تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر: پر کښتیو د حوثیانو برید کې ایران مسؤول دی
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ کامېرون ویلي، ایران په سور سمندرګي کې د حوثیانو پر کښتیو د برید مسؤول دی.
څو ساعته وروسته له هغه چې د امریکا پوځ وویل چې په سور سمندرګي کې یې د حوثي یاغیانو درې کښتۍ په نښه کړې، د بریتانیا او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې وکړې.
ډېوېډ کامېرون په اېکس (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې هغه د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان ته "روښانه" کړې چې "د حوثیانو اوږدمهاله ملاتړ ته په کتو د دې بریدونو د مخنیوي مسؤلیت د ایران پر غاړه دی."
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر لیکلي، چې دا بریدونه د بې ګنا خلکو ژوند او همدا راز نړیوال اقتصاد ګواښي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، ښاغلي امیر عبداللهیان په دې خبرو کې "د غزې او اوکرایین په اړه د امریکا او ځینو غربي هېوادونو دوه مخي چلن" هم "غندلی" او ویلي یې دي:
"اسرائیلي رژیم ته اجازه نه ورکول کېږي چې په غزه کې د ښځو او ماشومانو ټولوژنه وکړي او په سیمه جګړه پیل کړي، بلکې په سور سمندرګي کې د صهیونیسټي بېړۍ درول د دې اقتصادي اوبو د لارې امنیت له خطر سره مخامخوي."
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د راپور له مخې ښاغلي کامېرون له امیرعبداللهیان څخه په سور سمندرګي کې د حوثي یاغیانو د بېړیو د بریدونو په اړه وغوښتل چې په سیمه کې د جګړې د پراخېدو او د سمندري امنیت له خطر سره د مخامخېدو مخنیوي کې هڅې وکړي.
د یکشنبې په ورځ، په سیمه کې د امریکا مرکزي قوماندې وویل چې د حوثي یاغیانو څلورو کښتیو برید کړی، چې د یوې بار وړونکې بېړۍ شل مترۍ ته نژدې شوې وې او پلان یې درلود چې په کې سپاره شي. د مارسک هانګزو کښتۍ هم د شنبې په ورځ د حوثي بالستیک توغندیو لخوا په نښه شوې وه.
د دغه رپوټ له مخې، د امریکا د پوځ چورلکو د ډزو په تبادله کې درې کښتۍ په نښه کړې او یوه کښتۍ په تېښته بریالۍ شوې ده.
د متحده ایالاتو اردو د یکشنبې په ورځ د مرسک هانګزو کانټینري کښتۍ څخه د مرستې غوښتنې ته ځواب ورکړ. دا کښتۍ د ډنمارک پر لوی بار وړونکي شرکت مارسک پورې اړه لري او د سینګاپور بیرغ یې پر سر و.
میرسک وویل چې دا به د ۴۸ ساعتونو لپاره د باب المندب تنګي- سور سمندر - سویز کانال له لارې مدیترانې بحر ته د خپلو کښتیو تګ راتګ وځنډوي. دغه شرکت په وروستیو څو ورځو کې د امریکا په مشرۍ د سمندري ټلوالې له جوړېدو وروسته له دې لارې د خپلو کښتیو تګ -راتګ بیا پیل کړی و.
حوثي یاغیانو له شاوخوا یوې نیمې میاشتې راهیسې له سور سمندرګي څخه په تېرېدونکو بېړیو باندې له سلو ډېر راکټي او ډرون بریدونه کړي دي. دوی ویلي دي تر هغه به دوی خپلو بریدونو ته دوام ورکړي چې د غزې خلکو خوارکي توکو او درملو ته لاسرسی نه وي موندلی.
نیابتي جګړه
امریکا او اسرائیل حوثي یاغیان له ایران سره تړلي ګڼي او وايي چې د تهران له مرستې پرته د دا ډول بریدونو توان نه لري. دوی حوثي یاغیان په سیمه کې د ایران د "نیابتي" جګړو برخه ګڼي. ایران وايي له حوثیانو سره یوازې "مشورتي" مرسته کوي او دوی خپلواک دي.
امریکا او اسرائیلو په پرله پسې ډول تهران ته خبرداری ورکړی چې د حوثي یاغیانو د "ترهګریزو" کړنو له ملاتړه لاس واخلي او د ازاد سمندري تګ راتګ د اصولو له سرغړونې ډډه وکړي.
د یمن حوثي یاغیان د زیدیه مذهب پیروان دي، چې د شیعه مذهب یوه فرقه ده او ځانونه "انصارالله" بولي.
په ۲۰۱۴ کې، دوی د پلازمېنې صنعاء او حدیده بندر په ګډون د شمالي یمن یوه لویه برخه ونیوه. وروسته د متحده عربي اماراتو په ګډون د سعودي عربستان په مشرۍ ټلواله د یمن له پوځ سره یوځای د حوثي یاغیانو پر وړاندې چې د ایران ملاتړ لري په جګړه بوخته ده.
اوس، د "جنوبي یمن" برخه د یمن د حکومت تر کنټرول لاندې ده چې د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت پیژندل شوی او هغه سیمې چې یو وخت "شمالي یمن" و، پرته له سوېلي برخې څخه، د حوثیانو په واک کې دي.