حماس غزه کې د جګړې د درولو لپاره د امنیت شورا د پرېکړه‌ لیک منلو اعلان وکړ

حماس په غزه کې د اوربند په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه منلې او د دغه غورځنګ لوړپوړي مشر سامي ابو زهري رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دغه غورځنګ خبرو ته چمتو دی.

ابو زهري څرګنده کړه چې حماس د اوربند، د اسرائيلي ځواکونو د وتلو او د اسرائيلو په زندانونو کې د فلسطیني بندیانو او د اسرائیلي یرغمل شویو د تبادلې په اړه له پرېکړې سره موافقه لري.

بل پلو، د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د حماس غورځنګ بیان چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک ملاتړ کوي د "هیلې یوه نښه" وبلله.

بلېنکن وویل، تر ټولو مهمه خبره د غزې په تړانګه کې د حماس د مشرتابه دریځ دی او زیاته یې کړه چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دوشنبې په ورځ د دوی د غونډې په ترڅ کې د امریکا د ولسمشر جوبایډن لس ورځې مخکې، وړاندیز شوي وړاندیز ته خپله ژمنه تایید کړه.

د ښاغلي بلېنکن په وینا په غزه کې به د اوربند تر ټينګېدووروسته د پلانونو په اړه خبرې په راتلونکو دوو ورځو کې دوام وکړي او ویې ویل: "دا اړینه ده چې موږ دا پلانونه ولرو."

د پرېکړې په ملاتړ غبرګونونه

د پرېکړې په ملاتړ غبرګونونه دوام لري. سعودي عربستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د غزې په تړانګه کې د سملاسي اوربند او د یرغمل شویو د تبادلې د تړون په اړه د امریکا متحده ایالاتو لخوا د وړاندې شوې مسودې د تصویب هرکلی کړی دی.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره د کړکېچ د ټولو خواوو د ژمنتیا پر اهمیت ټینګار وکړ، د تلپاتې اوربند او له نړیوالو پرېکړو سره سم د فلسطین مسلې د حل په موخه د ټولو نړیوالو هڅو په ملاتړ ټینګار وکړ. د سیمې ثبات او د نړیوالې سولې او امنیت د لاسته راوړنو ملاتړ کوي.

د کویت دولت هم د ملګرو ملتونو د پرېکړه‌ لیک هرکلی کړی دی. د کویت د بهرنیو چارو وزارت ټینګار وکړ چې د دې پرېکړه‌ لیک تصویب د غزې او ملکي وګړو په وړاندې د "سیستماتيک اسرائیلي تېري" د مخنیوي لپاره یو مهم او اساسي ګام ګڼل کېږي او پر نړیواله ټولنه یې غږ وکړ چې د پرېکړه لیک د مادو د پلیتابه یقیني کولو لپاره خپل مسؤلیت پر غاړه واخلي.

د پرېکړې درې پړاوونه کوم دي؟

د دوشنبې په ماښام د امنیت شورا د یوه پرېکړه‌ لیک مسوده تصویب کړه چې د واشنګټن له خوا په غزه کې د اوربند غوښتنه کوي. د امنیت شورا پرېکړه‌ لیک د ۱۴ هېوادونو له خوا تصویب شو، په داسې حال کې چې یوه هېواد (روسیې) له رایې ورکولو ډډه وکړه.

په امنیت شورا کې د امریکا استازې لینډا توماس ګرینفیلډ ویلي چې د امریکا په وړاندیز کې د خبرو اترو تر دوام پورې د اوربند دوام هم شامل دی.

هغې د توافقنامې درې مرحلې تشريح کړې:

د پلان پر بنسټ په لومړي پړاو کې به غزه کې د شپږو اونیو لپاره اوربند اعلان او په ترڅ کې به یې اسرائیلي ځواکونه د غزې له وګړ مېشتو سیمو ووځي.

ځینې اسرائیلي یرغمل به هم د سلګونو فلسطیني بندیانو د خلاصون په بدل کې پرېښودل شي. ولسي وګړي به د غزې لر و بر ته د تلو اجازه ومومي او هره ورځ په په بشري مرستو بار ۶۰۰ لارۍ دغې تراډې ته پرېښودل شي.

دویم پړاو کې به اسرائیل او حماس د جګړې د تلپاتې پای لپاره خبرې پیل کړی او د ولسمشر بایډن په وینا تر هغه چې دا خبرې کومې پایلې ته رسېږي اوربند به پر ځای وي.

او دریم پړاو کې تلپاتې اوربند شامل دی چې د غزې بیا رغونې او بالاخره د مرګونې جګړې ختمېدا ته لار هواره شي، چې اسرائیلو پکې له ۳۶،۰۰۰ ډېر فلسطینیان وژلي دي.