د عمران خان خبرداری: که ۹۰ ورځو کې ټاکنې ونشي، واټونو ته به راووځو

عمران خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، عمران خان

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان خبرداری ورکړی چې که په ۹۰ ورځو کې دننه دننه ټاکنې ونشي، نو دغه هېواد ته به خطرناکې پایلې ولري.

نوموړي ګواښ کړی چې که په دې موده کې ټاکنې نه کېږي، نو د ګوند غړي به یې پراخ احتجاجونه پیل کړي او واټونو ته به راووځي.

تر دې وړاندې د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ واکمن اېتلاف کې د شاملو ګوندونو د جوړې شوې غونډې اعلامیه کې ویل شوي و، چې ټول هېواد کې باید په یوه ورځ ټاکنې وشي.

دغو ګوندونو همدا راز ویلي چې دوی د سترې محکمې په درې کسیز بورډ باور نه لری.

دغه بورډ کې د باکستان د سترې محکمې رییس او دوه نور قاضیان شامل دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

خو عمران خان بیا دغه ګوندونه تورن کړي چې ګوندې له ټاکنو وېره لري.

نوموړي شنبه د شپې ناوخته د خواله رسنیو یوه بیان کې ویلي چې پاکستان کې اوس تر بل څه ډېر بریدونه د قانون پر واکمنۍ کېږي.

هغه واکمن اېتلاف کې پر شاملو ګوندونو له دې کبله هم نیوکه کړې چې ویلي یې دي د سترې محکمې پر درې کسیز بورډ‌ بې باوره دي.

د یادونې ده چې تازه د پاکستان کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د سترې محکمې رییس او دوو نورو قاضیانو خلاف د ریفرېنس دایرولو اشاره کړې ده.

هغه اېنډيپنډېنټ ارودو سره مرکه کې ویلي تر اوسه ددغه کار پرېکړه نه ده شوې، خو غور پرې روان دی.‌

رانا ثناالله دغه درې واړه قاضیان تورن کړي چې ګوندې د واکمن مسلم لیګ (ن) ګوند خلاف د پرېکړو اوږده مخینه لري او دا چې اوس د خپلو همکارو قاضیانو د اکثریت خبره هم نه اوري.

هغه زیاته کړې چې "لومړی د قاضیانو نهه کسیز بورډ جوړ شوی و، چې اوس درې کسیز پاتې دی."

رانا

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، رانا ثناالله

عمران خان وویل پخوا هم د ۹۰ ورځو په یادولو سره له قانون سرغړونه شوې او په دې موده کې د ده په وینا پاکستان ۱۱ کاله کړېدلی دی.

د تحریک انصاف ګوند مشر وویل "نواز شریف څوک دی چې لندن کې ناست دی او پرېکړې کوي. هغه ویلي چې د هېواد تر ټولو ستره محکمه باید قانون تفسیر کړي. دا حکومت چې د محکمې پرېکړه نه مني، نو د دې مطلب څه شو."

نوموړي زیاته کړه "دوی له ټاکنو او سیاسي مرګه په وېره کې دي. که د دوی په ګټه پرېکړه کېږي ښه ده، که نه وي بیا یې نه مني."

عمران خان وویل دی اندېښمن دی چې حکومت به اکتوبر کې هم ټاکنې ونه کړي.

هغه دې ته په اشارې چې په ۹۰ ورځو کې د پنجاب ایالت د حکومت سرپرستي پای ته رسېږي، وویل تر هغې وروسته به په کوم نوم حکومتولۍ ته دوام ورکوي.

د تحریک انصاف ګوند مشر دا ادعا هم وکړه چې هره ورځ یې د ګوند غړي او پلویان نیول کېږي.

عمران خان تور پورې کړ چې ګوندې پولیس د دوی ملګري تر نیولو وروسته ناپېژانو خلکو ته سپاري او دا چې هغوی بیا ورسره زور زیاتی کوي.

هغه وویل "زموږ پر غونډو او کورونو بریدونه کېږي. زما په کور برید وشو. او دوی بیا موږ د ګډوډۍ په رامنځته کولو تورنوي."

عمران خان
د عکس تشریح، لاهور کې تېره میاشت د عمران خان نیولو پسې ورغلي پولیس د هغه ملاتړو سره په نښتو واوښتل

نوموړي زیاته کړه څوک چې ټاکنې غواړي نو ولې به د ګډوډیو غوښتونکي وي.

هغه دلته یو ځل بیا خپله دا ادعا تکرار کړه چې ګواکې حکومت غواړي تر ټاکنو یې زندان کې وساتي.‌

عمران خان وویل "دوی غوښتل ما ونیسي او زندان ته مې واچوي او خلک وېرېدلي و چې ژوند مې په خطر کې دی. دا د مجرمانو حکومت دی چې غوښتل یې ما ووژني."

د یادونې ده چې عمران خان د تېر کال نومبر د پنجاب په وزیر اباد ښار کې په یوه وسله وال برید کې ټپي شو.

پر هغه دا برید د یوه احتجاجي لاریون پر مهال شوی و.