الوتونکي ګاډي؛ چې ښايي د نړۍ او ښارونو بڼه بدله کړي

    • Author, اډریېن بیرنهارډ
    • دنده, بي بي سي فیوچر

په ۱۹۸۲ کال جوړ شوي 'بلېډ رنر' فلم کې د ۲۰۱۹ کال د لاس انجلس ښار یو خیالي انځور وړاندې شوی، چې د تیزابو باران پکې ورېدلی او الوتونکي موټرونه یې د هوا په لویو لارو تګ راتګ کوي.

له هغې راهیسې ټکنالوجۍ داسې پرمختګ کړی چې هالیوډ فلمي صنعت یې هم ښايي هېڅ وخت وړاندوینه نه وي کړي.

هوايي ټکسي اوس هم تر ډېره عملي ډګر کې له لاسرسي بهر او د علمي- تخیلي رومانونو او تفریحي پارکونو اړوندې ګڼل کېږي.

خو الوتونکي موټرونه رښتیا دي او په څو راتلونکو لسیزو کې زموږ د تګ راتګ، کار او ژوند بڼه بدلولی شي.

د بیټریو د انرژۍ او ژوند اوږدولو، د موادو علم او کمپیوټري شبیه سازۍ د الوتکونکو موټرونو او هغوي لپاره د ترافیکي سیستمونو د جوړیدو شونتیا چټکه کړې ده.

دغه الوتونکي موټرونه ښايي کټ مټ د بلېډ رنر تخیل ته ورته نه وي - خو تر هغو ښايي ډېر زیات توپیر هم ونه لري.

دا تر سوداګریزو الوتکو ډېرې کوچنۍ او داسې ډیزاین شوي چې د وزرونو پر ځای روټرونه لري او دوی ته په عمودي ډول الوتو او کیناستو وړتیا وربښي.

د ساري په ډول وروستی روټر د دې لپاره ورکړ شوی چې په اوږد واټن کې د مخې خوا تګ کې مرسته وکړي، په داسې حال کې چې مولټي روټرونه په افقي الوتنه کې د غږ د کموالي لپاره پکې ډیزاین شوي دي.

دا الوتونکې موټرونه د دې لپاره جوړ شوي چې د دودیزو لارو پرتله - په ځانګړي ډول له ګڼې ګوڼې په ډکو ښارونو کې - خلک ژر خپل منزل ته ورسوي.

دمګړۍ ښارونو کې د الوتونکو موټرونو بازار یو څه سوړ دی او پانګونه پرې د زیان له خطر سره مله برېښي.

بیا هم لسګونو شرکتونو د جېټ پکونو، الوتونکو موټرسایکلونو او شخصي هوايي ټکسي ګانو د جوړولو برخه کې سیالۍ پېل کړې دي.

رېسک منونکي پانګوال، د موټرونو او هوايي چلن شرکتونه (آن د اووبر ونډه واله ترانسپورتي کمپنۍ) دغه مخ پر ودې صنعت کې چې ویل کېږي تر ۲۰۴۰ کال پورې به یې ارزښت یو نیم تریلیون ډالرو ته رسیدلې وي، د لاسته راوړنو ادعاوې کوي.

له دې سره هممهاله د هوايي چلن چارواکي هم د ترانسپورت او تګ راتګ د دغې نوې لار لپاره د پالیسیو او د خوندیتابه د سټنډرډونو د جوړېدو د اړتیا په اړه خبرې کوي.

په دې لړ کې د جرمني والوکوپټر کمپنۍ خپله والوسیټي وسیله د لومړنۍ بریښنايي هوايي ټکسي په توګه چې سوداګریز جواز یې هم اخیستی، ثبت کړې ده. دغه الوتونکې وسیله به له پیلوټ پرته فعالیت کوي.

والوکوپټر کمپنۍ وايي د دوی د لومړنیو الوتنو ټېکټ به ۳۵۰ ډالر وي خو بازار ته په کتو به یې بیه مناسبه وساتي.

نورو کمپنیو د موټر جوړولو له اوسنیو شرکتونو سره لاس یو کړی او غواړي په شریکه د سوداګریزو چارو لپاره الوتونکي موټرونه جوړ کړي.

د ساري په ډول د جاپان "سکای ډرایو" په دې وروستیو کې له ټیوټا سره په ګډه خپله لومړنۍ هوايي ټکسي وازمویله. د دوی لخوا جوړ شوی هوايي وسیله د نړۍ تر ټولو کوچنی بریښنايي الوتونکی موټر بلل شوې چې په عمودي ډول الوتی او کیناستی شي.

بریتانیا کې د هوايي امبولانس د خدماتو "ګرېټ نارت" شرکت په دې وروستیو کې له "ګراویټي اېندسټريز" سره په ګډه د جېټ پک په وسیله ازمیښتي الوتنه وکړه.

دوی د 'لانګ پډل' لوړو کې د یوې درې له لمنې نږدې څوکې ته الوتنه درلوده چې ۹۰ ثانیې وخت یې ونیو، په داسې حال کې چې دې ځای ته پلې ختلو شاوخوا ۲۵ دقیقي وخت اخیست.

د ناسا د هوايي چلن څیړونکي انسټیټیوټ مدیر پاریمال کوپاردیکار وایلي "د هوايي ترانسپورت هیلي له اوږدې مودې راهیسې موجودې دي."

د الوتونکو موټرونو او هوايي ټکسي ګانو د خوب د رښتیا کېدو پر وړاندې اوس هم ګڼې ننګونې پرتې دي چې باید حل شي.

هوا کې د انسانانو د لېږدولو وسیلې باید خوندي وي او خلک پکې د تګ راتګ لیوالتیا ولري.

د دغه صنعت مخکښان باید خلکو ته دا قناعت ورکړي چې الوتونکې وسیلې یوازې د دې لپاره مهمې نه دي چې ټکنالوجي یې ممکنه ده بلکې د ترانسپورت تر نورو ښه او خوندي لار هم ده.

په داسې حال کې چې زموږ اوسنۍ تجارتي الوتکې د الوتنو له ټاورونو څخه د انسانانو په وسیله کنټرولېږي - د سبا ورځې الوتونکي موټرونه به پر 'بې کسه ترافیکي مدیریت' متکي وي.

په اوږمهال کې تمه ده چې بریښنايي الوتونکي وسایط به - چې تیلو او ډیزلو ته اړتیا نه لري - د هوا ککړتیا د پام وړ راکمه کړي.

دغه صنعت د ښارونو د ترانسپورتي سیستمونو او لوړپویزه ودانیو بڼې او نقشې هم بدلولی شي.

دغو پرمختګونو د اوږدې مودې لپاره هوا کې د پاتې کیدو پر لارو چارو د غور اړتیا ډېره کړې ده.

شنونکي وايي تر ۲۰۴۵ وروسته به سوداګري او زرغونې سیمې ډیرې شي "خو دغه هوايي وسیلې به د مېترو او سړکونه اړتیا په بشپړ ډول او تل تر تله ځواب نه کړي".

دوی وايي لږ تر لږه په ۲۰۳۰ کال کې به د دې شاهدان اوسو چې خلک د یوې بټن په وهلو سره هوايي ټکسي وروغوښتی شي.

اټکل دا دی چې راتلونکو لسیزو کې به ژوند او کار و بار تر ډېره د ښارونو پر سر او فضا کې روان وي او ښايي انسانان ځمکې ته د راکوځیدو لپاره ډېره اړتیا پيدا نه کړي.