر چینايي انجینرانو د تېرې اونۍ له برید وروسته د څېړنو لپاره یو چینایي پلاوی هم اسلام اباد ته رسېدلی.











