تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند کې د هوايي شرکتونو نوی ریکارډ؛ یوه ورځ کې له ۴۵۰ زرو ډېرو مسافرو پروازونه کړي
د هند د هوايي لېږد کورنیو شرکتونو په یوه ورځ کې د څه باندې ۴۵۰ زره مسافرو په لېږدولو سره نوی ریکارډ جوړ کړی دی.
د هند د هوايي چلند شرکتونو د اپرېل پر ۳۰مه، په کور دننه ۲۹۷۸ پروازونه کړي وو چې ټول یې ۴۵۶ زره او ۸۲ مسافران له یوه ښاره بل ته رسولي دي.
د راپورونو له مخې، د روان زېږدیز کال په لومړیو درېیوو میاشتو کې د دغه هېواد کورنیو هوايي شرکتونو ۳۷ نیم میلیونه مسافر له یوه ښاره بل ته لېږدولي دي.
د هندي چارواکو د مالوماتو له مخې، دغه شمېر د د تېر کال د همدې مودې پرتله ۵۱ اعشاریه ۷ سلنه زیاتوالی ښيي.
د شنونکو په باور، په هند کې له کورونا وبا وروسته د اقتصادي وضعیت رغېدا په دغه هېواد کې د سفرونو د ډېروالي ستر لامل دی.
د هند د هوايي چلند وزیر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د دغه هېواد د هوايي چلند ټرافیکو چټک خېز "د هند د ودې ښکارندويي کوي."
د هوايي چلند چارو کارپوه مارک مارټین بي بي سي ته ویلي، د کورونا وبا پر مهال دغه هېواد کې دوه کاله پرلپسې د هوايي چلند برخې وده نه ده کړې.
خو نوموړی وايي، چې اوس یې ګورو، له کورونا را وروسته چې پر سفرونو محدودیتونه لېرې شوي د سفرونو لېوالتیا بیخي ډېره شوې ده.
د ښاغلي مارټین په باور، په هند کې د کورونا له وبا وروسته په الوتکه کې د لومړي ځل سفر کوونکو شمېر هم د پام وړ زیات ثبت شوی.
دا څه موده وړاندې د هوايي ټرافیکو نړیوالې ټولنې هم ویلي و چې په هند کې د هوايي ټرافیکو کچه له کورونا وبا وړاندې مهال کچې ته نژدې شوې ده.
خو له دې هر څه سره سره، ویل کیږي چې په هند کې د هوايي چلند صنعت د الوتکو لپاره د تیلو د لوړو بیو، د هندۍ روپیو ارزښت لوېدو او په هوايي ډګرونو کې د الوتکو ډېر انتظار له امله ځپل شوی دی.