کرېکټ:‌ افغان ۱۹ کلنو د درې اړخیزې لوبلړۍ درېیمه لوبه هم وګټله

کرېکټ

د عکس سرچینه، afghanistan cricket board

افغان ۱۹ کلنو ځوانان د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ په خپله څلورمه لوبه کې سیالې متحده عربي اماراتو لوبډلې ته د ۸ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د دغې لړۍ خپله دېریمه بریا یې هم د افغانستان په نوم ثبت کړه.

د متحده عربي اماراتو لوبډلې په نننۍ لوبه کې افغان لوبډلې ته د ۸۹ منډو هدف ټاکلی و چې افغان لوبډلې یاد هدف د دوو ویکټو په غورځېدو په ۲۱،۲ اورونو کې بشپړ او سیاله لوبډله له ماتې سره مخ کړه.

افغان لوبډلې تر دې دمه په څلورو لوبو کې درې لوبې ګټلې دي چې دوه یې له متحده عربي اماراتو او یو هم له پاکستانۍ لوبډلې څخه ده.

نصیرخان معروفخېل د سیال لوري درې، عبدالعزیزخان، روح الله عرب او خاطرخان ستانکزي هر یوه دوه ویکټې او نظیف الله امیري یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د نننۍ لوبې پچه متحده عربي اماراتو لوبډلې وګټله، لومړی یې د افغان لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.‌

په روانه لوبه کې دغه افغان لوبغاړي ولوبېدل: فیصل شینوزاده، محبوب تسکین، عزیرالله نیازی، برکت ابراهیمزی، حمزه علیخېل، عزت خان، بارکزی، روح الله ارباب،‌ نظیف امیري، خاطر ستانکزی، نصیر معروفخېل او عزیز خان.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د نوولس کلنې کرېکټ ملي لوبډلې تکړه توپوهونکی عزیز الله میاخېل د زنګون د ټپ له امله له روانې درې اړخیزې لوبلړۍ او د نوولس کلنو اسیا جام سیالیو بهر شو.

نوموړی د درملنې په موخه هېواد ته راستون شوی چې د راتلونکو درېیو اونیو لپاره به د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو د درملنې په مرکز کې تر درملنې لاندې وي.

د عزیز الله میاخېل پر ځای بل تکړه لوبغاړی روح الله عرب - چې د احتیاطي لوبغاړو په ډله کې له افغان لوبډلې سره مل دی، د راتلونکو سیالیو لپاره لوبډلې ته اضافه شوی دی.

PLAYERS

د عکس سرچینه، ACB

وړاندې، افغان تنکیو ځوانانو د پاکستان له ۹ کلنو څخه د کم عمره لوبډلې د ۲۴۵ منډوف هدف ترلاسه نه شو کړی او له دې سره یې د نومبر پر ۲۰مه (لړم ۳۰مه) د ۱۳ منډو په توپیر ماته وخوړه.‌

د افغانستان د ۱۹ کلنو او د پاکستان د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلو ترمنځ يو ورځنۍ سيالي په متحده عرب اماراتو کې وه.

د هېواد نوولس کلنو ځوانانو په ۴۶،۲ اورونو کې د ۲۳۱ منډو په کولو سره خپلې ټولې ویکټې له لاسه ورکړې او ویې نه شوای کولی چې د سیالې لوبډلې هدف پوره کړي چې په پایله کې یې د پاکستان له لوبډلې د ۱۳ منډو په توپير ماتې ومنله.

تر ۱۹ کلنو ټیټ عمره افغان لوبډله به تر دغو لوبو وروسته د اسیا جام لوبو کې د خپل هېواد استازیتوب وکړي.

د اسیا جام سیالۍ د نومبر میاشتې په ۲۹مه نېټه پیلېږي او د ډسمبر تر اتمې دوام کوي.