اسرائيل وايي په يمن کې يې د حوثيانو موخې په نښه کړې دي

اسرائيلي جنګي الوتکو د يمن پلازمېنې صنعا کې د حوثيانو پر موخو هوايي بريدونه کړي دي. اسرائيل وايي دا بريدونه يې د دغې ډلې د هغه راکټي بريد په ځواب کې کړي چې کلسټر چاودېدونکي يې لرل.

اسرائيل وايي په دغو بريدنو کې يوه پوځي سيمه چې د ولسمشرۍ ماڼۍ، د سون توکو زېرمتون او د برېښنا سټېش شامل وو په نښه شوي دي.

د حوثي چارواکو په وينا په دغو بريدونو کې څلور کسان وژل شوي او ۶۷ تنه نور ټپيان دي.

د اې پي خبري اژانس د اسرائيلي چارواکو له خولې ويلي، دا لومړی ځل دی چې د ايران ملاتړې حوثي ډله د روانې شخړې په ترڅ کې له دې ډول بمونو کار اخلي. پر دغه ډول وسلو له ۱۰۰ زياتو هېوادونو له خوا بنديز لګول شوی دی.

په خپرو شويو ويډيوګانو کې د پېښې په ځای کې لوګي ترسترګو کېږي.

د حوثيانو يوې امنيتي سرچينې اې اېف پي خبري اژانس ته ويلي چې په بريد کې د ښاروالۍ ودانۍ په نښه شوې ده.

د یمن المسيره تلويزيون د روغتیا وزات له خولې ويلي په بريد کې د دوو تنو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو او د دغه هېواد د دفاع وزير اسرائيل کاتز د دغه بريد مشري او څارنه کوله.

نتنياهو ويلي، "هر څوک چې پر موږ بريد وکړي، موږ پرې بريد کوو، هر څوک چې د بريد نيت ولري موږ به پرې له وخته مخکې بريد وکړو. زه باور لرم چې ټوله سيمه زموږ په ځواک او ټينګ عزم پوهېږي."

د اسرائيلو دفاعي ځواکونو د تېرې يکشنبې په ورځ رسنيو ته وويل چې له دغو بمونو يوه کوچنۍ برخه پر يوه کور لګېدلې چې لږ زيان يې اړولی دی. اسرائيل وايي د دې پلټنه کوي چې دغه توغندي ولې له لګېدو مخکې په هوا کې شنډ شوي نه دي.

کلسټر بمونه په فضا کې خپرېږي او پر ځمکه له لګېدو سره چوي خو ځينې چې په نرمه ځمکه ولګېږي همداسې پاتې کېږي چې د انسان له لمس کولو او يا پرې ختلو سره چاودنه کوي.

د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په مياشت کې د غزې د جګړې له پيل راهيسې حوثیانو په مکرر ډول د فلسطينيانو په ملاتړ پر اسرائيلو توغندي او ډرون بريدونه کړي دي.

شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې، اسرائیلو اعلان وکړ چې په پلازمېنه صنعا کې يې د انرژۍ تاسيسات په نښه کړي. هغه مهال المسيره راپور ورکړی و چې په صنعا کې يو برېښنا کوټ په نښه شوی دي.

حوثيان چې رسمي نوم يې انصار الله دی له دوو لسيزو کم وخت کې له يوې ياغي ډلې په داسې ډله اوښتې چې د پلازمېنې صنعا په ګډون د يمن پر ځينو برخو ولکه لري.

حوثيان همدا ډول په سره سمندر او د عدن خليج کې هغه بېړۍ په نښه کوي چې له اسرائيلو سره سوداګري کوي. دې ډلې د امريکا او بريتانيا له خوا له هوايي بريدونو وروسته د دغو هېوادونو سره پر تړلیو کښتيو هم بريدونه پراخ کړل.

په مې مياشت کې حوثيانو له امريکا سره اوربند وکړ چې ورسره د څو اوونيو بريدونه پایته ورسېدل خو دوی ټينګار کوي چې د اسرائيلو پر بېړيو بریدونو ته به دوام ورکړي.

د اسرائيلو د دفاع وزارت خبرداری ورکړی چې "پر اسرائيلو هر توغندی به څو برابره تاوان ولري."