تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د حماس روغتیا وزارت وايي، اسرائيلي ځواکونو د یرغمل شوو کسانو د خلاصون عملیاتو کې ۲۷۴ فلسطينیان وژلي دي
په غزه کې د حماس له لوري اداره کېدونکی د روغتیا وزارت وايي، اسرائيلي ځواکونو د یرغمل شوو کسانو د خوشي کولو په عملیاتو کې د ماشومانو او ملکيانو په ګډون ۲۷۴ فلسطينیان وژلي دي.
پرون شنبې اسرائيلي ځواکونو له حماس سره په جګړه کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې په داسې حال کې 'النصیرات' پنډغالي ته ننوتل چې د درنو وسلو تر څنګ له پاسه د هوايي ځواک ملاتړ هم ورسره و.
دوی هغه څلور یرغمل شوي اسرائيلان راخوشي کول چې د اکتوبر پر اوومه نېټه د 'نووا' په نوم له یوې سندرغونډې نیول شوي او د حماس په ولکه کې وو.
دغه څلور واړه کسان چې پېژندګلوي یې هم په ډاګه شوې او عمرونه یې له ۲۲ تر ۴۱ کلونو ښودل شوي، بېرته اسرائيل کې خپلو کورنیو ته ورګرځېدل دي.
د اسرائيل پوځ وايي چې د اټکل له مخې یې په دغو عملیاتو کې تر سلو کم کسان وژل شوي، خو د حماس د روغتیا وزارت یې شمېر ۲۷۴ ښيي.
که د وژل شوو کسانو په اړه دا شمېرې تایید او کره شي نو دا به تر اوسه په غزه کې په یوه ورځ کې تر ټولو خونړي عملیات وي.
د یادولو ده چې د حماس د رسنیو دفتر مخکې دا شمېر ۲۱۰ تنه ښودلی و.
د دې ګڼمېشتې سیمې خلک په ورڅېرمه سیمو کې سختو بمباریو او ډزو وېرولي دي.
د عبدالسلام دروېش په نوم یوه ځايي اوسېدونکي بيبيسي ته ویلي، بازار ته په سبزۍ پسې تللی و چې په هوا کې یې د جنګي جېټ الوتکو شڼهار او د درونو وسلو د ډزو غږونه واورېدل.
دی زیاتوي، "وروسته مې د خلکو ټوټې ټوټې جسدونه ولیدل چې په کوڅو کې پراته وو او دیوالونه د خلکو په وینو لړلي وو."
اسرائيل بیا د یرغمل شوو د خلاصون خوښي نمانځي
تر غزې هاخوا په اسرائيل کې بیا د یرغمل شوو کسانو د خلاصون خوښي نمانځل شوې ده.
د امریکا ولسمشر جوبایډن په ګډون بېلابېلو نړیوالو مشرانو پرې خوښي څرګنده کړې او د هغوی د خوشي کېدو هرکلی یې کړی دی.
خو د یرغمل شوو څلورو تنو په دا ډول خلاصون باندې سختې نیوکې هم شوې دي.
د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو مشر جوسېپ بورېل ویلي چې دا "په سختو ټکو غندي" او پر خپله اېکس پاڼه یې لیکلي، "له غزې د ملکي وګړو د یوې بلې ټولوژنې رپوټونه وېروونکي دي"
خو د اسرائيل یوه وزير یې په ځواب کې ویلي، د دې پر ځای چې اروپايي ټولنه د حماس دا کار وغندي چې ولې د ملکیانو تر شا پټېږي، د خپلو وګړو د ژغورلو لپاره د اسرائيل کړنې غندي.