تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د یمن حوثي یاغیانو سور سمندر کې د کارګو بېړۍ د برمته کولو ویډیو خپره کړې
د یمن حوثي یاغیانو روانه اوونۍ د سور سمندر سویل کې د یوې کارګو بېړۍ د برمته کولو ویډیو خپره کړې ده.
په دې ویډیو کې ښکاري چې وسله والو سړي له یوې چورلکې پر دې بېړۍ ورکښته کېږي.
دا تصویرونه د دې بېړۍ تر برمته کېدو یوه ورځ وروسته د حوثیانو اړوند په المسیره تلویزیون خپاره شوي.
د ایران له ملاتړه برخمن حوثي یاغیان وايي دا کښتۍ یې د دې لپاره نیولې چې د اسرائیل اړونده ده.
خو تل ابیب رد کړې د حوثیانو لخوا نیول شوې بېړۍ دې اسرائیلۍ وي.
هممهاله د جاپان حکومت یوه ویاند ویلي، برمته شوې بېړۍ د 'نیپون یونسېن' په نوم د جاپاني ترانسپورتي شرکت اړونده ده.