د کرېکټ نړیوالې شورا عظمت الله عمرزی د کال غوره لوبغاړی اعلان کړ

Cricket

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، عظمت الله عمرزي په ۲۰۲۱ کال کې ملي لوبډلې ته لار ومونده.
    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي

کرېکټ کې د ۲۰۲۴ کال د يو ورځنيو لوبو غوره لوبغاړي مقام د دغه لوبې د مينه والو د لوړو رایو له مخې عظمت الله عمرزي ګټلی.

د کرېکټ نړیوالې شورا پر خپله وېبپاڼه لیکلي، "د نړۍ یوه نوي ستوري د (ای سي سي) په جایزو کې د کال د یو ورځنیو لوبو د غوره کرېکټر لقب وګاټه."

ای سي سي وايي، د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ټولچاري (الرونډر) لوبغاړي عظمت الله عمرزي ۲۰۲۳ کال له ښو لوبو سره پیل کړ او په ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ د یو ورځنیو لوبو مخکښ لوبغاړی شو.

عمرزی په شل اوریزو او نړیوالو لیګونو کې د لوبو تر څنګ په یو ورځنیو لوبو کې هم ښه وځلېده. هغه په ښي لاس تېزه توپ اچونه کوي، دغه راز په توپ وهنه کې یې هم د افغان لوبډلې په بریاوو کې خپله مهمه ونډه لرلې ده.

دغه ۲۴ کلن افغان کرېکټ ستوري، په ۲۰۲۴ کال کې د افغان لوبډلې لپاره ګټونکې سیالۍ (اېنېنګزونه) کړي وو. عظمت الله عمرزی د سرېلنکا خلاف لوبه کې ۱۴۹ ناسوځېدلې او د سوېلي افريقا لوبډلې سره په سیالي کې یې په پنځوس توپونو ۸۶ ناسوځېدلې منډې کړې وې. عمرزي په تېر ۲۰۲۴ کال کې ۱۴ یو ورځنۍ سیالۍ وکړې چې ټولې یې ۴۱۷ منډې یې پکې کړي او ۱۷ وېکټې یې هم اخیستې او درې کېچونه یې هم نیولي وو.

هڅه کوم پر ما شوی باور وساتم

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، عمرزی وايي، هڅه کوم چې پر ما د مشرانو له خوا شوی باور وساتم.

ښاغلی عمرزی وايي، "ډېر خوشاله یم چې د کال غوره لوبغاړی ونومول شوم دا ماته ډېر زیات د افتخار او خوشحالۍ احساس راکوي. دا هغه څه و، چې تر شا یې موږ ډېر محنت او خواري کړې وه. دغه راز د ادارې او روزونکو او په ځانګړې توګه د مشرانو لوبغاړو (سینېر) له خوا چې له موږ سره خواري او محنت شوی وو. هغه اعتماد یې چې پر موږ وکړ، موږ ته یې ډېره زیاته انرژي راکوله. موږ هم همېشه دا کوشش کوو، چې دا اعتماد او باور خراب نه کړو."

د افغانستان کرېکټ بورډ له خوا په خپره شوې ویډیو کې عظمت الله عمرزی د خپلو خلکو او مینه والو څخه مننه کوي، چې تل یې د دوی ملاتړ کړی دی. هغه وايي، له ماشومتوبه یې له کرېکټ سره مینه وه. "زما وروڼو ټولو کرېکټ کاوه او زموږ په کور کې د کرېکټ ماحول و. کله مې چې پلار زما کرېکټ ولید نو زما وروڼو ته یې وویل، دا هلک پرېږدئ چې خپل کرېکټ وکړي او خپل مقصد ته ځان ورسوي. دا زما ارمان و، چې دې ځای ته ورسېږم او الله زما دا ارمان پوره کړ."

نوموړي په ۲۰۱۹ کال کې د نولس کلنو په نړیوال جام سیالیو کې د افغان لوبډلې برخه و او په ۲۰۲۱ کال کې یې ملي لوبډلې ته لار ومونده.

ښاغلی عمرزی د افغان لوبغاړو ترمنځ په منډو جوړولو کې له رحمن الله ګربز او په وېکټ اخیستلو کې له الله محمد غضنفر پسې یوه کتار کې دی. افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې د یو ورځنیو پنځو لوبلړیو څخه خپلې څلور لوبلړۍ د ایرلنډ، بنګله دېش، سویلي افریقا او زیمبابوې څخه وګټلې، چې د عمرزي پکې ښه ونډه لرله.

د افغان کرېکټ بورډ مشر میرویس اشرف په دې تړاو ویلي، افغان کرېکټ بورډ په نړیواله کچه د خپلو لوبغاړو په لاس ته راوړنو خوښ دی او دا یې د دوی د زیار او زحمت پایله بللې ده "عظمت الله عمرزي تېر کال په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې په بې ‌سارې کارکردګۍ او غوره لوبو کې دغه ستر ویاړ د افغانستان په نوم کړی دی."

د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لپاره د کرېکټ نړیوالې شورا د تېر کال په غوره لوبډله کې درې افغان لوبغاړي، رحمن الله ګربز، عظمت الله عمرزی او الله محمد غضنفر هم شامل کړي دي. ښاغلی اشرف یې په اړه وايي، "دا د افغان لوبډلې او لوبغاړو د لوړ استعداد او وړتیا ښکارندويي کوي."

سږ کال د غوره لوبغاړو نوملړ کې د سريلنکايي کوسال مینډېس، د ویست انډیز د شېرفن رودرفورډ او د سريلنکا بل لوبغاړي وانندو هاسارنګا نومونه هم راغلي وو، خو د کرېکټ نړیوالې شورا عظمت الله عمرزی د کال غوره لوبغاړی اعلان کړ.