تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یمن کې د امریکا او بریتانیا له بریدونو وروسته حوثیانو د غچ اخیستو ګواښ کړی؛ سعودي د "زغم" غوښتنه کړې
امریکايي او بریتانوي ځواکونو په یمن کې د حوثیانو پر هدفونو بمبارۍ کړې دي. د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، دا بریدونه په سره سمندر کې له نومبر راهیسې پر بېړیو د حوثي غورځنګ بریدونو ته چې د ایران ملاتړ له ځان سره لري، غبرګون دی.
ښاغلی بایډن وايي، نیدرلنډ، اسټرالیا، کاناډا او بحرین د عملیاتو ملاتړ په توګه په دې لړ کې مرسته کړې ده. حوثیانو ویلي، دغه بریدونه بې ځوابه نه پاتې کېږي. دوی د تېرې شپې په بریدونو کې یې پنځه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د حوثیانو د پوځ ویاند وايي، ټولټال ۷۳ بریدونه شوي دي.
پر یمن د تېرې شپې له بریدونه وروسته د تیلو بیې ۴ سلنه لوړې شوې دي. داسې وېره هم شته چې دغه بریدونه ښايي په منځي ختیځ کې تاوتریخوالی لا ډېر کړي او له دغې سیمې د تیلیو صادرات ټکني شي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت لپاره د بي بي سي خبریال ټام باټمن بیا په خپل رپوټ کې کاږي، د امریکايي چارواکو له څرګندونو ښکاري چې دوی فکر کوي، په سره سمندر کې پر بېړیو د حوثیانو وروستیو بریدونو واګې ایران کنټرولوي.
د بي بي سي خبریال وايي، د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي په دې هکله رسنیو ته وویل: ''دوی (ایرانیانو) حوثیانو ته استخباراتي معلومات ورکړي، دوی حوثیانو ته دا وړتیا ورکړې، چې دا بریدونه وکړي. موږ باور لرو چې دوی د دې (بریدونو) په هر پړاو کې شامل وو.''
خو په لوړ مقام کې بیا ټینګار پر بل څه دی. په پاموړ توګه د ولسمشر بایډن په پیغام کې د ایرانیانو هېڅ یادونه نه ده شوې. داسې باور کېږي، چې نوموړي په دې تودو شېبو کې تهران ته له ګوتې نیولو ډډه کړې ده. نوموړي یوازې پر حوثي یاغیانو او ''هدفي بریدونو'' تمرکز وکړ، چې د امریکا دفاع وزارت په وینا موخه یې د حوثیانو د بریدونو مخنیوی او د داسې بریدونو د کولو وړتیا له منځه وړل دي.
یو نظر دا هم دی، چې د دې بریدونو هدف د حوثیانو د نورو بریدونو مخنیوي او په ورته مهال په سیمه کې د تاوتریخوالي لا ډېرېدو شنډولو یوه هڅه هم ده.
دا چې دغه تکتیک به ګټور وي او که نه تر اوسه څرګنده نه ده او تعین یې پر ځمکه له اوښتي زیان سره هم غوټه کېدای شي.
د سعودي عرب دریځ څه دی؟
سعودي عرب چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې یې پر حوثیانو د هوايي بمباریو د کمپاین مشري کوله، اوس "د زغم او د تاوتریخوالي د نه پراخېدو" غوښتنه کړې.
د دغه هېواد رسمي خبري اژانس (سعودي پریس) ویلي، سعودي عرب دغه عملیات څاري او "ډېر اندېښمن دی."
سعودیانو له واکه د حوثیانو د لېرې کولو لپاره د عرب هېوادونو ټلواله جوړه کړې وه او غوښتل یې د یمن د حکومت واکمني بېرته پر ځای کړي چې د سعودي ملګری بلل کېږي. په یمن کې حکومت چې نړیوال مشروعیت لري، حوثیانو وپرځاوه.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د سعودي په مشرۍ بمباریو کې نژدې ۲۰ زره کسان ووژل شول چې نژدې نیمايي یې ماشومان وو.
سعودي عرب د امریکا او بریتانیا نژدې ملګری هېواد بلل کېږي او دواړه سعودي ته تر هر چا ډېرې وسلې ورکوي.
د حوثیانو بهرنیو چارو مرستیال وزیر بیا ویلي، امریکا او بریتانیا به د ده په خبره د دې ''څرګند یرغل درنه بیه پرې کړي.''
بل لور د بریتانیا لومړي وزیر ویلي، د هېواد شاهي هوايي ځواک الوتکو پر پوځي هدفونو هدفي بریدونو کې مرسته کړې ده. د بریتانیا لومړی وزیر رشي سوناک زیاتوي، ''دا محدود، اړین او متناسب'' بریدونه دي، چې له ځانه د دفاع لپاره شوي دي.
د رپوټونو له مخې دا بریدونه د یمن پلازمېنه صنعا، په سره سمندر کې د حوثیانو تر کنټرول لاندې بندر حدیده، دهمار او شمال لوېدیځ کې چې د حوثیانو کلک مرکز بلل کېږي، شوي دي.
بریدونه ته غبرګونونه
په ملګرو ملتونو کې د روسیې دائمي ماموریت پر یمن د امریکا او بریتانیا د بریدونو په تړاو د جمعې پر ورځ ملګرو ملتونو امنیت شورا د سملاسي غونډې رابللو غوښتنه کړې.
د ماموریت استازو د روسیې تاس خبري اژانس ته ویلي، دا غونډه په نیویارک کې د ورځې پر لسو بجو رابلل شوې ده.
حوثیان چې د یمن پر ډېری برخو کنټرول لري وايي، د حماس ملاتړ په موخه پر هغو بېړیو بریدونه کوي، چې اسرائیل ته سفر کوي.
حوثي یاغیانو ویلي، په سره سمندر کې به پر هغو بېړیو بریدونو ته دوام ورکړي، چې دوی په خبره له اسرائیل سره تړاو لري.
د دې ډلې محمد عبدالسلام وویل: ''موږ په غوڅه توګه وایو چې پر یمن د دې یرغل لپاره هېڅ توجیه نه شته، ځکه په سره سمندر او عرب سمندر کې نړیواله سمندري بارچالاني له هېڅ ډول خطر سره مخامخ نه ده.''
د ایران بهرنیو چارو وزارت بیا دا هوايي بریدونه غندلي او د یمن پر ارضي تمامیت او خپلواکي یې د څرګند تېري په مانا بللي دي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کاناني په خواله رسنۍ ټیلیګرام کې د یاد وزارت په ګروپ کې ویلي، دا بریدونه به ''په سیمه کې د ناامنۍ او بې ثباتۍ له ډېرولو پرته بله پایله و نه لري.''
بل لور د ایران اتحادي ډلې حزب الله هم دا بریدونه غندلي دي. د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د دې ډلې له قوله ویل شوي دي: ''د امریکا یرغل تائیدوي چې امریکا په غزه او سیمه کې د صیهوني دښمن له لاسه رامنځته شویو ډله ییزو وژنو او تراژیدیو کې په بشپړه توګه شریک دی.''