د جنوبي افریقا کرېکټ غوره لیګ څلور افغان لوبغاړي بیا ور خپل کړل

د عکس سرچینه، Getty Images
جنوبي افریقا د شل اوریز کرېکټ غوره لیګ (SA20) څلور افغان لوبغاړي د راتلونکي پړاو لوبو لپاره بیا ور خپل کړي دي.
د جنوبي افریقا د شل اوره لوبو په غوره لیګ سیالیو کې شپږ لوبډلې لوبه کوي چې هره لوبډله یې حق لري د تېر پړاو درې کورني، درې بهرني او یو احتیاطي لوبغاړي له ځان سره وساتي.
ممبۍ انډین کېپ ټاون لوبډلې راشد خان، ډربنز سوپر جاینټز لوبډلې نوراحمد لکڼوال، پارل رویالز لوبډلې مجیب الرحمن او سنرایزر ایسټرن کېپ لوبډلې الله محمد غضنفر د راتلونکي پړاو لوبو لپاره بیاځلي د خپلو لوبډلو برخه ګرځولي دي.
ډربنز سوپر جاینټز لوبډلې پر نوراحمد لکڼوال سربېره، دوه نور بهرني لوبغاړي جاس بټلر او سونیل نارین هم بیاځلي په خپله لوبډله کې له ځان سره نیولی دی.
د تېر پړاو اتلې ممبیي انډینز کېپ ټاون لوبډلې د راتلونکې پړاو سیالیو لپاره پر راشد خان سربېره ټرینټ بولټ او نیکولاس پوران د اصلي لوبغاړو په توګه له ځان سره ساتلي دي.
پارلز رویالز لوبډلې بیا د مجیب الرحمن او سکندر رضا نومونه د راتلونکو سیالیو لپاره د خپلې لوبډلې د لوبغاړو په نوملړ کې خوندي کړي دي.
سنرایزر ایسټرن کېپ لوبډلې بیا پر الله محمد غضنفر سربېره ادم میلن او جوني بېرسټو هم بیا ور خپل کړي دي.
د جوبرګ سوپر کینګز او پریټوریا کپیټلز لوبډلو د راتلونکي پړاو لپاره غوره کړیو بهرنیو لوبغاړو په نوملړ کې تر دې دمه کوم افغان لوبغاړی نه شته.
جوبرګ سوپر کینګز لوبډلې جیمز وینس، اکیال حسین او ریچارډ ګلیسن او پریټوریا کپیټلز لوبډلې بیا شیرفین روترفورډ او ویل جیک د اصلي او انډری رسل د بهرني احتیاطي لوبغاړي په توګه د راتلونکو پړاو سیالیو لپاره د خپلې لوبډلې د لوبغاړو په نوملړ کې له ځان سره ساتلي دي.
د جنوبي افریقا د شل اوره لوبو غوره لیګ څلورم پړاو سیالۍ به د روان زېږدیز کال د ډیسمبر په ۲۶مه پیل شي چې پایلوبه به یې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۲۵مه وشي.











