عمران خان: پر ما د برید تر شا لومړی وزیر شهباز شریف او کورنیو چارو وزیر دي

د ویډیو تشریح، پر عمران خان برید

د پاکستان تحریک انصاف احتجاجي تحریک پر اوومه ورځ - چې د پنجاب ایالت له وزیر اباده پیل شوی و، د پاکستان پر پخواني لومړي وزیر عمران خان د احتجاجي لاریون پرمهال ډزې شوې او ټپي شوی دي.

د تحریک انصاف ګوند ځینو غړو ویلي، په ډزو څلور نور کسان هم ټپیان شوي او عمران خان پر پښه لګېدلی چې اوس د لاهور شوکت خانم روغتون ته وړل شوی دی.

د ځايي وزیر اباد روغتون مسولانو ویلي چې د پېښې له ځایه اته ټپيان او یو وژل شوی وروړل شوی.

د تحریک انصاف یوې سیاستوالې او د پنجاب د روغتیا مخکنۍ وزیرې ډاکټرې یاسمین راشد پر عمران خان برید او د هغه ټپي کېدل تایید کړي دي.

د ښاغلي خان یوه مرستیال د فرانسې خبري اژانس ته ویلي "دا د هغه د وژلو هڅه وه چې هغه ترور کړي".

"لومړی وزیر او کورنیو چارو وزیر پر عمران خان د برید مسؤلان دي"

د تحریک انصاف ګوند یوه مشر اسد عمر ویلي، پر عمران خان د برید مسؤلان لومړی وزیر شهباز شریف، د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله او د ای اېس ای د ترهګرۍ ضد استخباراتو د برخې مشر جنرال فیصل دي.

اسد عمر په یوه وېډیويي پیغام کې د پنجشنبې په ماښام وویل، عمران خان او د پنجاب ایالت د کورنیو چارو وزیر سلاکار اسلم اقبال اړیکه ورسره نیولې او ددغو څرګندونو د رسنیزه کولو یې ترې کړې ده‌.

اسد عمر، میاں اسلم

د عکس سرچینه، Screen Grab

د عکس تشریح، اسد عمر او میا اسلم

اسد وايي، عمران خان ویلي "باوري یم چې دا کار دریو کسانو کړی، چې شهباز شریف،‌ رانا ثناءالله او جګړن فیصل دي". عمران خان دا هم ویلي چې ځینې معلومات ده ته رسېدلي چې پربنسټ یې ویلی شي دا جرمي برید ددغو کسانو کار دی.‌

د ښاغلي اسد په خبرو کې دا هم راغلي چې عمران خان له واکه ددغو کسانو د شړل کېدو غوښتنه کړې ده، که نه د ټول هېواد په کچ به لاریونونه پیل شي.

په وېډیو کې میا اسلم اقبال ویلي، پر عمران خان د برید په تړاو به د شهباز شریف او رانا ثناءالله پرضد به قضیه ثبت کړي او په دې اړه د عمران خان نظر هم اخیستل شوی دیږ

تر اوسه حکومت ددغو څرګندونو په ځواب کې څه نه دي ویلي.

په همدې مهال، ځینو قهرېدلو خلکو فیصل اباد کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله پر کور برید کړی دی.

تېره میاشت د پاکستان د ټاکنو کمېسیون ښاغلی خان د یوې قضیې په تړاو بې واکه کړ خو د کرېکټ دغه پخواني لوبغاړي د دې قضیې تر شا سیاسي انګیزه وبلله.‌

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

پر ده تور دی چې ګنې له بهرنیو چارواکو د تر لاسه شویو ډالیو په اړه یې ناسم جزییات ورکړي. په دې ډالیو کې رولکس ګړۍ، یوه ګوتمۍ او یوه جوړه تڼۍ هم شاملې دي.

په ټپیانو کې د تحریک انصاف یو مشر فیصل جاوید هم دی.‌ سناتور فیصل جاوید د عمران خان څنګ ته ولاړ و.‌

بي بي سي ته په استول شویو انځورونو کې ښاغلی جاوید په ټپي حالت کې لیدل کېږي. ‌

۷۰ کلن خان اوه ورځې وړاندې اسلام اباد ته د وختي ټاکنو ترسره کېدو له غوښتنې سره د پیل شوي احتجاج مشري کوي.

بله خوا، اسلام اباد کې عالي محکمې په دغه پلازمېنه کې د دې احتجاج لپاره د تحریک انصاف غوښتنه منلې ده. مخکې يې اجازه نه ورکوله. ‌‌

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

ډزې هغه کانتینر ته څېرمه شوې چې عمران خان ترې وینا کوله. پولیسو هغلته د دې پېښې په تړاو یو مشکوک کس نیولی دی.‌

خو دا يې نه دي ویلي چې ایا همدې کس ډزې کړې او که بل چا. ډزې د ګوجرانواله الله والا څلورلاره کې شوې دي.

د عمران خان د اصلي وینا ځای کچري چوک بلل شوی چې هلته به یې د اوومې ورځې احتجاج هم پای ته ورسېږي.

غبرګونونه

دې X پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 3

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دا برید غندلی او په اړه یې د سم لاسي څېړنې امر کړی دی. شهباز شریف د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله ته امر کړی چې د پېښې په اړه د پنجاب له مشر سکرتر او پولیسو رپوټ ترلاسه کړي.

"د عمران خان پر احتجاج ډزې په ټینګه غندم. له کورنیو چارو وزیر مې د پېښې سم لاسي رپوټ وغوښت. عمران خان او نورو ټپیانو ته د عاجلې شفا دعا کوو.‌ ملي سیاست کې باید تاوتریخوالي ته ځای ور نه کړل شي".‌

د پاکستان ولسمشر عارف علوي پر عمران خان برید غندلی او ویلي یې دي چې له چارواکو یې په دې اړه د سم لاسي رپوټ غوښتنه کړې ده.

نوموړي پر ټویټر لیکلي،‌ "ده او ټولو ټپیانو ته د عاجلې شفا دعا کوم.‌ هغو کورنیو ته تسلیت وایم چې پېښه کې یې غړی وژل شوی دی".

د پښتون ملتپال عوامي نېشنل ګوند مشر اسفند یار ولي خان هم پر عمران خان برید غندلی او ویلي یې دي، "موږ په سیاست کې د تاوتریخوالي خلاف یو، وو او یو به". همدا راز یې غوښتنه کړې چې د مخکېني لومړي وزیر په احتجاجي غونډه کې د شته امنیتي نیمګړتیاو پلټه دې وشي.

د کانډا لومړي وزیر جسټن ټروډو هم پرخپله ټویټرپاڼه دغه برید غندلی او ویلي يې دی، "پر عمران خان او پلویانو یې برید د نه منلو دی او زه دا تاوتریخوالی په کلکه غندم. دا په هېڅ سیاست، ډيموکراسي او ټولنه کې ځای نه لری. زه عمران او ټولو ژوبلو شویو ته بېړنی روغتیا غواړم."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 4
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 4

پنجاب کې د اپوزیسیون مشر حمزه شهباز شریف دا برید غندلی او ویلي یې دي چې د پنجاب حکومت باید د اوږده احتجاج د امنیتي تدابیرو په اړه خبر وای.