تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
حوثیان: هغه امریکايي او بریتانوي بېړۍ په نښه کوو چې پر یمن یې بریدونه کړي
په منځني ختیځ کې د امریکا پوځي قوماندانۍ یا سېنټکام ویلي چې د ایران لخوا ملاتړ کېدونکو حوثي جنګیالیو د امریکا یوه باروړونکې بېړۍ "د جبل الطارق باز" یا چېبرالټر اېګل په بالستیک توغندي ویشتلې. خو وايي، کوم کس او بېړۍ ته جدي زیان نه دی اوښتی او په خپله لاره درومي.
سېنټکام ویلي چې د سره سمندر په سوېل کې په سوداګریزو لارو له دې وړاندې بل توغندی هم توغېده خو ناکام شوی او په یمن کې لوېدلی چې زیان يې نه دی اړولی.
په سره سمندر کې پر بېړیو د حویثانو بریدونه چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې په غزه کې د اسرائیل د جګړې په غبرګون کې پیل شول تېره اونۍ د امریکا او برېتانیا له ځوابي بریدونو سره هم مخ شول.
خو د حوثیانو یوه پوځي ویاند یحیی صارع پر امریکايي بیړۍ د دوی تازه برید مخامخ ګوزار بللی.
"په غزه کې د فلسطيني وګړو د ځور په خاطر چې د صهیونستي رژیم د زړه بوږنوونکې ټولوژنې قرباني دي او زموږ پر هېواد د امریکايي – برېتانوي یرغل په ځواب کې د یمن سمندري ځواکونو د لوی الله په مرسته په عدن خلیج کې د امریکا په یوه بېړۍ د څو سمندري توغندیو ګوزارونه وکړل چې هدف سم لګېدلی".
ده زیاته کړې چې هره هغه برېتانوي او امریکايي بیړۍ به په نښه کړي چې په یمن یرغل کې ګډون کوي.
"د یمن وسله وال ځواکونه ټولې امریکايي او برېتانوي پوځي بېړۍ چې زموږ د هېواد خلاف یرغل کې ګډون کوي دښمن هدفونه ګڼي. امریکايي او برېتانوي بریدونو ته غبرګون حتمي دی او هېڅ یرغل به بې سزا پاتې نشي."
خو دا داسې مهال دي چې په غزه کې خونړۍ جګړه لا هم روانه ده. لا هم هره ورځ د لسګونو فلسطينیانو د وژل کېدو خبرونه ورکول کېږي.
تازه د اسرائیل دفاع وزیر یاف ګالانټ ویلي چې په سوېلي غزه کې يې د حماس خلاف سختې جګړې پړاو پای ته نږدې کېدونکی دی.
اسرائيلي پوځ په وروستیو اونیو کې په سوېلي خان یونس ښار او رفح کې پوځي عملیات وروسته له هغې ګړندي کړي وو چې ویل يې په شمالي غزه کې يې د حماس پوځي جوړښتونه نړولي.
بلخوا حماس تازه یوه وېډیو خپره کړې چې پکې د دوو سړیو جسدونه لیدل کېږي او هغه ښځه چې ورسره ده وايي دا کسان په بند کې وژل شوي. حماس ویلي چې دا دوه اسرائيلي یرغمل شوي وو او د اسرائيل په بمبار کې وژل شوي.
د اسرائیل د پوځ ویاند دانیال هېګاري بیا دا خبره رد کړې او ادعا کوي چې هغه ځای نه په نښه کوي چېرې چې فکر کېږي یرغمل شوي کسان به وي.
پر اسرائیل د حماس د برید او له هغې وروسته پر غزه د اسرائیل د جګړې له سلو ډېرې ورځې پوره شوې. اسرائیل وايي په دې جګړه کې يې پر غزه له لسو زرو ډېر بمونه او توغندي کارولي او سلګونه هوايي بریدونه يې پرې کړي.
په غزه کې چارواکي وايي د غزې له پنځوس سلنې ډېره برخه نړېدلې او شاوخوا دوه مېلیونه وګړي چې د دغې سیمې ۸۵ سلنه اوسېدونکي کېږي بې کوره شوي.