ولې د ایران په ټاکنیزو بحثونو کې افغان کډوال مهمه موضوع شوې؟

Afghan refugees walk with their belongings after being deported back from Iran at the Islam Qala Border between Afghanistan and Iran, in Herat province on 30 May 2024

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

    • Author, علي حسیني او زینب محمدي
    • دنده, بي بي سي فارسي

"دا وروستۍ څو میاشتې په ایران کې د قانوني او غیر قانوني کډوالو وضعیت ښه نه دی. په سړکونو او کوڅو کې ځینې خلک درته سپکاوی کولای شي او ځینو خو رډ ډر درته ګوري. هلته د ناقانونه کډوالو د نيولو لړۍ چټکه شوې ده. اوس چې د ټاکنو په "بحثونو کې" د سر موضوع ګرځیدلې، حالات به نور هم خراب شي."

دا د بي بي سي د یو افغان مینه وال پیغام دی چې ترې غوښتل شوي وو په دې اړه خپل نظر راسره شريک کړي چې ایا د ایران ولسمشرۍ ټاکنې هلته په میلیونونه افغان کډوالو څه اغېز کړی.

د ایران کورنیو چارو وزارت د مالوماتو پر بنسټ، په دغه هېواد کې پنځه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.

که څه هم دوی له لسیزو راهیسې په ایران کې ژوند کوي، خو په دغه هېواد کې د افغان کډوالو موضوع د لومړي ځل لپاره د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې د نوماندانو ترمنځ د غبرګولي پر ۲۸مه په بحثونو او انتخاباتي مناظرو کې مطرح شوه.

کډوال نسلونه

په سلګونو زره او آن څو نسله افغانان له څلورو لسیزو ډېر وخت کېږي، چې په ایران کې ژوند کوي، د ډېرو هلته ماشومان پیدا او را لوی شوي دي، خو له دې سره سره بیا هم هلته کډوال پاتې دي او ایرانی تابعیت نه دی ورکړل شوی.

ایران تر ډېره د کډوالو لپاره ښه هېواد نه دی ځکه تر ډېره په خپلو اقتصادي مشکلات بوخت دی. خو دا چې میلیونونه افغان کډوال یې منلي، دا د یوه جنګ ځپلي ګاونډي د وګړو پر وړاندې یوه مهم بشري ارزښت بلل کېږي.

کله چې د پخواني شوروي پوځ په ۱۹۷۹ کال کې د مجاهدینو پر ضد او شوروي پلوه حکومت د ملاتړ په موخه پر افغانستان برید وکړ، شاوخوا سل زره شوروي پوځیانو په دغه هېواد کې یوه لسیزه اوږده جګړه وکړه او شاوخوا ۱۵ زره سرتېري یې ووژل شول.

دې جګړه کې شاوخوا یو میلیون افغانان هم ووژل شول او څو میلیونه نورو ایران، پاکستان او نورو هېوادونو ته کډوال شول.

د امریکا د هغه مهال ولسمشر جیمي کارټر ویلي و، په افغانستان د شوروي یرغل به ایران او پاکستان ته هم زیان پېښ کړي، له هغه راهیسې جګړې او ناکرارۍ دوام لري او د کډوالۍ لړۍ هم ورسره روانه ده.

په ایران کې د افغان کډوالو کره شمېر مالوم نه دی. د تیر جمهوري دولت له پرځېدو وروسته، ګڼ شمېر نور کډوال هم په هغو پخوانیو ور کډ شول، چې له څلورو لسیزو راهیستې هلته اوسېږي. کله چې د کډوالو موضوع یاده شي، ایراني چارواکي مختلفې شمېرې ورکوي، له پنځو تر اوو میلیونو یې یادوي.

که د افغانستان د وګړو شمېر ۴۰ میلیونه اټکل کړو (چې کره نه دی)، نژدې له هرو ۷ افغانانو یو یې په ایران کې کډوال دی.

په ایران کې د افغانانو د نفوسو چټک زیاتوالی له کلونو راهیسې د ځینو ایرانیانو د اعتراضونو لامل هم شوی، ځکه دا هېواد له وړاندې تر نړیوالو بندیزیونو لاندې دی او اقتصادي کړکېچ یې پراخ دی.

ایراني وګړي، افغانانو ته د " ارزانه کارګرو" په سترګه ګوري، دا چاره د دې لامل شوې چې دوی افغانان پرته له بیمې څخه وګوماري او د ایراني کارګرو پرتله کمې پیسې ورکړي.

امنیتي اندیښنې

Vehicles move past a billboard displaying the faces of the six candidates running in the upcoming Iranian presidential election in Valiasr Square in central Tehran on 15 June 2024 (

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح، د ایران ولسمشرۍ ټاکنو د افغان کډوالو موضوع د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو د سر موضوع ګرځولې.

د ایران ولسمشرۍ ټاکنو د افغان کډوالو موضوع د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو د سر موضوع ګرځولې.

نږدې دوه کاله وړاندې، یوه غیرقانوني افغان کډوال چې سني مذهب و، د ایران په مذهبي ښار مشهد کې د امام رضا په زیارت کې په شیعه اخوندانو د چړې برید وکړ او دوه تنه یې ووژل.

دغې پیښې داسې امنیتي اندېښنې را پورته کړي چې ښايي په ایران کې د افغان کډوالو منلو له امله د اقتصادي ستونزو ترڅنګ ټولنیز او کولتوري توپیرونه رامنځته کړي.

په وروستیو کلونو کې، د داعش خراسان څانګې په ایران کې دوه خونړي بریدونه کړي. ویل کېږي د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې میشته ده او له هغه ځایه خپل فعالیتونه ترسره کوي او بهرن ته وسله وال استوي.

ایرانیان، د اقتصادي، ټولنیزو او امنیتي اندېښنو له امله افغان کډوالو ته له هر کلي ویلو خوښ نه دي، ځکه خو یې تېر کال په خواله رسنیو کې څو ځله داسې کمپاینونه هم وکړل چې ویل یې، "د افغانانو ایستل، ملي غوښتنه ده."

پر پوله د دېوال جوړول

د ایران ولسمشرۍ ټاکنو یو نوماند محمد باقر قالیباف، چې دوه ځله یې د ایران د پارلمان مشري هم کړي، په خپل یوه ټاکنیز بحث کې ویلي، که بریالی شي، د امنیت خوندیتوب لپاره به افغانستان سره پر پوله دیوال جوړ کړي.

ښاغلی قالیبا وایي: "غیرقانوني وګړي "کډوال" او د ټولو جدي ټولنیزو ستونزو ریښه لکه نشه یي توکي، بې کاري او آن طلاق، د هېواد له ختیځ څخه راځي." نوموړي دغه راز په راتلونکي حکومت کې د ناقانونه کډوالو د مسئلې د حل یادونه هم وکړه.

دارنګه بل نوماند مسعود پزشکیان، چې تر ډېره یو معتدل نوماند یادېږي، پر خپله اېکس پاڼه لیکلي و: "له اروپايي هېوادونو سره به د نورو ډېرو افغان کډوالو پر مخ د پولو تړل او شته کډوالو منظمولو په برخه کې خبرې وکړي."

هغه دا یادونه هم کړې، چې ډېرو افغانانو د ایران په اقتصاد کې مهم رول درلود، خو ټینګار کوي چې هغو باید منظم شي او له اروپايي هېوادونو سره د هغو د منلو او یا یې د لګښتونو ورکولو په برخه کې خبرې وشي.

هره ورځ د ایستلو وېره لرو

Afghans forcibly deported back from Iran to Afghanistan walk towards the border between Afghanistan and Iran at Islam Qala port in October 2021

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح، په ایران کې ټول افغان کډوال په دې ویره کې ژوند کوي، چې ایستل کېږي.

په ایران کې ټول افغان کډوال په دې ویره کې ژوند کوي، چې ایستل کېږي. د ایران په ټاکنو کې د افغانانو پر موضوع بحثونه، خپله کډوال هم اندېښمن کړي.

هلته میشت یو افغان وایي، ولسمشرۍ نوماندانو یې پر ژوند منفي اغېز کړی. هغه په دې باور دی چې په ټاکنیزو کمپاینونو کې د دوی په اړه دا ډول خبرې "په افراطي ډول د ملي احساساتو پارول، تعصب او د ایراني وګړو ترمنځ د افغانانو په اړه د وېرې زیاتولو دوی له ګواښ سره مخ کوي."

یوه بل ګډوال بي بي سي ته وویل: "په کور دننه او بهر چې هر څه پېښيږي، په ایران کې د افغان کډوالو په ژوند نیغ په نیغه اغېز کوي. زما ورور چې ایران کې زېږیدلی، اوس غواړي په غیر قانوني لارو اروپا ته لاړ شي. موږ افغانستان ته بېرته نه شو تللی، په ایران کې هم ښه راتلونکې نه لرو.‌ زه په افغانستان کې د پوهنتون استاد وم. کله چې طالبان بیا راغلل، زه وتښتېدم، زما مېرمن هم د پوهنتون استاده وه خو اوس په ایران کې د عادي کارګرې په توګه کار کوي. بیا هم هره ورځ موږ وېره لرو چې له دې ځایه به مو وباسي... له نورمال ژوند څخه محروم یوو."

په ایران کې له لسیزو د افغان کډوالو ژوند له ګڼو ننګونو او فرصتونو سره مل دی. د بېلګې په توګه، ډېر وخت افغانانو نه شو کولای چې د ټیلیفون سیمکارټ تر لاسه کړي، اوس دا چاره شونې شوې خو بیا هم اسانه نه ده.

د کار او اقتصادي فرصتونو ترڅنګ، د زدکړو په برخه کې هم هلته د افغانانو لپاره اسانتیاوې شته، چې د ژوند له نورو ښو فرصتونو یادیږي.

د بي بي سي فارسي، افغان مینه وال په خپلو پیغامونو کې په دې ټینګار کوي،. چې ایران ته په خپله خوښه نه دي تللي، بلکې هر څوک اړ شوي چې هلته ورشي.

یوه کډواله زدکونکې وایي، وېره لرې داسې افغانستان ته به واستول شي چې هره ورځ د ښځو پر وړاندې بندیزونه په کې په ډېرېدو دي.

هغه وایي: "که دوی په ایران کې ځای نه لري، دا هیله لري چې نور هېوادونه به یې پر مخ دروازې پرانیزي، پرته له دې چې هره ورځ په ایران کې ډېر لګښت وکړي او یا یې هره ورځ سپکاوی وشي."