کرېکټ: افغان ۱۹کلنو له دوه بریاوو وروسته نن دریمه لوبه پاکستان ته وبایلله

د عکس سرچینه، ACB
افغان تنکیو ځوانانو د پاکستان له ۱۹ کلونو څخه د کم عمره لوبډلې د ۲۴۵ منډو هدف تر لاسه نه شو کړی او له دې سره یې نن د ۱۳ منډو په توپیر ماته وخوړه.
دا که څه هم دومره ستر هدف نه برېښېده او افغان لوبډلې یې د تر لاسه کولو لپاره ښه پیل وکړ خو وروسته یې په یوه بل پسې وېکټې وبایللې او په وروستیو اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو له اوټېدو سره لوبه وبایلله.
د افغانستان له نوولس کلونو څخه کم عمره ځوانانو په ۴۶،۲ اورونو کې د ۲۳۱ منډو په کولو سره خپلې ټولې ویکټې له لاسه ورکړې.
دغې افغان لوبډلې په تېرو دوه سیالیو کې لومړۍ توپوهنه کړې وه او او سیالو لوبډلو ته یې د سترو منډو هدف له ټاکلو وروسته په لوی توپیر بري خپل کړي وو.
د چارشنبې ورځې په لوبه کې د افغان لوبډلې لخوا تر ټولو ډېرې منډې عزیر الله نیازي، فیصل خان شینوزاده او نصیر خان معروف خېل وکړې. دوی په ترتیب سره د افغان ۱۹ کلنو په ګټه ۷۰، ۴۷ او معروف خېل هم ۴۷ منډې جوړې کړې.
د پاکستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې لخوا افغانستان ته د ۲۴۵ منډو هدف

د افغانستان پر وړاندې له لومړۍ ماتې وروسته نن په دویمه لوبه کې پاکستانۍ لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه، د پاکستان له ۱۹ کلونو څخه کم عمره لوبډلې پاڼۍ ډېره ښه پیل کړه تر دې چې تر ۱۲۹ منډو یې هیڅ کوم لوبغاړی نه و اوټ شوی.
وروسته لوبه د افغان لوبډلې پر خوا وڅرخېده او فغانستان له ټاکلو پنځوسو اورونو مخکې ټول پاکستاني لوبغاړي له ۲۴۴ منډې جوړولو سره اوټ کړل.
افغان لوبغاړو لکه د تېرو دوه سیالیو یو ځل بیا برلاسي لوبه وکړه، د دوی له منځه خاطر ستانکزي او عبدالعزیزخان درې-درې، نصیر معروفخېل دوه او نصرت نورستاني یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د تنکیو ځوانانو له منځه نصیر معروفخېل د پاکستان خلاف لومړۍ لوبه کې څلور سیال لوبغاړي اوټ کړي وو.
د افغانستان د ۱۹ کلنو او د پاکستان د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلو ترمنځ يو ورځنۍ سيالي په متحده عرب اماراتو کې وه.

د افغانستان له لوري په دې سيالۍ کې د محبوب خان په مشرۍ عذير خان، برکت ابراهيمزی، فيصل خان، حمزه عليخېل، عزت خان بارکزی، الله محمد غضفر، نصرت نورستانی، نصيرخان، خاطر ستانکزی او عبدالعزيز خان غوره شوي دي.
دا د افغانستان، پاکستان او متحده عرب اماراتو تر منځ د دری اړخيزې لوبلړۍ پنځمه لوبه ده.
افغانستان په دې لوبلړۍ کې تر دې مهاله دوی لوبې کړې چې دواړه يې ګټلې دي.
په لومړۍ لوبه کې يې پاکستان ته د ۱۰۰ منډو په توپير ماته ورکړې وه او دويمه لوبه يې له متحده عرب اماراتو د ۱۶۹ منډو په لوی توپير ګټلې وه.
بل پلو پاکستان هم دوې لوبې کړې چې يوه ګټلې او بله بايللې ده.
په دې لوبلړۍ کې د افغان نولس کلنو ملي لوبډلې راتلونکې لوبې د نومبر میاشتې په ۲۲مه او ۲۴مه نېټه دي. د دغو سیالیو پایلوبه د نومبر میاشتې په ۲۶مه نېټه ترسره کېږي.
تر ۱۹ کلنو ټیټ عمره افغان لوبډله به تر دغو لوبو وروسته د اسیا جام لوبو کې د خپل هېواد استازیتوب وکړي.
د اسیا جام سیالۍ د نومبر میاشتې په ۲۹مه نېټه پیلېږي او د ډسمبر تر اتمې دوام کوي.











