په ډېری اسلامي هېوادونو کې دوشنبه د روژې لومړنۍ ورځ ده

رمضان

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان په ګډون په ډېری اسلامي هېوادونو کې نن (دوشنبه) د روژې مبارکې میاشتې لومړنۍ ورځ ده.

د خلیج او ډېرو عربي هېواودونو لکه عراق،‌ سوریې، مصر، سعودي عربستان او نورو کې هم نن د روژې مبارکې لومړنۍ ورځ ده.

که څه هم د عرب خلیج په ختیځه څنډه کې عمان او د اسیا پسیفیک ځینو هېوادونو لکه اسټرالیا، بروني، اندونیزیا، مالیزیا او سینګارپو کې به د سې شنبې په ورځ لومړنۍ روژه وي.

په افغانستان کې د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ چې سبا دوشنبه په دغه هېواد کې هم د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت دوشنبه روژه اعلان کړه

د طالبانو د سترې محکمې د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو ریاست د یکشنبې پر شپه ناوخته په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې "د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ کې څو تنو هېوادوالو د روژې مبارکه میاشت لیدلې، شرعي‌ محاکمو ته یې د دې میاشتې د لیدو شاهدي وړاندې کړې" او دا چې "شاهدي یې شرعآ معتبره بلل شوې ده."

Rozha

د عکس سرچینه، Taliban

د یادونې ده چې د سعودي عربستان سترې محکمې هم اعلان کړی چې سبا (دوشنبه د مارچ ۱۱مه) د روژې مبارکې میاشت لومړی ورځ ده.

سعودي رسنیو د دغه هېواد د سترې محکمې په حواله خبر ورکړی و چې په دغه هېواد کې نن د رمضان میاشت لیدل شوې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس (ټوېټر) لیکلي چې: "د سترې محکمې د پرېکړې له مخې نن شپه ناوخته شاهدان تېر شول چې د رمضان مبارک میاشت را بره شوې ده.

په همدې اساس سبا ورځ دوشنبه په افغانستان کې د روژې مبارکې لومړۍ ورځ ده، ټول هېوادوال دې خبر وي".

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

په افغانستان کې د طالبانو تېر کال له سعودي عربستان یوه ورځ وروسته روژه اعلان کړې وه.‌

بل پلو د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت په روژې میاشت کې د مرکز او ولایتونو په کچه د ادارو د کارکوونکو د کار د پیل او پای وختونه اعلان کړي دي.

دغه وزارت ویلي چې رسمي کار د سهار په ۹ بجو پیل او د ماسپښین په ۲ بجو د پنجشنبې په ګډون پرته له کومې وقفې څخه پای ته رسېږي.

د روژې لپاره د طالبانو حکومت دغه تدابیر داسې مهال اعلان شوي چې عام خلک بیا له بېکارۍ او بې وزلۍ سرټکوي او اندېښمن دي چې سږ کال به هم د تېرو نورو کلونو په شان روژه کې د توکو بیې لوړې شي.

ګوتېرېش: روژه د سولې، زغم او سخاوت د ارزښتونو ښکارندويي کوي

انتونیوګوتېرېش

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د روژې په مناسبت خپاره شوي ویډیویي پیغام وایي، روژه داسې وخت راځي چې په نړۍ کې ډېر خلک له جګړې، لوږې، بې ځایه کېدلو او وېرې سره مخ دي.

په داسې حال کې چې سږنۍ روژې لپاره ټوله نړۍ د مسلمانانو لخوا تیاری روان دی، ملګري ملتونه تمه څرګندوي، چې روژه به په ټوله نړۍ کې د شته ستونزو د حل زیری له ځان سره راوړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش وايي له افغانستان نیولې، تر افریقا، سوریې او غزې پورې په ستونزو کې له ټولو راګېرو خلکو سره پیوستون اعلانوي.

هغه زیاته کړې "ټول مې په زړه او فکر کې ځانګړی ځای لري؛ د افغانستان له خلکو نیولې د صحرا تر ساحله، د افریقا له غاښي تر سوریې او له هغه ور هاخوا. زه غواړم ټولو هغو کسانو ته د پیوستون او ملاتړ ځانګړی پیغام څرګند کړم، چې په غزه کې له وحشته کړېږي."

ښاغلی ګوتېرېش وایي په دې سختو حالاتو کې، د روژې روح د امید یو څراغ دی، چې د ټولو ګډ انسانیت یادونه ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي، روژه د سولې، زغم او سخاوت د ارزښتونو ښکارندویي کوي.

هغه زیاته کړې دا د فکر او دعا میاشت ده، دا راټولېدو او له یو او بل د ملاتړ یو فرصت دی.