کرېکټ: د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې له متحده عرب اماراتو په ۱۶۹ منډو لوبه وګټله

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان او متحده عرب اماراتو ترمنځ لوبه افغان لوبډلې په ۱۶۹ منډو وګټله. د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۵ وېکټو په زیان سره سیالې لوبډلې ته د ۳۶۰ منډو هدف وټاکه. متحدو عرب اماراتو لوبډلې بیا د لوبې په ۴۶ اوور کې د ټولو لوبغاړو له لاسه ورکولو وروسته ۱۹۰ منډې وکړې او لوبه یې بایلوده.
اتهان ډي سوزا د متحدو عربي اماراتو لپاره له ۷۶ توپونو ۵۵ او ارین سکسېنا له ۴۰ توپونو ۴۰ منډې ترلاسه کړې.
تر دې مهاله د افغانستان نورستاني عمرزي او نظیف امیري، دوې - دوی او خاطر ستانکزي او نصیر خان معروف خېل یوه – یوه وېکټه ترلاسه کړې وه.
له دې مخکې د افغانستان په ګټه فیصل خان ۱۵۶، محبوب تسکین ۱۴۱ ناسوځېدلي او عزیر الله ۳۷ منډې جوړې کړې.
دا د افغانستان کرېکټ نولس کلنو لوبډلې د درې اړخيزې لوبلړۍ درېیمه لوبه ده.
دغه لوبې د متحده عرب اماراتو په کوربتوب ترسره کېږي. د نننۍ هغې پچه افغانستان وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه کړې ده.
تر نولس کلنو د کم عمر لرونکو ملي لوبډلې توپوهونکي فیصل خان د متحده عربي اماراتو پر وړاندې روانه لوبه کې خپله سلیزه پوره کړه.
لوبډلمشر محبوب تسکین د متحده عربي اماراتو پر وړاندې په روانه لوبلړۍ کې لومړۍ سلیزه وکړه.
د افغانستان له لوري په دې سيالۍ کې د محبوب خان په مشرۍ عزيز خان، برکت ابراهيمزی، فيصل خان، حمزه عليخېل، عزت خان بارکزی، نظيف الله اميري، نصرت نورستانی، نصيرخان، خاطر ستانکزی او حفيظ الله ځدراڼ غوره شوي دي.
دغه درې اړخیزې سیالۍ د افغانستان، پاکستان او عربي متحده اماراتو ترمنځ پیل شوې، چې د نومبر میاشتې تر ۲۶مې نېټې به دوام وکړي.

د عکس سرچینه، afghanistan cricket board
د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د پاکستان او متحده عرب اماراتو تر منځ وه چې پاکستان په لسو وېګټو ګټلې وه.
په دويمه لوبه کې بيا افغانستان پاکستان ته د ۱۰۰ منډو په توپير ماته ورکړې وه.
په دې سيالۍ کې افغان لوبغاړي ښه ځلېدلي وو، فیصل خان په کې د سليزې په وهلو سره ۱۲۳ منډې وکړې او محبوب تسکين پنځوسیزه بشپړه کړه. برکت الله ۳۶، نظیف الله ۳۱ او حمزه علي خېل ۲۳ چټکې منډې ترسره کړي. د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې د اتو لوبغاړو په له لاسه ورکولو ۳۰۶ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې ۳۰۷ منډې هدف وټاکه.
د پاکستان له لوري محمد احمد ښکلې توپ اچونه وکړه او د افغان لوبډلې پنځه لوبغاړي یې وسوځول. عبدالسبحان او علي رضا هم یو یو افغان لوبغاړی وسوځاوه.
په ځواب کې یې پاکستانۍ لوبډلې د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره یوازې ۲۰۶ منډې وکړې او د لوبې ۴۷ اوور کې یې لوبه وبایلله.
د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې نثار احمد معروف خېل څلور، الله محمد غضنفر، نورستاني عمرزي او عذیر الله دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
په دې لوبلړۍ کې د افغان نولس کلنو ملي لوبډلې راتلونکې لوبې د نومبر میاشتې په ۲۰مه، ۲۲مه او ۲۴مه نېټه دي. د دغو سیالیو پایلوبه د نومبر میاشتې په ۲۶مه نېټه ترسره کېږي.
تر ۱۹ کلنو ټیټ عمره افغان لوبډله به تر دغو لوبو وروسته د اسیا جام لوبو کې د خپل هېواد استازیتوب وکړي.
د اسیا جام سیالۍ د نومبر میاشتې په ۲۹مه نېټه پیلېږي او د ډسمبر تر اتمې دوام کوي.











