د ایران ټاکنې: راتلونکی ولسمشر به څوک وي او څه توپیر به ولري؟

ایران

په ایران کې د جون پر ۲۸مه د ولسمشرۍ ټاکنې کېږي. دا ټاکنې له ټاکل شوې مودې یو کال مخکې تر سره کېږي. د ټاکنو نېټه په مې میاشت کې د مخکېني ولسمشر ابراهیم رئیسي الوتکې تر غورځېدو او وژل کېدو وروسته رامخته شوه.

د ایران مذهبي او لوړپوړی مشر ایت الله علي خامنه ای چې ښاغلي رئیسي یې نژدې متحد و، په ایران کې یې په هره برخه کې د محافظه کارانو کنټرول پیاوړی ساتلی.

د ایران د اساسي قانون له مخې، د ولسمشر تر مړیني وروسته د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره ټاکنې باید په ۵۰ ورځو کې وشي، ځکه خو ګوندونو ته لږ وخت پاتې و، چې خپل نوماندان په رسمي توګه اعلان کړي.

د ټولو ځواکمنو محافظه کارانو تر څنګ، نوماندان له مختلفو ډلو څخه ټاکنو ته ولاړ دي.

په تېرو پارلماني ټاکنو کې د پراخو بې کفایتیو او د ایران حکومت د وروستیو اعتراضونو او اعتراض کوونکو پر وړاندې د زور زیاتي له امله، ډېرو مشهورو اصلاح غوښتونکو ډلو او څېرو اعلان کړی، چې دوی به په ټاکنو کې برخه وانخلي.

نوماندان څوک دي؟

ډېری څارونکي، د نوماندانو د تائید په پروسه کې د ځواکمنو بنسټونو د پراخ واک له امله د ایران ټاکنې نه ازادې او نه د سیالۍ وړ ګڼي.

د ساتونکو شورا چې د ایران په سیاست کې د پارلمان، ولسمشرۍ او د کارپوهانو شورا د ټاکنو لپاره د نوماندانو د فلټر کولو له لارې پرېکنده رول لوبوي، اوس د هغو ۸۰ کسانو له ډلې، چې د ولسمشرۍ لپاره یې نوم لیکنه کړې وه، یوازې د شپږو کسانو وړتیا تصویب کړې ده.

۱ ـ ۶۲ کلن محمد باقر قالیباف له تېرو څلورو کلونو راهیسې د ایران د پارلمان د مشر په توګه دنده ترسره کړې ده. هغه درې ځله ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماند کړی، دوه ځله یې بایللی او په ۲۰۲۱ کال کې د ابراهیم رئیسي په ملاتړ له ټاکنو لاس په سر شو. هغه په لوړو پوړ پوځي پوستونو کې د دندې اوږده مخینه لري او د پلازمېنې تهران د ښاروال په توګه یې ۱۲ کلونه دنده ترسره کړې، چې په دې چاره کې تر ټولو اوږده موده بلل کېږي.

۲ ـ امیرحسین غازي زاده هاشمي، ۵۳ کلن د (د غوږ، پوزې او ستوني) جراح دی. دی یو ایرانی محافظه کار دی. ښاغلي هاشمي څلور ځله د پارلمان د غړی په توګه دنده لرله. هغه په دې وروستیو کې د ولسمشر رئیسي د مرستیال په توګه هم ټاکل شوی و.

نوموړی د ۲۰۲۱ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند و او تر یو میلیون څخه کم رایو اخیستلو سره یې څلورم ځای ونیو. په هغو ټاکنو کې نژدې څلور میلیونه رایې باطلې اعلان شوې وې.

ایران
د عکس تشریح، محمد باقر قالیباف له تېرو څلورو کلونو راهیسې د ایران د پارلمان د مشر په توګه دنده ترسره کړې ده

۳ ـ سعید جلیلي ۵۸ کلن دی او د مصلحتي شورا غړی دی. هغه پخوا د ملي امنیت د عالي شورا منشي و او څلورو کاله یې د ایران د اټومي خبرو اترو د ټیم مشري کوله. هغه تر دې مخکې دوه ځله ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند شوی و او د ۲۰۲۱ کال په ټاکنو کې یې د ابراهیم رئیسي په ګټه له نوماندۍ تېر شو.

۴ـ مسعود پزشکیان، ۷۰ کلن او د زړه جراحۍ متخصص دی. هغه پنځه دورې د پارلمان د غړي په توګه دنده ترسره کړې او څلور کاله د روغتیا وزیر و. هغه په خپلو سپینو او مخامخ خبرو ډېر پېژندل کېږي، هغه په ایران کې د سیاسي فضا او فساد په اړه په ښکاره توګه نیوکه کړ‎ي او په ۲۰۲۲ کال کې یې د ایران د حکومت لخوا په د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني د مړینې په اړه پوښتنې کړې وې. ښاغلی پزشکیان په راروانو ولسمشریزو ټاکنو کې د اصلاح غوښتونکو ډلې یوازېنی رسمي نوماند ګڼل کېږي.

۵ـ مصطفی پور محمدي، چې اوسمهال ۶۵ کلن دی، د شپږو نوماندانو له ډلې یوازېنی عالم دی چې د سرپرستې شورا لخوا تصویب شوی. د یوه محافظه کار سیاستوال په پراخه کچه د "مرګ کمیټې" کې د هغه د رول له امله پېژندل شوی، هغه په ۱۹۸۸ کال کې د سیاسي بندیانو د اعدام څارنه کوله او په غړو کې یې مخکېنی ولسمشر رئیسي هم و.

۶ـ ۵۹ کلن علیرضا زکاني له تېرو دریو کلونو راهیسې د تهران ښاروال و. محافظه کاره سیاستوال د بسیج له لارې سیاست ته داخل شو، چې د انقلابي ګارډ یوه فرعي اداره ده، او څلور دورې یې د پارلمان د غړي په توګه دنده ترسره کړې.

کوم لوی نومونه رد شول؟

ایران

دا لومړی ځل نه دی، چې ځینې مشهور سیاسي شخصیتونه چې پخوا یې په اسلامي جمهوریت کې مهم پوسټونه درلودل بې کفایته ګڼل کېږي او د ایران په سیاسي کړیو کې دا یوه توده موضوع ده.

د میسوري ساینس او ټیکنالوژۍ په پوهنتون کې د هنرونو، علومو او زده کړو د کالج مشر او د ایران چارو کارپوه مهرزاد بروجردي وايي، د پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد او د پارلمان پخواني مشر علي لاریجاني ګوښه کول په ځانګړې توګه جنجالي ښکاري.

"سره له دې چې د ولسمشر په توګه د احمدي نژاد اته کلنه دوره، او د مصلحت په شورا کې د هغه اوسنی دریځ، چې د ستر رهبر لپاره یوه اغېزمنه مشورتي اداره ده، بیا هم هغه ونه منل شول."

که څه هم احمدي نژاد یو وخت د ایت الله خامنه ای د خوښې وړ ولسمشر و، خو د دویمې دورې په پای کې د ستر رهبر له مخالفت سره مخ شو.

ښاغلي بروجردي وايي: "همدارنګه د مصلحتي شورا بل غړى علي لاريجاني هم د پخواني وزير، د پارلمان د مشر او د ملي امنيت د عالي شورا د منشي په توګه د پام وړ سياسي مخينه لري. "

"د دوی تکراري بې کفایته ګڼل دا څرګندوي چې د دوی محافظه کاري، نور د ستر مشر او ساتونکې شورا د خوښې وړ نه ده".

ایا ښځو ته د نوماندۍ اجازه شته؟

ایران

د نوم لیکنې په پنځه ورځنۍ موده کې څلورو ښځو، د ولسمشرۍ لپاره خپله نوماندي اعلان کړه.

په لومړي ځل دوه یې د محافظه کاره ډلې څخه وې؛ یو یې د اصلاح غوښتونکو له ټیم او څلورمې یې د خپلواکې نوماندې په توګه نوملیکنه کړې وه.

دغو څلورو ښځو د ولسمشرۍ نوماندۍ لپاره نوم لیکنه وکړه، سره له دې چې د اساسي قانون له مخې ولسمشر باید د "مذهبي او سیاسي سړیو" څخه غوره شي.

د اسلامي جمهوریت له جوړېدو راهیسې د ولسمشرۍ په ۱۳ ټولټاکنو کې هېڅ یوې ښځې ته د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې، چې زیاتره وخت د فعالانو تر منځ د ناندریو لامل کېږي.

د ښځو د حقونو ډېری مبارزین استدلال کوي چې په عربي کې د "رجال" معنی "نارینه" ده او په فارسي کې دا د "مشهور شخص" په معنی هم کېدای شي. له همدې امله فعالان استدلال کوي، هغه څوک چې اساسي قانون یې لیکلی د "سیاسي شخصیت" څخه یې موخه نارینه دي.

ایا نوی ولسمشر به بدلون راولي؟

تجربې ښيي چې په ایران کې د رژیم ټولیز سیاستونه د ولسمشر له خوا نه، بلکې د ستر رهبر او د هغه تر واک لاندې ځواکمنو بنسټونو لخوا ټاکل کېږي، نو د ایت الله خامنه ای له خبرې پرته په کورنیو او بهرنیو سیاستونو کې د پام وړ بدلون امکان نه لري.

ډېری څارونکي په دې باور دي چې په بهرنۍ پالیسۍ کې بدلونونه، لکه د ایران د اټومي پروګرام ته بیا کتنه یا د ایران لخوا د اسرائیلو په رسمیت پېژندل، یوازې د نوي ولسمشر په واک کې نه دي.

دغه راز دا هم ناشونې ښکاري چې کوم ولسمشر به د خامنه ای له اجازې پرته په کورنۍ پالیسۍ کې بدلون راولي، د بېلګې په توګه د ښځو لپاره لازمي حجاب.

د سیاسي چارو شنونکی مسعود صفیري وايي: "هر ډول پرېکړه چې راتلونکی ولسمشر یې کوي په اصل کې د رژیم له خوا شوې پریکړه ده."