امنیت شورا غزه کې د سملاسي اوربند پرېکړه‌لیک تصویب کړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د امریکا وړاندې شوی پرېکړه لیک چې د امنیت شورا له پنځلسو غړو څوارلسو مثبته او روسیې بې پرې رایه ورکړه په غزه کې سملاسي اوربند غواړي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتو استازې، لیندا توماس-ګرینفیلډ، په دواړو حماس او اسراییلو غږ وکړ چې دا پلان له ځنډ او شرایطو اېښودو پرته پلی کړي:

"نن دې شورا حماس ته واضح پیغام ورکړ: د میز پر سر د اوربند هوکړه دې ومني. اسراییل وار له مخه له دې هوکړې سره موافقه کړې او که حماس هم همداسې وکړي نو جګړه به نن ودریږي. تکراروم، جګړه کیدی شي همدا نن ودریږي".

هغې چې په ملګرو ملتونو کې يې له دې رایې ورکونې وروسته خبرې کولې ټینګار وکړ چې سیاسي جوړجاړی یوازينی حل دی.

"نن ورځ موږ د دوو دولتونو لید ته هم خپله ژمنتیا بیا تایید کړه چیرې چې اسراییل او فلسطینیان د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو اړونده پریکړه لیکونو په مطابقت کې په خوندي او پیژندل شوو سرحدونو کې په سوله کې سره یو ځای ژوند کوي".

په څو دقیقو کې حماس یوه بیانیه خپره کړه او ویې ویل چې د امنیت شورا د رایو هرکلی کوي. یوې اسرائیلۍ ډیپلوماتې امنیت شورا ته ویلي چې هیواد یې د ټولو یرغمل شویو د خوشي کولو په ګډون خپلو اهدافو ته ژمن دی. هغې دا هم ویلي چې اسراییل به د دې په ټکو په بې معنی او بې پایه خبرو کې ګډون ونکړي.

خو په ملګرو ملتونو کې د فلسطین سفیر ریاض منصور خبریالانو ته د دغه پریکړه لیک تصویبیدل په سم لوري یو ګام وباله.

"د فلسطین مشرتابه د دې هڅې، په سم لوري د یوه ګام په توګه هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې بې شکه زموږ دریځ تل دا دی چې سملاسي اوربند دې وشي، ترڅو زموږ د خلکو وژنه ودرېږي، نو دا پریکړه لیک په همدې لور یو ګام دی".

په ملګرو ملتونو کې د الجزایر سفیر امر بنجاما چې هېواد يې د امنیت شورا لومړنی عرب غړی دی، د امنیت شورا دا رای اچونه ستایلې او دا یې د ژرمهالې او پايېدونکې سولې په لور یو ګام بللی.

"موږ نشو کولی چې ودرېږو او ننداره وکړو چې اسرائیلي نیواکګر ځواکونه د فلسطینیانو وژلو ته دوام ورکړي. موږ د دې ډله ییزې سزا پر کتلو چوپ نشو پاتې کېدی. زموږ لپاره د فلسطینیانو ژوند مهم دی ".

د جو بایډن لخوا دغه وړاندیز شوی پرېکړه لیک لومړی ځل د تېرې می میاشتې پر ۳۱مه رامخ ته شو. ویل کېږي اوس يې په امنیت شورا کې رایې ته له وړاندې کولو لږ وړاندې په مخلیکنه کې ځینې سمونې هم کړې.

په دغو اصلاحاتو کې د اسرائیل او غزې ترمنځ د یوې حائلې امنیتي سیمې د رامنځته کېدو له مخالفته د واشنګتن لاس اخیستل هم شاملېږي، چې اسرائیل پرې ټینګار کاوه.

د دغه پرېکړه لیک د مخلیکنې د درېیمې نسخې پر بنسټ چې ځینې رسنیو رانکل کړې، په لومړي پړاو کې "سملاسي او بشپړ" اوربند، د یرغمل شویو کسانو د ازادېدو او د غزې له "ګڼ مېشتو سیمو" د اسرائیلو پوځ د وتلو ویل شوي.