افغانستان پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د کرېکټ ۱۹ کلونو درې اړخیزه لوبلړۍ وګټله

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

افغانستان نن د کرېکټ ۱۹ کلونو درې اړخیزې لوبلړۍ په پایلوبه کې پاکستان ته په ۲۱ منډو ‌ماتې ورکړه او دا لوبلړۍ یې وګټله.

د افغانستان، پاکستان او متحده عرب اماراتو د ۱۹ کلنو لوبډلو د درې اړخيزې لوبلړۍ په پايلوبه کې افغان لوبډلې پاکستانۍ هغې ته په ۵۰ اورونو کې د ۲۵۱ منډو هدف ټاکلی و.

خو پاکستان په ۴۸ اورونو کې یوازې ۲۲۹ منډې وکړې او هدف یې تر لاسه نه شو کړای.

د افغانستان له لوري نورستاني عمرزي او نصیرخان معروفخېل دوه دوه، عبدالعزیز، خاطر ستانکزي، الله محمد غضنفر او عزېر نیازي یو یو پاکستانی توپوهونکی وسوځاوه.

برکت ابراهیمزي د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. هغه نن په ۹۰ توپونو ۷۹ منډې وکړې.

د پاکستان له لوري هارون ارشد تر ټولو ډېرې ۷۰ او ورپسې شاهزیب خان ۵۳ منډې وکړې.

د افغانستان پاڼۍ

د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړۍ یې د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۰ منډې وکړای شوې او پاکستان ته یې ۲۵۱‌ منډې هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې له لوري تر ټولو ډېرې ۷۹ منډې برکت ابراهیمزي وکړې او ورپسې نظیف الله امیري ۵۶ او فیصل شینوزاده ۴۱ رنزونه/منډې وکړی شوې.

د لوبې پر مهال افغان لوبډلې د شلو اورونو پای ته له رسېدو سره خپل څلور لوبغاړي له لاسه ورکړي وو او ۷۸ منډې یې جوړې کړې وې.

خو وروسته لوبغاړو د وېکټې ساتنې هڅه وکړه او تر ۴۴ اووره یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۶ منډې جوړې کړې.

د برکت ابراهیمزي توپوهنې او تر څنګ یې د نظیف الله امیري ملګرتیا د افغان ۱۹ کلنې لوبډلې 'رن رېټ' ښه او پاکستان ته د نسبتاً لوړ هدف په ټاکلو کې مهم رول ولوباوه.

د پاکستان ۱۹ کلونو لوبډلې له لوري علي رضا او عبدالله سبحان د افغانستان لوبډلې درې درې او عمر زېب او فضل الحق یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Afghanistan Cricket Board

د عکس تشریح، د افغان لوبډلې له لوري تر ټولو ډېرې ۷۹ منډې برکت ابراهیمزي وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د افغانستان، پاکستان او متحده عرب اماراتو د ۱۹ کلنو لوبډلو د درې اړخيزې لوبلړۍ په پايلوبه کې افغانستان په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۰ منډې وکړای شوې. په دې توګه افغان لوبډلې پاکستان ته ۲۵۱‌ منډې هدف وټاکه.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړۍ یې د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه.

د افغان لوبډلې له لوري تر ټولو ډېرې ۷۹ منډې برکت ابراهیمزي وکړې او ورپسې نظیف الله امیري ۵۶ او فیصل شینوزاده ۴۱ رنزونه/منډې وکړی شوې.

د لوبې پر مهال افغان لوبډلې د شلو اورونو پای ته له رسېدو سره خپل څلور لوبغاړي له لاسه ورکړي وو او ۷۸ منډې یې جوړې کړې وې.

خو وروسته لوبغاړو د وېکټې ساتنې هڅه وکړه او تر ۴۴ اووره یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۶ منډې جوړې کړې.

د برکت ابراهیمزي توپوهنې او تر څنګ یې د نظیف الله امیري ملګرتیا د افغان ۱۹ کلنې لوبډلې 'رن رېټ' ښه او پاکستان ته د نسبتاً لوړ هدف په ټاکلو کې مهم رول ولوباوه.

د پاکستان ۱۹ کلونو لوبډلې له لوري علي رضا او عبدالله سبحان د افغانستان لوبډلې درې درې او عمر زېب او فضل الحق یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

اوسمهال پاکستان توپ‌وهنه کوي.

د افغانستان ۱۹ کلونو ځوانانو لوبډله کې څوک څوک دي؟

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

په افغان لوبډله کې د محبوب تسکين په مشرۍ فيصل شينوزاده، عزير الله نيازی، برکت ابراهيمزی، حمزه عليخېل، نظيف الله اميري، نصير معروفخېل، عبدالعزيز، خاطر ستانکزی، الله محمد غضنفر او نصرت نورستانی غوره شوي دي.

افغان لوبډلې تر دې دمه په څلورو لوبو کې درې لوبې ګټلې دي چې دوه یې له متحده عرب اماراتو او یو هم له پاکستانۍ لوبډلې څخه ده.

افغانستان د دې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې پاکستان ته د ۱۰۰ منډو په توپير ماته ورکړې، دويمه لوبه يې له متحده عرب اماراتو د ۱۶۹ منډو په لوی توپير ګټلې وه، درېيمه يې بيا پاکستان ته بايللې او څلورمه لوبه له متحده عرب اماراتو په اتو وېکټو ګټلې وه.

بل پلو پاکستان هم درې لوبې ګټلې او يوه بايللې ده.

دغه لوبلړۍ د متحده عرب اماراتو په کوربتوب ترسره کېږي.

د ۱۹ کلنو افغان لوبډله به له دغو لوبو وروسته د اسیا جام لوبو کې د خپل هېواد استازیتوب وکړي.

د اسیا جام سیالۍ د نومبر میاشتې په ۲۹مه نېټه پیلېږي او د ډسمبر تر اتمې دوام کوي.