امریکا په یمن کې پر حوثیانو بل برید کړی؛ طالبانو، ایران، روسیې او ترکیې غندلی

امریکايي پوځ تائید کړې چې د حوثیانو پر یوه راډار مرکز یې تازه برید کړی دی. دا برید له ځايي وخت سره سم د شنبې پر ګهیځ وختي نژدې ۳:۴۵ د امریکايي سمندري پوځ له یو اېس، اېس کانري نومې جنګي بېړۍ شوی دی، چې په سره سمندر کې ځای پر ځای شوې ده.

د امریکايي پوځ په یوه اعلامیه کې ویل شوي، پر دې راډار مرکز د ټامهاک نومي توغندي ګوزار شوی دی. په اعلامیه کې د دې برید هدف د حوثیانو له لوري پر سمندري بېړیو د دوی د وړتیا له منځه وړل په ګوته شوي دي.

له دې مخکې د امریکا دفاع وزارت د حوثيانو پر مرکزونو له برید وروسته وویل چې حالت څاري او تازه یې وویل چې دغو "اورپکو" په عدن خلیج کې پر یوه بېړۍ د توغندیو ګوزار کړی. د پنټاګون یوه ویاند ویلي چې دا بېړۍ له عدن خلیجه تېرېدله.

د امبرلي په نامه د سمندري امنیت شرکت هم ویلي، چې دغه ټانکر بېړۍ روسي تېل لېږدول او په تېروتنه کې د بریتانوي بېړۍ ګومان پرې شوی. له دې وړاندې حوثیانو لوړلي وو چې پر دوی به د امریکا په مشرۍ د ټلوالې هوايي بريدونه بې غچه پرېنږدي او په دې سیمه کې به پر بېړیو بریدونه جاري وساتي.

خو د امریکا د دفاع وزارت یوه ویاند پاټریک رېډر بي بي سي ته وویل، یو توغندی جدي غچ اخیستونکی اقدام نشي ګڼل کېدی.

حوثیانو دا بریدونه بې اغېزې بللې او په وینا یې "دوی ته پکې هیڅ زیان نه دی رسیدلی."

''زه فکر کوم کچه او اندازه هم مهمه ده او یوازې یو توغندی جدي غچ اخیستونکی اقدام نشي ګڼل کېدی، نو نه پوهېږم چې دا غچ اخیستونکی اقدام وبولو او که د حوثیانو داسې هڅه چې وښيي موږ لا هم شته یو.''

هغه زیاته کړه چې حوثیان به اوس خپله وړتیا ارزوي او له سختې پرېکړې سره مخ دي چې آیا غواړي وغندل شي او د نړیوالې ټولنې ورته ځواب تر لاسه کړي؟

تېره ورځ د یمن په پلازمېنه صنعا کې هم سلګونه زره وګړي راټول شوي وو او مرګ پر امریکا او مرګ پر اسرائیل شعارونه يې ورکول.

دا داسې مهال دي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش ټولو اړخونو ته خبرداری ورکړی چې د سره سمندر دا ټکرونه دې نور نه لویوي.

هغه په یوه وینا کې چې ویاند يې سټیفاني دوجاریک لوسته ټينګار کړی چې اړتیا ده ټول لوري له نورو اقداماتو تېر شي تر څو په یمن کې حالات لا نور ترينګلي نه کړي.

تازه بریدونو ته غبرګونونه څه دي؟

په افغانستان کې د طالبانو حکومت، ایران او ځینو نورو هېوادونو د امریکا لخوا دا نوي بریدونه غندلي او په اړه یې غبرګونونه ښودلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا او بریتانیا دا بمبارۍ غندلې او په وینا یې د کړکېچ پراخېدو د منځني ختیځ او ټولې سیمې امنیت او ثبات له جدي ګواښ سره مخامخ کړی دی.

طالبانو غزه کې د اسرائیلو جګړه او پر حوثیانو د امریکا او بریتانیا وروستۍ بمبارۍ ناانساني او پارونکې کړنې یاد کړي دي.

د طالبانو په اعلامیه کې د امریکا او بریتانیا په وګړو هم غږ شوی چې خپل حکومتونه له بشر ضد 'جنایتونو' را وګرځوي.

له دې وړاندې روسیې، ترکيې او د حوثيانو اصلي ملاتړي ایران پر حوثیانو د امریکا او بريتانیا هوايي ګوزارونه غندلي وو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په سره سمندر کې د هغو "کښتیو په نښه کولو ننګه" کړې چې د حوثیانو په وینا اسرائیلو ته کومکونه رسوي. حوثیان وايي، سره سمندر کې نورو سوداګریزو مالونو ته زیان نه رسوي او غزه کې د اسرائیلو یرغل ته په غبرګون کې اسرائيلو ته مرسته رسوونکې بېړۍ په نښه کوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر امریکا او بريتانیا تور لګولی و چې غواړي سور سمندر د وینو پر سمندر بدل کړي. خو جرمني، فرانسې، ډنمارک او نیدرلنډ د ویناپاڼو په خپرولو سره هلته د پوځي عملیاتو ملاتړ کړی.

ایران د حوثیانو په دفاع ویلي، یمن د بې ګناه ماشومانو او ښځو دفاع کوي دوی د اسرائیلو په شان په نسل وژنه کې نه دي ښکیل.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي وو چې دا بریدونه په سره سمندر کې له نوامبر راهیسې پر بېړیو د حوثي جنګیالیو بریدونو ته غبرګون دی.

ولسمشر بایډن زیاته کړې وه چې نیدرلنډ، اسټرالیا، کاناډا او بحرین هم په دغو عملیاتو کې مرسته کړې. حوثيانو د وړمې شپې په بریدونو کې د پنځو کسانو د وژل کېدو او شپږو نورو د ژوبلېدو خبر ورکړی و.

دغو بریدونو د تیلو بیې هم څلور سلنه لوړې کړې وې او داسې وېره هم شته چې ښايي په منځي ختیځ کې تاوتریخوالی ورسره ډېر شي او له دغې سیمې د تیلو صادرات ټکني شي.