د عراق اربیل او سوریه کې پر ځینو هدفونو د 'سپاه' د توغندیزو بریدونو رپوټونه

د امریکا کې اې بي سي خبري شبکې د امنیتي چارواکو له خولې ویلي، چې په عراق کې د امریکا کونسلګرۍ ته څېرمه د اربیل په اتو بېلابېلو برخو کې لږ تر لږه اته توغندي لګېدلي دي.

ددغه راپور پربنسټ، د اربیل پر اسمان د الوتکو چورلېدل درول شوي او د امریکا په مشرۍ د ټلوالې ځواکونو د اربیل هوايي ډګر ته نژدې درې بې‌پیلوټه الوتکې راغورځولې دي.

یوې عراقۍ امنیتي سرچینې اې بي سي شبکې ته ویلي، ددغو بریدونو پرمهال امریکايي او د ټلوالې ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

خو د اربیل چارواکو ویلي ویلي چې په دې برید کې څلور ولسي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

عراقي امنیتي سرچینو ویلي چې یو توغندی د کردي استخباراتو د یوه جګپوړي چارواکي پر کور لګېدلی او بل د کردانو پر یوه استخباراتي مرکز لګېدلی.

سرچینې وايي، درې توغندي د یوه مشهور کردي سوداګر پر کور لګېدلي چې پکې وژل شوی دی.

په ورته وخت کې، د ایران انقلاب ساتو سپاه ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې (د سیمې په ځینو برخو کې د ایران ضد جاسوسي او ترهګریزو ډلګیو پر هدفونو) د بریدونو مسؤولیت منلی دی.

پاسداران ځواکونو په لږ زماني واټن کې درې خبرپاڼه خپرې کړې دي.

لومړۍ کې یې سوریه کې ځینو سیمو ته اشاره کړې ده او دویمه کې یې ویلي چې دا عملیات (په کرمان او راسک کې د ترهګریزو ډلګیو د وروستیو جنایتونو) په غبرګون کې شوي او زیاتوي چې د سپاه ‌بالستیک توغنديو په مټ د (وروستیو ترهګریزو عملیاتو اړوند د برید د پلانګرو او قومندانانو د راغونډېدو ځای، په تېره د سوریې اشغال شویو سیمو کې د داعش ډلې هدفونه) په ډاګه شوي او ویجاړ شوي دي.

په درېیمه خبرپاڼه کې راغلي چې دا توغندي (د سپاه او د مقاومت د جبهې د قومندانانو) د وژل کېدو په غبرګون کې د عراق کردستان کې د اسرائیلو (د جاسوسۍ اصلي مرکز) په نښه کړی.

دا پرمختګ داسې مهال شوی، چې په یمن کې د ایران له ملاتړ برخمنو حوثیانو منلې چې د عدن په خلیج کې یې د امریکا یوه اړونده بېړۍ په لیرې واټن توغندیو ویشتلې ده.

دوی دا پېښه یو مستقیم ګوزار بللی چې وايي (پر یمن د یرغل) له کبله به د امریکا او بریتانیا پر بېړیو خپل بریدونه روان وساتي.

په ورته وخت کې په منځني ختیځ کې د امریکا پوځي قومندانۍ (سنټکام) تایید کړې ده چې حوثیانو د امریکا یوه اړونده بېړۍ د عدن ښار سوېل ختیځو اوبو کې نژدې ۱۷۶ کیلومتره لیرې په توغندیو ویشتلې ده.

د سنټکام د رپوټ پربنسټ، دا بېړۍ د (جبل الطارق عقاب) په نامه یاده شوې چې کوم زیان ورته نه دی اوښتی او خپل سفر ته یې دوام ورکړی.

تېره اونۍ د امریکا او بریتانیا ځواکونو په سور سمندر کې پر بېړیو د برید په غبرګون کې پر حوثیانو بریدونه وکړل.